زده کړې، ناهیلي او راتلونکی؛ تاسې ولې زده کړې کوئ؟

دا سمینار چې تشویقي بڼه یې لرله او ګډونوالو ته یې د خپل راتلونکي په هکله هیله مندي ورکړه، د لیکوال او ژباړن میر احمد یاد له خوا دالفلاح پوهنتون پنځه ګونو پوهنځیو سهار دورې محصلانو ته په آنلاین بڼه وړاندې شو.

IMG 8983

د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي رئیس شمس الهدا شمس محصلانو ته په وینا کې د زده کړو په ارزښت، اوسني وضعیت کې د خلکو پهناهیلۍ او راتلونکي لپاره د ځان جوړونې په هکله مقدماتي خبرې وکړې.

بیا ښاغلي یاد له محصلانو څخه د یوې پوښتنې په کولو سره چې ولې زده کړې کوي؟ «د پیسو ګټلو، دندې موندلو، شهرت ترلاسه کولو،ځان پېژندنې، تکامل او که انساني رسالت لپاره» سمینار پیل کړ.

نوموړي د سمینار په جریان کې په بېلا بېلو تشویقوونکو موضوعاتو «چې ته باسواده شې! ستا د ژوند کیسه به څه وي؟ په دنیا کې هیڅهم مفت نه دي! سبا چا لیدلی؟! څه کول غواړي؟! موږ ته د راتلونکي لپاره کوم مهارتونه په کار دي؟» له ګډونوالو سره بحث کړل، څو په هرډول شرایطو کې له خپل ټاکلو شویو موخو په شاه نه شي؛ بلکې هغو ته د رسېدو لپاره دې هغه لارې چارې تعقیب کړي چې مزل یېلنډولی شي.

IMG 8982

میر احمد یاد ګډونوالو ته په خطاب کې وویل، چې په عادي حالاتو او د امکاناتو په موجودیت کې هر څوک یو څه کولی شي، خو بریاليکسان بیا هغوی دي چې په سختو شرایطو کې یو څه وکړي چې په دې سره به یې خپلې موخې ترلاسه او نور به هم د خپلو اهدافو ترلاسهکولو لپاره لاس په کار شي.

دا هم ولولئ:   په ماشومانو کې د چلند ستونزې / عارف عظيمي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*