په مدیریت کې Z تېوري (د جاپانیانو مدیریتي تیوري) / قیام صدیقي

لیکنه: قیام صدیقي

Z تیوري د جاپاني او امریکایي مدیریتي ځانګړتیاوو د ترکیب پایله ده.
دا یو حقیقت دی چې جاپانیان د خپل استعداد او امکاناتو په نسبت چې په واک کې یې لري، بریالي خلک دي، پر همدې بنسټ یې په مدیریت کې هم بریالۍ لارې مطرح کړې دي؛ د نورې نړۍ خلک په ځانګړي ډول امریکایان دې ته لیوال دي چې د جاپانیانو مدیریتي لارې مطالعه کړي او دا معلومه کړي چې جاپانیان کوم داسې توپیر لري چې دومره بریالي دي. کوم عوامل جاپانیان د بریالیتوب په لور رهنمایي کوي؟ آیا دا کلتور دی؟ چاپیریال دی؟ مدیریتي مهارتونه؟ د خلکو عقاید؟ او که د نورو ملتونو په نسبت د دوی سخت کار دی؟
په مدیریت کې Z تیوري ته په ۱۹۸۰ لسیزه کې د ډاکټر ویلیام اوچي لخوا پراختیا ورکړل شوه. دا نظریه د کارمندانو د مشارکت او د هغوی لپاره د یوې پایداره دندې رامنځته کولو له لارې د کارمندانو د وفادارۍ کچې په زیاتولو تمرکز کوي.
د Z تیوري شالید
د Z تیوري شالید خورا په زړه پوري دی ، ځکه چې په دې نظریه کې د امریکايي او جاپاني سوداګرۍ دودونه، کلتوري، اقتصادي او تاریخي اړخونو سره ګډ شوي دي. دلته پرې غږېږو:
کلتوري شرایط: د Z تیوري په داسې وخت کې راڅرګنده شوه کله چې جاپاني شرکتونو په نړیواله کچه د پام وړ بریالیتوب تجربه کولو، په ځانګړې توګه د موټرو او الکترونیکي وسایلو په صنعتونو کې، نو ځکه یاد بریالیتوبونه په لویدیځ کې د جاپاني مدیریت کړنلارو په اړه د لیوالتیا لامل شول. کلتوري شرایط خورا مهم دي؛ جاپاني ټولنه په یوځای والي، همغږۍ او ډله ییز مسؤلیت باندې ډیر ټینګار کوي، کوم چې د دوی د شرکتونو په مدیریتي سټایلونو د پام وړ اغیزه کړې ده.

دا هم ولولئ:   په افغانستان کې لوړ مالیات او منفي اقتصادي اغېزې یې / قیام صدیقي

اقتصادي پس منظر: په ۱۹۸۰ لسیزه کې د جاپان اقتصاد په چټکۍ سره د پراختیا په حال کې و، چې دې کار د امریکايي او اروپايي شرکتونو واکمني له ننګونو سره مخ کړه. دا چټکه اقتصادي وده تر یوې اندازې پورې د دوی ځانګړو مدیریتي روشونو ته منسوبېږي چې ممکن د مؤلدیت لوړوالي او د محصول په کیفیت کې د استثنایي ښه والي لامل کېږي.
له غربي کړنلارو سره پرتله کول: د Z تیوري څخه مخکې، د مدیریت ډېرې مطرح تیوريګانې د X تیوري او د مک ګریګور Y تیوري وه. په X تیوريکې داسې انګیرل کیدله چې کارمندان په طبیعي توګه سست دي او باید په جدي توګه نظارت شي، پداسې حال کې چې تیوري Y ډیر مثبت نظر وړاندې کوي، دا نظریه وایي چې کارمندان په طبیعي توګه باانګېزه دي او په خپلو دندو کې د بریا په لټه کې دي. Z تیوری د Y تیوری انکشاف یافته شکل دی، چې پر ډله ییز کار او د سازمان پر وفادارۍ چې، د جاپاني کلتور یوه ځانګړنه ده؛ ټینګار کوي.
د Z تیوري ځانګړتیاوې
مشترکه پریکړه کول: Z تیوري د هغو پریکړو ملاتړ کوي چې په مشترکه توګه ترسره کېږي. دا نظریه وایي چې د سازماني پرېکړو په کولو کې باید د سازمان د هر غړي نظر په پام کې ونیول شي. دلته موخه د ژمنتیا تضمین او د پریکړو کولو په پروسه کې د یووالي رامنځته کول دي.
اوږدمهاله استخدام: د Z تیوري تیوري یو مرکزي اړخ د کارمند لپاره د کاري خوندیتوب رامنځته کول دي. کارمندانو ته باید خوندې او اوږدمهاله دندې وړاندیز شي، چې دا کار په سازمان کې د وفادارۍ او له سازمان سره د کارمند د تړاو حس رامنځته کوي.
د کارمندانو هوساینې باندې قوي تمرکز: Z تیوري کارمندانو ته په هره اړخیزه پاملرنه ټینګار کوي. پدې برخه کې نه یوازې د کار په ساحه کې د کارمندانو هوساینې او رفاه ته پاملرنه باندې ټینګار کېږي بلکې د کورني ژوند او شخصي علایقو په شمول په ټولیزه توګه د هغوی هوساینې ته پاملرنه کېږي. ددې نظریي په عملي کولو سره سازمانونه ممکن پراخه رفاهي اسانتیاوې او د ملاتړ سیسټمونه چمتو کړي.
ټولیز مسؤلیت: دا تیوري د کارمندانو ترمنځ د ډله ایز مسؤلیت احساس هڅوي. د سازمان بریالیتوب او ناکامۍ ته د انفرادي هڅو د پایلو پر ځای د ډله ایزې پایلې په توګه لیدل کیږي.
د کنټرول نرم میکانیزمونه: د دې پرځای چې سازمان په سختو قواعدو او پالیسیو تکیه وکړي، دا تیوري د کلتوري نورمونو، ګډو ارزښتونو، او غیر رسمي ټولنیزو کنټرولي کړنلارو له لارې کنټرول ته وده ورکوي. دا کار د کارمندانو تر مینځ د ځان انضباط او دوه اړخیز نظارت چاپیریال رامینځته کوي.
ورو ارتقاء او ارزونه: دلته د فعالیت پرمختګ او ارزونه ورو ورو او د اوږدې مودې لپاره ترسره کیږي. دا طریقه له هغو سیسټمونو سره توپیر لري چیرې چې ارزونه په مکرر ډول ترسره کیږي او د کړنو پرمختګ په سرعت سره ارزول کېږي.
غیر رسمي او فرعي اړیکه: په Z تیوري کې ارتباط تر ډېره حده رسمي او ضمني دی. پیغامونه اکثرا د غیر رسمي وسایلو له لارې رسول کېږي، لکه پر مشترک درک او کلتوري نښانو باندې تکیه کېږي.
د شخصي او مسلکي ژوند ادغام: ډیری وختونه د یو کارمند د شخصي او مسلکي ژوند تر منځ لږ توپیر شتون لري. په Z تیوري کې سازمانونه په هغو فعالیتونو کې ګډون کوي چې د کارمندانو کورنۍ پکې شاملې وي او د کار ځای شاوخوا ټولنې رامینځته کړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*