د هیوادونو په رسمیت پېژندنه څه معنی؟ / جاوید کریمي

جاوید کریمي

د نړۍ د موجودو دولتونو لخوا د یو نوي ایجاد شوي دولت په رسمي ډول قبلول اومنلو ته په نړيوالو قوانینو کې رسمیت پيژندنه ویل کیږي.
یو دولت باید څلور خصوصیات ولري تر څو د یو دولت په څير ومنل شي،چې څلور خصوصیات يې عبارت دي له نفوس،قلمرو،عالی حاکمیت او حکومت څخه
معمولا رسمیت پيژندنه په دوه ډوله ده
لومړی د دولت په رسمیت پيژندنه
دوهم د حکومت په رسمیت پيژندنه
چې حکومت او دولت رسمیت پیژندنه سره توپیر لري:
حکومت او دولت دوه جلا حقوقي جوړښتونه دي. د حکومت رسمیت پیژندنه د دولت له رسمیت پیژندنې څخه جلا ګڼل کیږي. حکومت د دې لپاره چې په نړیوال تعامل کې ورګډ شي رسمیت پیژندنې ته اړتیا لري. خو دولت کله چې د درې ګونو مرکباتو(خاوره، وګړي او حکومت) خاوند شو، خپل شته والی په بشري‌کورنۍ باندې تپي او رسمیت پیژندنې ته نه اړ کیږي
رسمیت پيژندنه په دوه ډوله ده
ډي فیکټو رسمیت پيژندنه De Fecto Diplomatic Recognition:
ډي ژوور/جوور رسميت پيژندنهDe Jure Diplomatic Recognition
ډي فيکټو رسميت پيژندنه:دا ډول رسمیت پيژندنهرهغه وخت کې رامنځته کیږي چې يو نوي جوړ شوي دولت له لوري ځینې نړيوال قوانین عملي کړي وي او په راتلونکې کې يې د نورو د عملي کولو وعده سپارلي وي،نو پدې حالت کې نور هیوادونه دغه هیواد په ډي فيکټو ډول په رسميت پيژني،چې دا يو ډول مشروط پيژندنه ده،او پدې حالت کې هیوادونه خپل ديپلوماتیک استازي هغه هیواد ته نه لیږي اوډي فيکټو په رسمیت پیژندنه يو ځواک ته بشپړ حقوقي هویت او په نړیوالو تعاملاتو کې د ورګډیدو وړتیا نه ورکوي.
ډي ژوور رسميت پيژندنه:کله چې يو هیواد ټول نړیوال قوانین په ځان عملي کړي او ټول هغه معیارات چې يو هیواد لپاره اړين دي تر څو په رسمیت وپيژندل شي پوره کړل،نو بیا دا هیواد د نورو هیوادونو له لوري په ډي ژوور ډول په رسمیت پيژندل کیږي چې دا يو غیر مشروط او دایمي رسميت پيژندنه ده.
او یا هم کله چي د حکومت جوړولو یو خپلواک ځواک په ټول قلمرو کي واکمن شي، بشپړ امنیت تأمین کړي، د اساسي قانون د حکمونو پر بڼست او د ډیموکراسۍ د اصولو په درناوي استقرار ومومي، د یو واقعیت په توګه په « دوژور » ډَول په رسمیت پیژندل کیږې.
یاد فورمول مطلقه بڼه نه لري. هیوادونه لیوالتیا لري چي رسمیت پیژندنه د خپل سیاست او دیپلوماسۍ د یو لاسوند په توګه وکاروي او له شرطونو سره یې مل کړي. د احتمال څخه لرې نه ده چې یو حکومت سره له دې چي د هیوادني یا کورنیو حقوقو (اساسي قانون) د احکامو پر بنسټ جوړ شي او په خاوره کې کنټرول ولري په دوفکتو ډول په رسمیت وپیژندل شي. برعکس داسې هم واقع شوي چي یو حکومت سره له دې چې ټول حقوقي شرطونه یې بشپړ کړي دي، لیکن په دوفکتو بڼه وپیژندل شي. په کال ۱۹۴۱ م کې، له دې سره سره چې د شوروي اتحاد حکومت د اساسي قانون په چوکاټ کې جوړ شوی و د سویس له خوا په دوفکتو ډول په رسمیت وپیژندل شو. په ۱۹۴۶م کې دوفکتو په دوژور واړول شو. په ۱۹۵۰ م کې برتانیي د چین کمونیست حکومت پدې پلمه چي په ټول قلمرو باندي واکمن دی په رسمیت وپیژاند. خو امریکا د کمونیست حکومت د اغیزمنتوب او حقوقي وړتیا په اړه شکمن و او له اوږد ځنډ وروسته په ۱۹۷۱ م کې هغه ته رسمیت وروبښل. بناً په رسمیت پیژندنه یوازې د حقوقي ضوابطو سره تړاو نه لري. هر هیواد خپلو ملي ګټو ته په پام کې نیولو سره، رسمیت پیژندنه له ګڼ شمیر سیاسي اوجيوپولیټيک ملحوظاتو سره تړي.
رسميت پيژندنې په صورت کې يو هیواد کولای شي نړیوالو حقوقو کې حقوق او وجایب ترلاسه کړي او همدارنګه د نړۍ د نورو هیوادونو سره چې ياد هیواد يې په رسمیت پيژندلی وي اقتصادي،سیاسي او ټولنیزې اړيکې وپالي او نړیوال تړونونه رامنځته کړي.

دا هم ولولئ:   ذهني بلوغ څه ته وايي / ژباړه جاوید کریمي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*