پرانیستی ذهن څه ته وايي؟ او ولې مهم دی؟ / ژباړه شبانه دوران

ژباړه: شبانه دوران

په ژوند کې به مو داسې خلک لیدلي وي چې کله ورسره بحث یا خبرې کوئ، له تاسې مقاومت کوي، غوسه کېږي او ټینګار کوي چې د هغه خپل نظر سم دی. برعکس داسې کسان به مو هم لیدلي وي چې ستاسو له نظر سره به مخالفت لري، خو بیا هم ستاسو خبرې په دقت اوري، تحلیل به یې کوي او که خبره مو ورته سمه ښکاره شوه، درسره یې مني.

د دې دواړو ډلو خلکو ترمنځ توپير د دوی په ذهنیت کې دی.

پرانیستی ذهن په دی معنی دی چې انسان په هر ډول حالاتو کې د نویو مطالبو او تجربو منلو ته تیار وي او هر وخت په خپل کلک ولاړ نه وي.

ارواپوهان وایي پرانیستی ذهن یعنې دا چې انسان د یوې موضوع په اړه د بېلابېلو نظریاتو اورېدو ته چمتو وي. بل تعریف یې دا دی، د پرانیستي ذهن خاوند انسان هغه دی چې نوي معلومات لټوي او خپل پخواني باورونه او پوهه پرې ننګوي.

خو پرانیستی ذهن په دی معنی نه دی چې تاسو دې خپل نظر او فکر ونه منئ او یوازې د نورو خلکو خبرې دې ومنئ، بلکې پرانیستی ذهن دا دی چې تاسې له خپل محدود حالت څخه بهر را ووځئ، نوې تجربې وکړئ او د ستونزو د حل لپاره له نویو لارو چارو کار واخلئ.

د پرانیستي ذهن لرونکي انسان نښې کومې دي؟

  • د نورو خلکو نظریاتو اورېدو ته لیواله وي.
  • د خپل نظر له مخالفت څخه نه وېرېږي.
  • په تېروتنو نه غوسه کېږي.
  • نور خلک درک کوي او خواخوږي ورسره لري.
  • د نورو خلکو پر فکر او نظریاتو فکر کوي.
  • که په هره برخه کې ډېر پوهېږي، بیا هم مغرور نه وي.
  • پوهېږي چې ټول خلک د خبرې کولو ازادي لري.
  • د خپلو مخالفینو د نظریاتو اورېدو زغم لري او فکر پرې کوي.
دا هم ولولئ:   خپل ځان څومره پېژنئ؟ د ځان پېژندنې په ګټور او لنډ مالومات / عزيز پردېس

د پرانیستي ذهن مقابل کې څوک دي؟

  • د پرانیستي ذهن په مقابل کې هغه کسان راځي چې د هغوی ذهن تړلی وي یا متعصب وي. دا خلک یوازې خپله خبره سمه ګڼي.
  • متعصب خلک یوازې خپلو خبرو او نظریاتو ته ارزښت ورکوي، نورو خلکو ته توجه نه کوي.
  • څوک یې چې مخالفت وکړي هغه رټي او توهین یې کوي.

د پرانسیتي ذهن ګټې:

  • پرانیستی ذهن د ژوند په اړه خوشبینه لیدلوری پيدا کوي.
  • انسان د ستونزو پر وړاندې انعطاف پذیره کوي چې د ژوند ستونزې اسانه حل کړي.
  • د پرانیستي ذهن خاوند د ژوند، نړۍ، ځان او نورو په اړه نوی او متفاوت نظر لرلی شي.
  • دا کسان نوې ننګونې مني، نوې تجربې یې خوښېږي او له هرې تجربې نوې زده‌کړه کوي.
  • نوې تجربې، نوې زده‌کړه او نوي نظریات د پرمختګ نوې لارې خلاصوي.
  • دا ډول خلک په سختو شرایطو کې هم ځواک او مثبته انرژي لري.
  • زړونه یې خوشحاله وي، له چا سره رخه نه کوي او د راتلونکي په اړه خوشبینه وي.
  • په ټول ژوند کې نوي مسایل او درسونه زده کوي او دا ورسره په شخصي او مسلکي ژوند کې مرسته کوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*