موخو ته د رسېدو ۷ ګامونه / بریان ټرایسي

ژباړه: میراحمد یاد

له اوو ساده او اسانه پړاونو تعقیبولو وروسته تاسې په بریالیتوب خپلې موخې ټاکلی ورته رسېدلای شئ. د موخو ترلاسه کولو ډېر زیاتسخت او پېچلي میتودونه هم شته، خو تر ټولو اسانه په کې همدا د اوو پړاونو میتود دی. دا به تاسې دومره تکړه کړي چې تر پخوا به مولاس ته راوړنې لس چنده زیاتې شي او له پخواني حالته به مو مزل هم ډېر زیات چټک شي.

لومړی ګام: پرېکړه وکړئ چې دقیقاً څه غواړئ، دقیق اوسئ. که خپل عاید لوړوئ، نو دا مه وایئ چې ډېرې پیسې ګټل غواړم، بلکېددې پر ځای ټاکلې اندازه معلومه کړئ.

دویم ګام: ویې لیکئ، نالیکلې موخې داسې وي لکه د اور لوګی، شېبه په هوا کې وي، تاو راتاو شي او ورک شي. نالیکلې موخېګونګې وي، غیرواقعي وي، هېڅ قوت نه لري او هېڅ اغېز او انرژي په کې نه وي. خو کومې موخې چې ولیکل شئ تاسې هغه لیدلای شئ،لمس کولای یې شئ، لوستلی یې شئ او د اړتیا پر وخت په کې بدلون هم راوړلای شئ.

درېیم ګام. موخو ته وخت وټاکئ، ځان ته مناسب وخت ورکړئ او هغه نېټه ولیکئ چې تاسې هغه تر هغې خپلو موخو ته ځان رسوئ. که موخه ډېره لویه وي، نو یو نهايي وخت وټاکئ، بیا ورپسې ځینې واړه واړه ګامونه او وختونه مشخص کړئ چې نن په کوم ځای کې یئ اوسبا به کوم ځای ته ځان رسوئ.

وخت ټاکل ستاسې په ذهن کې د یوې قوې په توګه کار کوي. انسان چې د وخت له مخې فشار لاندط وي، نو ډېر زیات کار کوي. تاسېچې پرېکړه کوئ، په یوه ټاکلي وخت کې به یوې موخې ته رسېږئ، نو لاشعور هم تېز  او په اغېزناک ډول کار کوي.

دا هم ولولئ:   د رواني روغتیا ساتنې لس غوره لارې / شمس سهار

قانون وایي: (هېڅ موخه غیرواقعي نه وي، یوازې ټاکلی وخت یې غیرواقعي وي.)

که تاسې په ټاکلي وخت کې خپلې موخې ته ونه رسېږئ، نو بیا څه کوئ؟ ډېر اسانه. نور وخت وټاکئ. وخت ستاسې (اټکل) دی. کله لهټاکلي وخته مخکې رسېږئ، کله په خپل وخت رسېږئ او کله ترې وروسته رسېږئ.

تاسې چې خپلې موخې وټاکلې نو، په دې وخت کې ځیني بهرني حالتونه ترلاسه کېږي، خو دغه حالت بدلېږي او بالاخره تاسې هم د خپلټاکلي وخت بدلولو ته اړباسي.

څلورم ګام: د هغو کارونو یو لیست ساز کړئ چې تاسې فکر کوئ، خپلو موخو ته رسېدو لپاره یې کولای شئ، هنري فورډ وایي: (لویو موخوته هم رسېدو شو، خو که په کوچنیو ګامونو یې وویشو.)

د هغو کورنیو او بهرنیو ستونزو او خنډونو یو لیست ساز کړئ چې تاسې ورسره موخو ته د رسېدو په لار، مخ کېدای شئ.

د هغو اضافي زده کړو او مهارتونو یو لیست ساز کړئ چې تاسې یې دې موخو ته رسېدو لپاره اړین بولئ.

د هغو خلکو یو لیست ساز کړئ چې دې موخو ته رسېدو لپاره یې مرستې او همکارۍ ته اړتیا وینئ.

د هر هغه شي یو لیست ساز کړئ چې تاسې یې کول اړین بولئ او بیا یې دې لیست ته ورزیات کړئ، دا به ستاسې نوي دندې اومسئولیتونه وي، تر هغې لیکل کوئ چې لیست مو بشپړ شوی نه وي.

پنځم ګام: لیست د زماني ترتیب او لومړیتوب پر اساس ساز کړئ، که داسې لیست جوړوئ چې کارونه په کې د زماني ترتیب لهمخې منظم شوي وي، نو پرېکړه وکړئ چې کوم کارونه به اول، کوم به ورپسې او کوم به اخر کې کوئ. د لومړیتوبونو پر اساس ترتیب شویلیست درسره دا مرسته کوي چې کوم کارونه ډېر مهم دي او کوم لږ.

دا هم ولولئ:   د لټۍ ارواپوهنه (ناچاپ کتاب) / نهمه برخه 

ځينې وخت زماني ترتیب او د لومړیتوبونو ترتیب یو ډول وي، خو زیاتره وخت یو ډول نه وي. مثلاً که تاسې یو خاص کار کوئ، نو لومړی یېباید د زماني ترتیب له مخې وکړئ، لومړني کارونه چې د زماني ترتیب له مخې یې باید وکړئ، د کتابونو اخیستل یا په د هغه کاروبار په اړهښوونیزو کورسونو کې داخله ده.

شپږم ګام: دستي خپل پلان عملي کړئ، لومړی، دویم او بیا پسې درېیم ګام واخلئ. روان شئ، بوخت شئ، زر حرکت وکړئ، ځنډ مهکوئ او یاد ساتئ: (نن او سبا کول (ځنډول) یوازې د وخت غلا نه ده، د عمر غلا هم ده.)

په ژوند کې د ماتې او بري ترمنځ توپیر دا دی چې بریالي خلک لومړی ګام پورته کوي. دا عمل‌‌پلوي خلک وي. وایي: (هغه ځای ته ښه ډاډهلاړ شه چې بل هېڅوک ورته نه وي تللی.) بریالي خلک هغه کارونه کوي چې د بریاليتوب هېڅ تضمین یې نه وي. دوی په دې خاطر ماتې اوناکامۍ ته هم چمتو وي، دوی ټول عمر د ګام اخیستو او عمل کولو پلوي وي.

اووم ګام: هر ورځ هغه کار وکړه چې تا خپلې ټاکلې موخې ته نږدې کوي، دا هغه کار دی چې ستاسې بریا به تضمینوي: هرهورځ، په اونۍ کې اووه ورځې او په کال کې ۳۶۵ ورځې، هره ورځ داسې یو کار کوئ چې تاسې لږ تر لږه یو ګام خپلې د هغه وخت ډېرېمهمې موخې ته نږدې کوي.

هر ورځ که داسې یو کار وکړئ چې تاسې خپلې موخې ته نږدې کوي، نو تاسې به روان اوسئ. دغه حرکت (روانتیا)  د پرمختګ حس دی،تاسې هڅوي، اغېز دربانې کوي او انرژي درته درکوي. تاسې چې یو ځل دا حرکت (مومنټیم) رامنځته کړ، نو منزل خوا ته نور ګامونهاخیستل به درته ډېر زیات اسانه وي.)

دا هم ولولئ:   سطحي برخورد!

تاس په لنډ وخت کې، ځان کې دا نظم پیدا کولای شئ چې ځان ته پرلپسې موخې وټاکئ او ترلاسه یې کړئ. دا کار به درته ډېر زر اسانهشي او پخپله به کېږي. ډېر زر به هره شېبه خپلو موخو ته رسېدو لپاره هلو ځلو کولو سره عادت شئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*