د لټۍ ارواپوهنه (ناچاپ کتاب) / شپږمه برخه 

لیکوال: اډوېن سي. بلس / ژباړه: میراحمد یاد

په دې خو به تاسې هم پوهېږئ چې لیکل هر څوک نه شي کولای. په دې خاطر که ستاسې دا سپارښتنه ډېر ښه هم وي، ټول لوستونکي به یې عملي نه کړی شي، نو کوم خلک چې لیکلو کې ستونزه لري، هغوی ته څه وایئ؟

ځان سره دې خبرې وکړي.

  • په خپل زړه (ذهن) کې خبرې به ښيئ؟ د خولې خبرې خو نه؟

نه، د خولې خبرې ښيیم. که تاسې ته د یوه کار کول اړین وي او کوئ یې نه او ځنډوئ یې، نو یوې یوازې کوټې ته لاړ شئ او په لوړ غږ ځان سره وغږېږئ. ځان سره رښتیني اوسئ. ځان نه دا پوښتنه وکړئ چې څه شوي دي؟ ولې هغه کارونه نه کوئ چې کول یې اړین دي. ځان مه رټئ. دا مه وایئ چې لټ یم. ددې پرځای په لټۍ برید وکړئ او ووایئ چې: (دغه کار ځنډول ښه نه دی، دا عادت باید پرېږدم او د پرېښودولو لپاره به یې دا کار کوم.) ځينې خلک دغه کار هله کوي چې هندارې ته ولاړ وي. مشهور سوک وهونکی جک ډیمپسي به له هرې سیالۍ وړاندې هندارې ته ودرېده او ځان ته به یې خبرې کولې.

ځان سره د هغو کارونو په اړه وغږېږئ چې باید ویې وکړئ او باید ويې نه کړئ. ځان په ټاکلي وخت کې د یوه کار کولو ته اړباسئ. ځان ته دا باور او زړه ته دا قوت ورکړئ چې تاسې دا کار کولای شئ.

  • تاسې یې پخپله ووایئ چې دغه سپارښتنه لږه غیرطبیعي نه ده؟ که خلک پوه شول چې یو کس ځان سره غږېږي، نو څه به وایي؟

خلک به ښايي خبرې کوي، خو که دا چاره ګټوره وي، نو د خلکو خبرې څه باک کوي؟ دا طریقه ازمایل شوې ده او رښتیا هم په انسان کې انګېزه پيدا کوي. ډېر زیات ورزشکاران پر دې پوه شوي چې له سیالۍ مخکې ځان سره خبرې کول، ګټور دي.

  • د ورزشکارانو په اړه ستاسې خبره سمه ده. هغوی په دې کار په خپله وینه کې د اندرالینو کچه لوړوي. څوک چې د سوک وهنې، ټېنس یا بله لوبه پيلوي، له لوبې مخکې ورته دا کار ګټور دی، خو دا ځان سره خبرې په انسان کې د نورو کارونو روحیه هم پياوړې کوي؟

هو، ولې نه! څېړونکي پر دې پوهېدلي چې ځان سره خبرې د انسان د تقلۍ (باور) بڼه، د ځان کنترول او د لومړیتوبونو پر ټاکلو اغېز کوی. دا ټول شیان لټي کمزورې کوي. ورانو ماشومانو ته هم یوه خبره ورښودلی شئ، مثلاً دا ورته ویلی شې چې کله مو ورانه کاوه، ځان ته وایئ چې: (ورانی مه کوه!).

د انسان ذهن داسې جوړ شوی چې شفاهي حکمونه مني، دا مهمه نه ده چې حکم د چا له لوري وي. تاسې پخپله هم خپل ذهن ته حکم کولای شئ. دا داسې ده لکه کمپيوټر ته چې یو کار وایئ او هغه یې کوي. تاسې پخپله هم ځان همداسې یو پروګرام جوړولای شئ. خو د ځان لپاره باید ستاسې دا برنامه د کمپيوټر په څېر سخته او پېچلي نه وي. دلته باید ستاسې حکم معلوم او مشخص وي.

البته تل په لوړ غږ غږېدل اړین نه دي. که مو په زړه کې دا خبرې وکړې هم سمه ده، خو که اغېز یې لږ و، نو بیا غږ لوړ کړئ چې غوږونه مو هم فعال شي.

اناسیس به چې له سختو موضوعاتو سره مخ شو یا به یې حتمن په یوه غونډه کې وینا کوله، نو لومړی به ځان سره غږېده. ځان به یې په جلسه کې ګاڼه او خپله وینا به یې پخپله ځان ته کوله. کرېسټن کافارکیس په (افسانوي اناسیس) کتاب کې وايي:

(زه په مونت کارلو کې، چرچل سره له قدم وهلو وروسته ددې افسانې په حقیقت پوه شوم.

یوولس بجې وې. په کښتۍ کې ناست وم او وروستی سګرټ مې بل کړی و. ناڅاپه اناسیس کښتۍ ته راغی. لاسونه یې شاته نیولي وو، روان او ځان سره غږېده. یوه شېبه به ودرېده، بیا به یې ځان سره خبرې پيل کړې او روان به شو. په هغه شپه سیلۍ لګېدله، په دې خاطر مې یې ټولې خبرې وانه ورېدې. خو ما ویل چې چا سره ګني لګیا دی او هغه کس ماته نه ښکارېږي. له کښتۍ تور لوګی پورته کېده، دی راته سم نه ښکارېده، خو ماته چې رانږدې شو، ګورم چې یوازې دی او په یوناني ژبه ځان سره غږېږي.

دا هم ولولئ:   د لټۍ ارواپوهنه (ناچاپ کتاب) / یوولسمه برخه

هغه شپه مې یو لوی کشف وکړ. د دې سړي د بريالیتوب په راز پوه شوم. اناسیس په لوړ غږ له ځانه هغه پوښتنې کولې چې ښایي د وینا پرمهال یا جلسه کې ترې شوې وی او ده باید ځواب کړې وی.)

یو بل بریالي سوداګر هم همدا طریقه کاروله. دا کس (جان دي راکفېلر) نومېده. ده چې په لومړي سر کې د (سټنډرډ آیل) نفتي شرکت جوړوه، ځان سره به لګیا و چې: (ستا راتلونکی په همدې نننیو سختو ورځو پورې تړلی دی، ډېر پام ورسره کوه، ګني تباه به شې… خواري پرې نه ږدې.)

نو دې ته په کتو ښکاري چې ځان سره د خبرو کولو دا طریقه نوې نه ده. څو کاله مخکې ډيل کارنېګي هم د خپل ورځني مهالوېش د یوې برخې په توګه په منظم ډول دا کار کاوه. ځان سره څو شېبې غږېدل نه کم عقلتوب دی او نه ماشومتوب، دا د روغې ارواپوهنې سپارښتنه ده.

زه دا نه وایم چې تاسې هره ورځ ځان سره وغږېږئ، خو دا منم چې ځینې وخت ځان سره وغږېږو او په لوړ غږ وغږېږو.

د ډيل کارنیګي له زمانې تراوسه، خوشبختانه ټکنالوجۍ پرمختګ کړی او پر دغه بهیر یو نوی اړخ هم ور زیات شوی دی.

  • لکه څنګه؟

غږ ثبتول ښيیم.

ځان سره خبرې قوي اغېز لري، خو که دا خبرې ثبت شي اغېز یې غبرګېږي. هر وخت چې راحت او ذهناً آرام وئ، خپلې خبرې ثبت کړئ او وروسته چې درباندي لټي زور کېده یا مو روحیه ټيټېده، نو دا خبرې بېرته اورئ.

د غږ ثبتولو خو یو اغېز لوړ دی او بله ګټه یې دا ده چې ځینې خلک ځان سره په لوړ غږ نه شي غږېدی، نو که ځان ته د ثبت آله کېږدي او خبرې ورته وکړي، نو دا کار یې هم آسانه کېږي.

زه پخپله دا کار کوم. سفر ته چې ځان غږ ثبتولو آله وړم. له هرې جلسې او سیمینار وروسته چې باید یو کار وکړم یا یو پلان ساز کړم، نو خپلې غوښتنې ثبت کوم. ځینې وخت یادښتونو اخیستو پر ځای مهمې خبرې ثبتوم. کوم کارونه چې باید کړي مې وی یا مې نه وی کړي. کومې تېروتنې مې چې کړې دي یا چې کوم اصول باید مراعت کړم، هغه ټول په غږ ثبتوم او د اړتیا پر وخت یې کاروم.

د ثبت شوي غږ بله ښېګڼه دا ده چې روحیه یې هېڅکله نه خرابېږي. ستاسې چې روحیه هر څومره خرابه وي، هر څومره چې ستړي یئ، بېرته خپلې ښې خبرې اورېدی او سپارښتني عملي کولای شئ. ثبت شوی غږ ستاسې خپل وي، هر یې کارولای شئ.

  • ثبت شوی غږ باید څومره وخت کې یو ځل واورېدل شي؟

هر وخت مو چې خوښه وي. که په کال کې یو ځل واورېدل شي، هم ښه ده، خو ځينې خلک یې هره ورځ اوري.

  • هره ورځ؟ ډېر نه دي؟

نه، که مرسته درسره کوي، ډېر نه دي. سېډ کاېسر مشهور ویاند و او ډېر کلونه یې خلک په ټلویزیوني خپرونو خوشاله کړي و. دی په ۱۹۷۹ کال کې ناڅاپه له صحنې ووت. نشو یې ژوند بربادوه. ځان ورته ملامته ښکارېده. پوهېده چې ټول ژوند او اعتبار یې د همدې نشو په پرېښودو پورې تړلی دی. خو دی هم د ډېرو نورو نشه یانو غوندې نه پوهېده چې که نشه پرېږدي، نو له نن ورځ یې باید پرېږدي. ده غږ ثبت کړ، هره ورځ به یې اورېده او په دې کار یې د نشو اوږدول پرېښودل. یو وخت یې چې په پاریس کې فلم جوړوه، زیاتره به یې خبرې کولې او غږ به یې ثبتاوه. خپل فکرونه به یې ویل، د نشه زیانونه به یې ویل او پر خپلو باطني تضادونو به یې بحث کاوه. سهار به چې له کوره وت او ماښام به چې بېرته ستنېده، خپل غږ به یې ثبتاوه او د شپې له ویده کېدو مخکې یې هم د کار کاوه.

دې کار ورته ګټه وکړه. حالت یې ښه شو او لکه څنګه چې په خپل کتاب (چېرې وم؟) کې وایي، اوس هم هره ورځ همدا طریقه کاروي.

دا هم ولولئ:   د جاذب او اغېزمن شخصيت (۱۵) ځانګړنې_ ذبيح اللّٰه رحماني

خپل غږ ثبتول او بېرته اورېدل ښايي لومړی هر چاته ګټور نه وي، خو زر به درته ګټور شي.

  • دا تاسې چې د غږ ثبتولو کومه طریقه کاروئ، که دا رښتیا هم ګټوره وي، نو له مخکې یوه پلان ته اړتیا ده، بې له دې خو نه شي؟

نه نه، که مو له مخکې ورته پلان جوړ کړ چې کومې خبرې به کوئ، ددې خبرو ارزښت ختمېږي. مه له مخکې یادښتونه اخلئ او مه یې په اړه فکر کوئ.

دا خبرې یوازې تاسې اورئ او وروسته یې پاکولای هم شئ. یوازې دومره په کار دي چې په یوه ګوښه ځای کې کېنئ، که ممکنه وه سترګې پټې کړئ او خبرې پيل کړئ. ځان سره وغږېږئ. څه چې غواړئ ويې وایئ. هر څه چې وي، په خوله یې راوړئ.

  • آسانه ښکاري، خو ځینو ته به ډېر زیات سخت وي. که د زړه خبرې کوو، نو ارواپوه یا اروادرملن ته باید وشي. ځان ته ثبتوونکي ته غږېدل سخت کار دی. موږ ته له ماشومتوبه ویل شوي چې غږېږو، نو اورېدونکی مو باید وي. خبرو اترو ته باید لږ تر لږه دوه تنه وي.

جالبه ده. د خپل احساس، پلان او نیت ویلو لپاره ارواپوه ته څه اړتیا ده؟ تاسې پوهېږئ چې په خفه یئ. هغه ښه په آسانه ویلی شئ. ځان ته دا تلقین وکړئ چې دا کار آسانه دی او ډېر ښه یې کولای شئ.

پام وکړئ. موخه مو د ارواپوهنې بې ارزښته کول نه دي. نه پر چا ملنډې وهل دي. هغوی سره ډېرې خبرې وي. زه په دې باور یم چې که په دې کتاب کې راغلې طریقې، د یوه انسان لټي ختمه نه کړي، نو هغه کس باید ارواپوه ته ورشي. تکړه او تجربه کار ارواپوه هغو سره ښه مرسته کولای شي چې مرستې ته یې اړتیا وي.

خو زیاتره ارواپوهان په دې وروستیو کې دې پایلې ته رسېدلي چې زیاتره خلک په لږې هڅېدنې د خپلې ستونزې حل موندلی شي. ډاکټر کارل راجرز له لوري د اروادرملنې بې لارښوده لارې چارې وړاندې کړي دي، په تېرو څو کلونو کې دغو لارو چارو ډېر باور موندلای دی. په دې طریقه کې ارواپوه یوازې هغه حالت رامنځته کوي چې ناروغ په کې خپله د زړه خبره وکړي او خپلو ستونزو ته حل لاره پيدا کړي. خو که څوک له ارواپوه پرته دا کار کولای شي، نو ښه نه ده؟ په یو ځل هڅې ارزي.

  • یعنې پيل باید له ځان ارزونې وشي؟

نه، انسان ځان ته ارزوئ. یوازې خپل چلند ارزوئ او دې ته هم پام کوئ چې موخه ارزونه، نه ده، موخه بدلون دی.

انسان چې ځان ارزوي، نو خپل تېر وخت ته رجوع  کوي. تېر وخت کې حتمن داسې یوه پېښه وي چې انسان ته د ګناه او پښېمانۍ احساس ورکوي، (مور، پلار، خور، ورور، استاد، بخت، اداره، رئیس، اقتصاد، نظام، هیواد …) حتی که دا ارزونه تصادفاً سمه هم وي، بیا هم چندانې ګټه نه لري. نو له ځان دا مو پوښتئ چې: (څه ستونزه لرم؟) یا (ولې داسې شوی یم؟) ددې پر ځای دا وپوښتئ چې: (خپل چلند څنګه بدلولای شم؟)

له دې طریقې یو مشهور او مجرب اروادرملن هم ګټه اخلي. د ارواشننې په لومړیو دورو کې، د فرويډ پیروانو تېر وخت ته ډېر ارزښت ورکاوه، خو زموږ د اوسني وخت زیاتره ارواپوهان او متخصصین اوسني وخت ته ډېر پام کوي. ډاکټر ویلیم ګلاسر، په خپل کتاب (واقعیت درملنه) کې وایي:

(دا چې ناروغ باید همدا اوس خپل مسوولیت واخلي، نو په دې خاطر اوسني وخت ته پام کوو. هو، تېر وخت د اوسني حالت په رامنځته کېدو کې ونډه لري، خو تېر وخت نه شو بدلولای، یوازې اوسنی وخت بدلولای شو. که ناروغ کېني، خپل تېر وخت ته وګوري او له تېروتنو عبرت واخلي، نو دا طریقه ډېره ګټوره نه ده، نو ښه دا ده چې کار ترې وانخیستل شي. تېر وخت ته رجوع انسان ته دا وایي چې دا کوم کار دې کړی دی، دا دې باید نه وی کړی. البته که څوک خپلو ملګرو یا کورنۍ سره د تېر وخت په تېروتنو غږېږي، دا ستونزه نه لري، خو له اروادرملن سره د تېر وخت خبرې، هسې وخت ضایع کول دي. اوسنی وخت ارزښت لري. تېرو غیرمسووله چلندونو ته ورتګ څه فایده، د هغې پر ځای له هغه مسوول کس سره مخ کېدل په کار دی چې دا کار یې له وسه دی. یعنې (مسوول کس) ته پام وکړئ.

دا هم ولولئ:   تېروتنه څه ته وايي؟ / سیال یوسفي

اصلي موضوع لټي ده. د تعریف له مخې، څوک چې کار ځنډوي، هغه غیرمسوولانه چلند کوي، کار سبا ته ځنډوي چې باید ویې نه ځنډوي. غیرمسوولانه چلند د ماشومتوب نښه ده او مسوولانه چلند د بلوغ نښه ده. غیرمسوولانه چلند دا دی چې انسان خپله ګناه پر بل بار کړي. مسوولانه چلند دا دی چې انسان تېر هېر کړي او له ځان دا پوښتنې وکړي چې: (اوس د خپل حالت ښه کولو لپاره څه کولای شم؟ خپلې موخې ته رسېدو لپاره څه کولای شم؟) زموږ وړاندیز شوې طریقه اصلاً له ځان همدا پوښتنې کول او د دې پوښتنو ځوابونه موندل دي.

  • د خبرو اترو یوه بله طریقه هم شته، خو تاسې نه ده ویلې. که د لیکلو، غږېدلو یا غږ ثبتولو پرځای، ملګرو سره خبرې وشي، څنګه ده؟

دا کار ګټور هم دی او ستونزې هم لري، خبره دا ده چې تاسې دا کار څنګه کوئ.

که له ملګرو هسې نصیحتونه ونه غواړئ او ددې پرځای ترې هغه لارې چارې وپوښتئ چې هغوی پرې خپله لټي ختمه کړې، نو بیا ښه ده.

که چاته ووایئ چې په دغه وخت دا کار کوئ، نو دا درکې د کار انګېزه پيدا کوي. که موږ خپلو ملګرو ته دا اقرار کوو چې یو اړین کار مې نه دی کړی، نو د پړې احساس کوو. ملګرو سره خبرې او خپل پلانونه ورته ویل ستاسې په انګېزې پورې اړه لري.

ځینې وخت له خپلو موخو او پلانونو ویلو دا غوره دي چې یو کس ستاسې د پرمختګونو راپور واوري.

  • مثلاً؟

رېچرډ نېلسن بولز په خپل کلاسیک کتاب (ستاسې پراشوټ کوم رنګ دی؟) کې یوې جالبې بېلګې ته اشاره کوي. موضوع دنده اخیستل یا دنده بدلول دي. دی وایي چې دنده پيدا کولو ډېرو خلکو ته سخت او بې خونده کار دی او زیاتره وخت ترې خلک ځان وباسي. دی وایي: که داسې حالت سره مخ شوئ، له خپلو ملګرو او خپلوانو مرسته وغواړئ. کوم کار چې کوئ، په هغې ورسره وغږېږئ، څومره وخت چې درنه نیسي، هغه ورته ووایئ. بیا بل وخت دې کس سره یوه نېټه وټاکئ، ورسره کېنئ او دا هم ورته ووایئ چې کار کې مو څومره پرمختګ کړی دی.

دا کار زیاتره ګټور وي. خو که له ملګرو دا نصیحتونه غواړئ چې تاسې د لټۍ د مخنیوي لپاره څه وکړئ، دا بیا چندانې ګټه نه کوي. که له چا پوښتنه وکړئ، زیاتره درسره یا خواخوږي کوي یا نصیحت کوي یا درته بې ګټې غږېږي. بله دا چې دغه طریقه نه یوازې ګټه نه لري، بلکې د لټۍ توجیه او دلایل لټوي.

بله ستونزه هم شته. تاسې چې پند او نصیحت غواړئ، نو احتمالاً ځان ته د ماتې زمینه هم برابروئ. د خپلو ځینو پرېکړو مسوولیت چې بل چاته پرېږدئ، نو په تاسې د کار د کېدو لپاره شته فشار کمېږي. ځکه تاسې د سپارښتنې او لارښوونې اړتیا هم هغه وخت ځنډوئ چې رښتیا ورته اړ یئ.

لنډه دا چې ملګرو سره د خبرو پروخت پر خپلو پلانونو وغږېږئ. د اړتیا پر وخت ترې د خپل پرمختګ په اړه نظر واخلئ، خو د پرېکړې کولو مسوولیت بل چاته مه سپارئ. تاسې په خپلو ستونزو او موخو تر بل هر چا ښه پوهېږئ او په دې هم ښه پوهېږئ چې موخو ته رسېدو لپاره څه کولای شئ. دا لرغونې وینا دریاده کړئ چې: (که مرستندویه لاس مو په کار وي، نو خپل لاس مو دی.)

  • پرځان باور ښه دی، خو له روحاني سرچینو مرسته اخیستل څنګه دي؟ مثلاً دین انسان ډېر فعالیت ته نه شي هڅولای؟

حتمن یې کوي. دین په هره دوره کې میلیاردونو کسانو سره مرسته کړې ده. د خپلې ارادې قوي کولو لپاره ذکر، لمونځ او دعا وکړئ. مخکې مو ملګرو سره د ژمنې خبره وکړه. که چېرې د خپل ملګري پر ځای خپل خالق ته ژمن شئ، نو د مسوولیت احساس به مو لا ډېر پياوړی شي.

1 Comment

  1. له خدمتونو مو نړۍ مننه تاسو ده ټولنې لپاره هغه څه کوي چې يوه ټولنه يې په هر ډول حالاتو کې د اړتيا تږی وي او ضرورت ورته لري، ستاسو د متنونو په لوستلو د انسانانو ژوند تغير کوي او د پرمختګ په لوري ګامونه پورته کوي، باور وکړئ چې که کوم متنونو چې ستاسو په وال خپرېږي که په سم ډول ولوستل شي او عمل پرې وشي نو تغيرات به يې په خپلو سترګو وويني.

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*