د لټۍ ارواپوهنه (ناچاپ کتاب) / پنځلسمه برخه

لیکوال: اډوېن سي. بلس / ژباړه: میراحمد یاد

  • خو په پرېکړو کې تادي ښه نه وي، ښه به دا نه وي چې ټولو مثبتو او منفي اړخونو ته یې پام وشي، ټولو شته حل لارو ته پام وکړو او بیا پرېکړه وکړو؟

د لویو پرېکړو په اړه ستاسې خبره سمه ده، خو کوچني ورځني کارونه باید زر وشي. پرېکړه باید وکړئ او سمدستي کار وکړئ او ورپسې بل کار پسې لاړ شئ. په ورځنیو چارو کې ډېر ځنډ ښه نه دی.

ناپيلیون هېل شل کاله د بریالیو او ناکامو خلکو خویونه او لیدلوري ارزولي وو، هغه په دې اړه یو نظر درلود: (په څو شتمو شوې څېړنې ښودلې چې دې ټولو د چټکو پرېکړو کولو وړتیا درلوده. دې خلکو به کړې پرېکړې زر نه بدلولې. د ټيټ عاید خاوندان هغه خلک وو چې چټکې پرېکړې یې نه شوې کولای او که به یې پرېکړې وکړې، هم زر به یې بدلولې.)

البته ټول خلک دې نظر سره موافق نه دي. د مدیریت مشهور متخصص پيټر ډراکر وایي: (په بریالیو مدیرانو کې هم داسې خلکو سره مخ شوی یم چې زر پرېکړې کوي او داسې خلک مې هم لیدلي چې په پرېکړو کې ځنډ کوي.) خو د پرېکړې بېلابېل اړخونه ارزول او زړه نا زړه او په پرېکړو کې ضعف سره توپير لري. کوم خلک چې پرېکړو کې ضعیفه او زړه نا زړه وي، هغوی که ټول اړین معلومات ولري، بیا هم پرېکړه نه شي کولای.

زما وړاندیز دا دی، که مهمه پرېکړه کوئ او هغه پرېکړه پر تاسې او نورو ډېر اغېز کوي، نو د اړتیا تر حده فکر او دقت وکړئ. فکر او ځنډ دوه جلا موضوعات دي، خو عادي پرېکړې چې کوئ، مثلاً دا اونۍ ملګري مېلمانه کړئ که نه، یا بله اونۍ څه پخوئ، يا څو تنه مېلمانه کوئ، په دې اړه یوازې لومړنیو حقایقو ته پام وکړئ او سمدستي کار پيل کړئ.

  • ځان سره د سختۍ کولو دا فلسفه له ننني ژوند سره ډېر اړخ نه لګوي.
دا هم ولولئ:   خاورې شه_ صفیه کوچۍ

نه داسې نه ده. زه دا نه منم چې نننۍ ټولنه دې د سمو چارو او چلندونو مخالفه وي. موږ په داسې ټولنه کې اوسېږو چې آسانتیا او سوکالي يې خوښېږي. په دې پېړۍ کې موږ له سختیو سره مبارزه کړې ده او دا په بشري تاریخ کې بې ساري وه. په مرکز ګرمۍ او د هوا پاکولو په آلو مو د خپل ژوند فضا کنترول کړې ده. د کمپيوټرونو او ماشینونو په کارولو مو خپلې ستونزې کمې کړي دي. دا مو زده کړي چې د درملو او نورو طبي لارو چارو په مرسته، له خفګان او عصبي فشار سره مبارزه وکړو. په اوزګار وخت کې رسنۍ ګورو.

دا ټول تقریباً ښه شیان دي، خو له بده مرغه ځينې خلک ترې بد برداشت کوي او پر دې باور دي چې د ژوند موخه ګني هلې ځلې نه کول او سختۍ نه تېرول دي. ټول تمرکز پر مصرف دی، تولید ه هېڅوک نه ګوري. د اوږدمهالو سوکالیو پرځای لنډمهالو خوښیو ته لیدل کېږي. وایو چې ټولې غوښتنې مو دې په خپل وخت پوره شي او هېڅ ستونزه دې راته پيدا نه شي.

خو ژوند داسې نه دی. لږ تر لږه ډېر خلک او خصوصاً د اوږدمهال لپاره داسې نه دي. بنجمین فرنکلین پر دې باور و چې: (بې درد او زحمته هېڅ ګټه نه ترلاسېږي.) او دا خبره اوس زموږ په زمانه کې هم د پخوا په څېر سمه ده. خپلو هیلو ته رسېدو لپاره باید بیه ورکړو، دغه بیه قرباني، سختۍ، درد او حتی ځورېدل غواړي.

البته موږ چې کومه بیه ورکوو، يوه برخه یې زموږ کار دی. زما په نظر جارج برناردشاو دا موضوع ښه تشریح کړې ده، ویلې یې دي: (په ځوانۍ کې به مې چې لس کاره کول، په نهو کې به ناکامېدم، خو ما ناکامي نه غوښته، نو لس چنده کار به مې کاوه.)

  • خبره به مو سمه وي، خو ډېره پخوانۍ ده.
دا هم ولولئ:   د ژوند وړې لارښوونې/ ژباړه سپین سهار (دريیمه برخه)

زړه به وي، خو فکر نه کوم چې بې ارزښته دې وي. دا رښتیا ده چې زموږ نیکونو پر زیار ویستو ډېر زیات باور درلود، خو له بده مرغه د افراط پر وړاندې غبرګون هم زیاتره وخت افراطي وي.

شپږم ګام اخیستل

اوس د رښتیاو شېبې ته را ورسېدو. زه تاسې ازمایم او دا فرصت هم درکوم چې خپل ځان تقویه کړئ او ځان درناوی لوړ کړئ. وبه ګورم چې څومره تکړه یئ.

مخکې مو څلور لیسته ساز کړي کړو. ښايي تر دې دمه مو څو ځنډېدلي کارونه کړي وي، خو لا هم ډېر زیات کارونه پراته دي. لږ وخت ورکړئ او لږ تر لږه هغه لیست تازه کړئ، ښه فکر وکړئ: نور داسې کارونه هم شته چې ستاسې لیست کې باید ځای شي؟ که وي دستي یې ورزیات کړئ.

اوس څلورواړه لیستونه خپلې مخې ته کېږدئ. کوم کارونه تر ټولو ډېر بې خونده دي؟ مهم کارونه نه ښييم او نه درته بېړني یا عاجل کارونه ښييم. خوندور کارونه هم پرېږدئ، هغه کارونه وټاکئ چې ستاسې ورته هېڅ زړه نه کېږي.

همدې کار سره یوه نښه وکړئ.

اوس ژوره ساه واخلئ، کتاب یوه څنګ ته کېدئ او کار پیل کړئ.

هو، همدا اوس دستي یې پیل یې کړئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*