په کارځای کې رواني خوندیتوب او د نظر څرګندولو حق / ژباړه شبانه دوران

ژباړه: شبانه دوران

په کارځای کې رواني خوندیتوب او د نظر څرګندولو حق

ژباړه: شبانه دوران

څېړنې ښيي چې زیاتره خلک په کاري چاپېریال کې د سختو پوښتنو پر وړاندې مقاومت کوي.

د ۲۰۱۷ کال د یوې نظرسنجۍ له مخې، په هرو ۱۰ کارکوونو کې ۳ تنه دا مني چې په کاري چاپېریال کې یې نظر ته ارزښت نه ورکول کېږي.

یوه بله نظرپوښتنه ښيي چې تقریباً ۵۰ سلنه ښځې په مجازي (انلاین) جلسو کې په سختۍ خبرې کوي او په هر ۵ تنو کې ۱ تن وایي چې ویډيويي جلسو کې ورته ارزښت نه ورکول کېږي.

په کارځای کې رواني خوندیتوب څه ته وايي؟

په کارځای کې رواني خوندیتوب دا ډاډمنتیا ده چې کارمند د خپلو خبرو، پوښتنو، نظریاتو، تېروتنو او اندېښنو له امله نه رټل کېږي.

دا د یوه ټيم ګډ باور دی چې ستاسې په ډله یا ټیم کې به نور خلک تاسو د نظر ورکولو له امله نه رټي او نه به مو خجالته کوي.

کله چې په کارځای کې رواني خوندیتوب ولرئ، ښه احساس به کوئ او پر ځان به باوري یاست. پوهان وایي کوم خلک چې کارځای کې رواني خوندیتوب نه لري، هغوی داسې احساسوي چې وړتیا نه لري.

پایلې یې څه دی؟

په کارځای کې د رواني خوندیتوب نشتون ډېرې زیاتې پایلې لرلی شي، مثلاً کارمند د خپلو افکارو او نظریاتو په بیانولو کې ښه احساس نه کوي.

په کوم سازمان کې چې کارکوونکي پر ځان او خپل ارزښت باور ونه لري، د هغوی ژمنتیا کمېږي، په پایله کې سازمان د هغوی له وړتیاو بشپړه ګټه نه شي ترلاسه کولای.

دا هم ولولئ:   د حسرتونو کتاب /صفیه عارفي

حل لارې

 کارمندانو ته باید داسې فضا برابره شي چې هغوی خپل نظریات په ډاډ سره څرګند کړي، راحت وغږېږي، پوښتنې وکړي او له ځینو خبرو سره د نظر د اختلاف ښودلو جرئت ولري.

په کارځای کې رواني خوندیتوب په دی معنی نه دی چې ټول خلک دې ښه وي او د ادارې ټولو خبرو سره دې توافق ولري، دا په دې معنی ده چې اداره باید خلکو ته د خبرو فرصت ورکړي، کارمند باید دا باور ولري چې خپلې ستونزې بیان کړي او باید پوه شي چې ټیم او اداره یې له خبرو ملاتړ کوي.

وړاندیزونه

د کارکوونکو رواني خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړئ، هغوی ته دا ډاډ او احساس ورکړئ چې خپل نوښتونه او نظریات شریک کړي، مهرباني ورسره وکړئ او کاري فضا جوړه کړئ.

خلکو سره خبرو کې مرسته وکړئ، د هغوی د رښتیا او سپينو خبرو درناوی وکړئ، د هغوی خبره درک کړئ، خواخوږي ورسره وکړئ او دا جرئت یې وستایئ چې خپله خبره یې بیان کړه.

په ماتې او ناکامۍ خلک مه رټئ، د هغوی ماتې او نهیلي تشویق کړئ او د یوې تجربې په سترګه ورته وګورئ. داسې فضا رامنځته کړئ چې له تېروتنې اخیستل شوي درسونه شریک شي. دا کار به د نوښت دروازې خلاصې کړي.

د ټیم د غړو په توګه څه وکړو؟

  • له خپلو همکارانو پوښتنې وکړئ، بیا یې ځواب ته غوږ کېږدئ چې د هغوی په احساساتو، خبرو او واقعیتونو پوه شئ.
  • دا ورسره ومنئ چې خپلې ماتې بیان کړي او تېروتنې د زده‌کړې او پرمختګ فرصت وګڼئ.
  • درناوی او ستاینه وکړئ.
  • پخپله هم مرسته وغواړئ او نورو سره هم مرسته وکړئ.
دا هم ولولئ:   د لټۍ ارواپوهنه (ناچاپ کتاب) / پنځلسمه برخه

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*