په مدیریت د X او Y تیوري / قیام صدیقي

لیکنه: قیام صدیقي

په مدیریت کې د x او y تیوري د بشري منابعو یو له مهمو نظریو څخه ده. د یو کارمند او یا مدیر په توګه تاسو شاید فکر کړی وي چې:

کوم عامل/فکتورونه کارمندان هڅوي چې هر سهار کار ته لاړ شي؟

آیا کارمندان له خپل کار څخه راضي دي او په خپل کار ویاړي؟

آیا کارمندان یوازې د پیسو لپاره کار کوي؟

او…

د دې پوښتنو ځواب به د بشري منابعو مدیرانو سره مرسته وکړي چې د دوی د پرسونل اداره کولو لپاره مختلفې لارې غوره کړي.

په مدیریت کې د X او Y تیوري تعریف

په 1960 لسیزه کې، ټولنیز ارواپوه ډاګلاس مک ګریګور دوه مختلفې تیوریانې معرفي کړې چې دا یې وښودله چې څه ډول  د کارمندانو هڅونې په اړه د مدیرانو باور د هغوی په مدیریتي سبک اغېزه کوي. هغه خپل نظریات د X او Y دوه نظریو په چوکاټ کې معرفي کړل. د (XY) تیوري د انساني سرچینو مدیریت کې ډېر اهمیت لري.

په مدیریت کې X تیوري د اهدافو ترلاسه کولو لپاره د کارمندانو مادي او وسایلو اړخونو باندې ټینګار کوي. په مدیریت کېY  تیوري په سازماني وده کې د بشري اړخونو پر اهمیت ټینګار کوي.

کوم کارونه کارمندانو ته انګېزه ورکوي؟

XY تیوري هڅه کوي دا حقیقت وپیژني چې کوم عوامل کارمندان هڅوي. په مدیریت کې X  اوY  تیوري د لومړي ځل لپاره د مک ګریګوري لخوا (The Human Side of Enterprise) نومي کتاب کې مطرح شوه. په دې کتاب کې دوه مدیریتي میتودونو؛ استبدادي مدیریت (X نظریه) او مشارکتي مدیریت (Y نظریه) ته اشاره شوې ده.

البته وروسته څېړونکو د X او Y تیوریګانو پر بنسټ نورې تیوریانې (لکه Z تیوري)  مطرح کړې چې Z  تیوري د X او Y تیوریګانو ترکیب دی.

دا هم ولولئ:   د مدیریت له کتابونو څخه مدېریتي ټکي

که چیرې په یوه اداره کې کارمندان د خپلې  ورسپارل شوي دندې ترسره کولو ته تمایل نه لري  او د دوی انګیزه په ټیټه کچه وي احتمال لري مدیران یې استبدادي میتود څخه استفاده وکړي، مک ګریګور دې مدیریتي میتود ته X تیوري وایي. مګر که په یوه اداره کې، کارمندان په ویاړ سره خپلې دندې مخ ته وړي او مخ ته پرتو ستونزو پر حل لارو فکر کوي، په زیات احتمال سره  چې مدیران به یې  د مشارکتي مدیریتي میتود څخه ګټه واخلي. په داسې یو وضعیت کې مدیران په خپلو کارمندانو باور کوي او دوی ته د واک په سپارلو سره، مدیران  هڅه کوي چې د ورسپارل شوي دندې په ښه توګه ترسره کولو لپاره د کارمندانو انګېزه زیاته کړي. مک ګریګور یاد  مدیریتي سټایل Y نظریه بولي. دا باید په یاد ولرئ، د مدیرانو چلند به د ټیم غړو هڅولو کې د پام وړ اغیزه ولري. په مدیریت کې د X او Y  تیوري په مفهوم پوهیدل او د شرایطو سره سم د مناسب سټایل غوره کول د سازمان پر مؤلدیت  د پام وړ اغیزې لري.

X تیوري

په X تیوري وایي: مدیران د کارمندانو په اړه بدبینانه نظر لري او داسې انګېرل کیږي چې کارمندان په طبیعي توګه غیر محرک دي او د کار سره د علاقې نه درلودلو له امله خپلې دندې په سمه توګه نه ترسره کوي. په دې مدیریتي میتود کې تصور کېږي چې کارمندان:

1. د کار  څخه په تېښته دي؛

2. مسؤلیت نه مني او دوامداره لارښوونې ته اړتیا لري؛

دا هم ولولئ:   جنت ته پر لار دوزخي سفر

3. د دې لپاره چې کارونه په سمه توګه ترسره شي، دوی باید کنټرول شي او په زور او ګواښ سره خپلې دندې ترسره کړي؛

4. دوی په هر پړاو کې جدي څارنې ته اړتیا لري؛

5. دوی د کار کولو لپاره شخصي انګیزه یا لیوالتیا نلري. نو ځکه، مدیران باید د هڅونې لپاره جریمې یا انعامونو څخه استفاده وکړي.

د مک ګریګور په وینا، هغه سازمانونه چې د  X تیوري سره علاقه لري، یو سلسله مراتبي جوړښت لري او په څو کچو کې مدیران او څارونکي کارمندانو ته لارښوونه او له هغوی څخه  څارنه کوي. په دې مېتود کې  پر کارمندانو مستقیم کنټرول په متمرکز ډول ترسره کېږي او ډېر کم داسې لیدل کېږي چې کارمندانو ته دې اختیار ورکړل شي.

که څه هم نن ورځ په XY تیوري X  میتود کې تر ډېره د منلو وړ نه دی،  مګر دا نظریه په لویو سازمانونو کې کارول کیږي چې په مختلفو واحدونو کېډېر شمیر کارمندان په کار ګماري او تل د ورځني کارونو په ترسره کولو کې له محدودیتونو سره مخ دي.

Y تیوري

په XY تیوري کې هغه مدیران چې Y میتود غوره کوي د خپلو کارمندانو او لاس لاندې افرادو  په اړه خوشبینه لید لري او له غیر متمرکز او مشارکتي مدیریتي طرز څخه ګټه اخلي. د مدیرانو او کارمندانو ترمنځ د دوستۍ او همکارۍ اړیکه د دوی ترمنځ اعتماد او باور پیاوړی کوي.

د XY تیوري Y لیدلوري کې ؛ افراد  ډیر مسؤلیت مني او مدیران هم  دوی هڅوي چې د شغلي پرمختګ د مسیر پر بنسټ خپلو  مهارتونو ته پراختیا ورکړي. په  هغو سازمانونو کې چې دY   تیوري پر بنسټ وي، ارزونه په منظمه توګه ترسره کیږي او د شدید کنټرول پر ځای د مدیرانو او کارمندانو ترمنځ دوستانه اړیکې موجودې وي.

دا هم ولولئ:   ژرونالېزم نړیوال اُصول او اخلاق / محمدالله فرهاد

د Y تیوري پر بنسټ سازمانونه، خپلو کارمندانو ته د مسلکي  پرمختګ لپاره ډیر فرصتونه ورکوي. د مدیریت په دې سټایل کې، د کارمندانو په اړه لاندې انګېرنې (فرضیې) په پام کې نیول کیږي:

1. کارمندان باید د شخصي نوښتونو پر بنسټ ټاکل شوي دندې ترسره کړي؛

2. مدیران خپلو کارمندانو  ته په تصامیمو کې د دخالت اجازه ورکوي؛

3. د کارمندانو د ځان هڅونې په پیاوړي کولو سره، مدیران  د دوی د دندو بشپړولو کې ورسره مرسته کوي؛

4. په Y میتود کې کارمندان له خپل کار څخه خوند اخلي؛

5. لوړ مسؤلیت او لږې لارښوونې ته اړتیا د داسې کارمندانو ځانګړتیاوې دي؛

6. کارمندان د ننګونو سره علاقه لري او د ستونزې په  حل کې د خپل نوښت او تخیل له ځواک څخه ګټه اخلي؛

د X  او Y تیوري کې د Y نظریه په سازمانونو کې ډېر طرفداران لري. Y نظریه دا حقیقت بیانوي چې کارمندان د شغلي رضایت ترلاسه کولو لپاره له مادي امتیازاتو ور هاخوا نورو امتیازاتو ته هم اړتیا لري. مک ګریګور Y تیوري پر X تیوري غوره ګڼي، ځکه په Y نظریه کې سازماني انګېزه نه ځپل کېږي او لا تقویه کېږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*