دسټيو جابز له خولې د برياليتوب ۴۲ درسونه / عزيز پردېس

ژباړه:محمد عزیز پردېس

سټيو جابز د ټکنالوژۍ يوه غوره څهره وه، چې نوم يې د نړۍ لسو غوره اغېز لرونکو څهرو ليست کې هم راغلی ؤ. جابز د اپل شرکت بنسټ ايښودونکی دی او هغه سړی ؤ، چې نړۍ يې د iPad – iPhone – iPod  او iMac  په نومونو پېژني.

 

دې ليکنه کې به تاسو د سټيو جابز هغه ۴۲ ويناوې وړاندې شي، چې د برياليتوب په اړه يې په ميراث پريښي دي.

 

پيل

 

۱- موږ يو اوږدمهاله او غوره ليدلوري سره پيل واخېست او هغه دا چې کار بايد په غوره کيفيت سره ترسره شي، ځکه په پيل کې د هر کار سم ترسره کول د هغه کار له بدې پايلې او ناکامه انجامه غوره ده.

 

۲- د موټرو تم ځای ته لاړم، موټر کې کښېناستم، غوښتل مې موټر چالان کړم، يو شېبه مې ځان سره فکر وکړ، چې که نن شپه مې د ژوند وروستۍ شپه وي؛ نو آيا غوره به وګڼم چې يوې سوداګريزې جلسې کې ګډون وکړم او يا هم دې آغلې سره آشنا شم؟ د پارکېنګ هغه اړخ ته لاړم او له هغې مې وپوښتل، آيا غواړې نن ماښام راسره ډوډۍ وخورې؟ هغې زما غوښتنه ومنله. موږ دواړو يوځای په قدم اخېستو سره د ښار په لورې حرکت وکړ او له همغه وخته سره يوځای يؤ. (خپلې مېرمنې لورانس سره ليدل، نيوزويک ټایمز/ ۱۹۹۷).

 

۳- زه خوش چانسه وم، ځکه ډېر متوجه شوم چې د مينې ژوند کې څه کاره يم.

 

سوداګري، کسب او کار

 

۴- تاسو نشئ کولی تل خپلو پېرودونکو دا وپوښتئ، چې څه غواړي او بيا هڅه وکړئ چې هغه ورته ورکړئ. ځکه تر هغو چې تاسو غواړئ هغه محصول توليد کړئ، هغوی نوي نور څه درنه غواړي.

 

۵- کيفيت له کميته مهم دی. يو ودان کلی له سلو ويجاړو ښارونو غوره دی.

 

۶- اپل شرکت ډېره پانګه لري. خو زما په اند د نه پاملرنې په صورت کې ښايي، ښايي، ښايي او ښايي له سقوط سره مخامخ شي او ومري.

 

۷- زما په اند له دې ستونزې نه د وتلو لار واړه کول او سوځول نه دي، بلکې نوښت او ابتکار دی، اپل شرکت په همدې کړنلارې سره خپل زرين پړاو ته ورسېد او بيا به هم په همدې کړنلارې سره زرين پړاو ته رسېږي.

 

۸- زما په نظر که تاسو يو کار ترسره کړئ او د کار پايله ډېره ښه وي، بايد د يو لوی کار د ترسره کولو لپاره لاس په کار شئ. نه دا چې ډېره موده پر همغه لومړني کار تېره کړئ. يوازې دومره بايد پوه شئ، چې راتلونکی کار کوم يو دی؟

 

۹- زما په نظر د يو شرکت جوړول رښتيا هم ستونزمن کار دی، همدرانګه د شرکت لپاره د غوره کارکوونکو استخدامول او کار ته د هغوی هڅول ترټولو غوره وړتيا ته ضرورت لري. هغه هم دا چې هيله مند واوسې او ذوق ولرې.

 

۱۰- زما اند خو دا دی، چې دا د يو غوره شرکت لپاره خورا ستونزمنه ده، چې وغواړي ټول کارونه ترسره کړي. ژوند پېچلی دی.

دا هم ولولئ:   د سعادت حسن منټو ویناوې

 

۱۱- زه د بازار او سهام په اړه فکر نه کوم. زه د خپل ځان په اړه او د خپل شرکت په اړه فکر کوم، چې وشو کولی د نړۍ ترټولو غوره کمپيوټرونه جوړ کړو او که ومو شو کولی چې دا کار وکړو، نو فکر کوم ستاسو د سهام ارزښت به هم لوړ شي.

 

۱۲- ډېری شرکتونو پرېکړه کړې، چې واړه شي او ښايي دا د هغوی لپاره يوه ښه پرېکړه وي. خو ما یو متفاوت لوری ټاکلی دی. زما باور دا دی که مونږ د غوره محصولاتو په ايښودو سره د پېرودونکو مخه ونيسو، نو هغوی به همداسې لاس په جېبونو کې وي.

 

۱۳- پېرودونکي يوازې هغه وخت نرخونه يا قيمتونه مناسبه ګڼي، چې رښتيا هم مناسبه وي. موږ هڅه کوو، چې د غلا پر وړاندې مبارزه وکړو. موږ کوښښ کوو، چې وګړي له غلا او غلطو لارو بهر کړو او هغوی ته ووايو، چې کولی شئ توکي په قانوني توګه او په مناسبو بيو واخلئ، خو که نرخونه له اندازې پورته لوړ کړئ، نو خلک به په غلا لاس پورې کړي او هغه وخت به ټول ضرر وکړي.

 

۱۴- که نن مې د خپلې څانګې يا حرفې په هکله لا ډېر څه زده وی، ښايي ځيني کارونه مې په مراتبو ښه ترسره کړي وی او پر ځای يې ښايي ځيني نور کارونه ډېر ناسم ترسره کړي وی. ښه نو څه؟ غوره ده چې په اوسني حال کې ژوند وکړو.

 

۱۵- که شل خښتې تاسو ته درکړم، کولی شئ چې ټولې د ځمکې پر مخ واچوئ او په دې توګه به د ځمکې پر مخ ۲۰ دانې خښتې ولرئ او يا هم کولی شئ چې دا شل خښتې يو پر بل کېږدئ او د يوه دېوال په جوړولو پيل وکړئ.

 

۱۶- مونږ هغه کسان استخداموو، چې غواړي د نړۍ غوره څيزونه يا توکي توليد کړي.

 

۱۷- هر هغه کار کې چې بوخت ياست، خپله وروستۍ هڅه وکړئ چې ويده نشئ! برياليتوب ځان سره برياليتوب راوړي، نو د هغې لپاره وږي واوسئ. داسې کسان استخدام کړئ چې د ښه او غوره والي لېواله واوسي.

 

۱۸- ممکنه ده، چې د نړۍ تر ټولو غوره محصول مو توليد کړی وي، خو په عين حال کې مو اضافي توکي يا زبالې هم توليدې کړې دي، له دې اضافي توکو او زبالو ځان وژغورئ.

 

رهبري او مديريت

 

۱۹- زما دنده اشخاصو ته اساني رامنځته کول نه، بلکې د هغوی ښه کول او يا په هغوی کې ښه‌والی رامنځته کول دي.

 

۲۰- زه برخلاف د برابرو پايلو، شديداً په برابرو فرصتونو باور لرم. زه په برابرو پايلو باور نلرم، ځکه له بده مرغه چې ژوند داسې نه دی، که داسې وی، نو نړۍ به په چورلټ ډول ستړې کوونکې او خسته کوونکې وه.

 

نوښت او ابتکار

 

۲۱- د يوه رهبر او پيرو د پرتلې وجه، د ابتکار يا نوښت لرل او نه لرل دي.

دا هم ولولئ:   د ژوند وړې لارښوونې/ ژباړه سپین سهار (څلورمه او وروستۍ برخه)

 

۲۳- هرڅومره چې له تجربو زموږ درک پراخ وي، نو غوره طرحه او برنامه به ولرو.

 

۲۴- د (څېړنيزې ډلې) لخوا د يو محصول طراحي کول خورا ستونزمن کار دی. ډېری وخت څو چې محصول خلکو ته ونه ښاياست، نپوهېږئ چې هغه غواړي او که نه.

 

۲۵- خلک فکر کوي، هرڅه چې دي همدغه د کار ظاهر دی. د بېلګې په ډول، يو موبايل طراحانو ته ورکړي او ورته ووايي، دا ښکلی کړئ. زموږ په اند دا طراحي نه ده او يوازې ظاهري بڼه مهمه نه ده، طراحي يعنې د وسيلې کاري کيفيت.

 

۲۶- موږ هڅه کوو چې ترټولو غوره محصولات خلکو ته توليد کړو او کم تر کمه دا شهامت لرو، چې خپل ځان محکوم کړو او د توليد په اړه ووايو، د کار دا برخه نشي کولی چې د وروستي يا نهايي محصول د د غوره توب سبب شي.

 

۲۷- هرڅه له حد او اندازې ډېر جدي مه نيسئ. که غواړئ د يو هنرمند په څېر ژوند کې خلاقيت ولرئ، بايد له حد او اندازې ډېر تېرو پېښو ته پاملرنه ونه کړئ. بايد هر هغه کار مو چې کړی وي او هرڅوک چې ياست، ويې ومنئ.

 

نور

 

۲۸- جاپان په زړه‌پورې هېواد دی. ځيني فکر کوي چې جاپانيان يوازې کاپي کوي، زه نور داسې فکر نه کوم. زما په اند هغوی خپل محصولاتو ته بياځلې نوښت ورکوي. هغوی هغه څه چې اختراع شوي دي اخلي او د هغو په هکله مطالعه کوي څو په بشپړ ډول يې درک کړي او کله ناکله له مخترعينو يې هم هغه په ښه ډول درک کوي او پېژني يې.

 

۲۹- خلک په ذاتي ډول خلاق او نوښت لرونکي دي. کله ناکله هغوی يو کار په يوې وسيلي يا آلې سره ترسره کوي چې وسيله جوړوونکی يې حتی په اړه فکر هم نه وي کړی.

 

۳۰- د نړۍ برخې برخې سره ډېرې نږدې شوي دي او دغه لړۍ به دوام لري.

البته د ټولو څيزونو لپاره د سکې بل مخ هم شتون لري. هر محصول ناغوښتونکي جانبي عوارض هم لري. ترټولو ويجاړوونکې ټکنالوژي مې چې تر دې دمه ليدلې ده، هغه تلويزون دی او تلويزون په ټکنالوژۍ کې يوه بشري معجزه ده.

 

۳۱- د نن ورځې يو ترټولو جالبو موضوعاتو انټرنېټ دی او په دوه دليلونو سره جالبه دی: لومړی دا چې هرچېرته شته او هر هغه څه چې هر چېرته وي جالب وي، دوم دا چې فکر نه کوم مايکروسافټ وشي کولی د وېب د تصرف او مالکيت لپاره لاره پيدا کړي. اختراعات او نوي څيزونه ورځ تربلې مخ په ډېرېدو دي او دا موضوع به داسې فضا رامنځته کړي چې نور به هلته د تورو ورېځو لپاره د حکمرانۍ ځای نه وي.

 

۳۲- کوم کارونه مو چې خپل ژوند کې ترسره کړي دي، که يوه کتنه ورته وکړئ؛ نو متوجه به شئ چې ټول هغه په خپل ځان کې د ډيموکراسۍ عنصر لري. وېب د نه باوروونکې ډيموکراسۍ يوه بشپړه بېلګه ده. انټرنېټ کې يو وړوکی شرکت د يو لوی شرکت سره کوم توپير او تفاوت نلري او د لويو شرکتونو په څېر د لاسرسي وړ وي. لوی شرکتونه ميلونونه ډالر د محصولاتو د توزيع کانالونو د رامنځ ته کولو لپاره لګوي او وېب به دا مالي غوره توب په بشپړ ډول خُنثی کړي.

دا هم ولولئ:   د کنفسیوس غوره ویناوې

 

۳۳- زموږ په نظر اصولاً کله چې تاسې غواړئ خپل مغز غلی يا خاموشه کړئ، نو تلويزون ته کښېنئ او کله چې وغواړئ خپل مغز روښانه کړئ نو د کمپيوټر کار پيلوئ.

 

۳۴- کمپيوټرونه او سافټويرونه به همداسې پرمختګ کوي او زموږ د يادګيرۍ په کړنلاره کې به انقلاب رامنځته کړي.

 

۳۵- هره ورځ به د کمپيوټر نوي نوي پرمختګونو سره مخ کېږئ او نن ورځ کمپيوټر د انسانانو د خدمت کوونکي په څېر دی. د کمپيوټرونو راتلونکی پوړ به د لارښود او مشاور بڼه ولري.

 

ژوند

 

۳۶- ژوند محدود دی، نو هغه د نقش په لوبولو مه ضايعو کوئ. اجازه مه ورکوئ چې د خلکو خبرې ستاسې د دننه غږ غلی کړي او ترټولو مهمه دا چې د خپل زړه د الهاماتو د ملاتړ شهامت ولرئ.

 

۳۷- که غواړئ د يو چا په اړه څه پوه شئ، نو يوازې همدا بسنه کوي چې د هغه د ژوند د اتل څوک دی.

 

۳۸- په ۳۳ کلنۍ کې مې له يو ميليون ډالرو ډېره شتمني درلوده، په ۳۴ کلنۍ کې مې ۱۰ ميليونه ډالر، په ۳۵ کلنۍ کې مې له ۱۰۰ ميليونو ډالرو ‌ډېره شتمني درلوده او ترټوله مهمه دا ده چې پيسې مې موخه او هدف نه ؤ.

 

۳۹- د لويو کارونو يوازينۍ لار دا ده چې د خپل مسلک سره مينه ولرئ او که تر اوسه مو هغه کار نه وي موندلی، نو پلټنې ته مو دوام ورکړئ. غلي مه کښېنئ.

 

۴۰- زه ډېر د خپل عمر په اړه فکر نه کوم. يوازې هرکله چې له خوبه پاڅېږم، نوې ورځ وي راته. د پرون په اړه په اړه فکر وکړئ او د سبا لپاره خيال پردازي وکړئ، خو نن ژوند وکړئ.

 

۴۱- زما شخصيت د سوداګرۍ او پيسو پورې تړاو نلري او زه مينه لرم چې داسې توکي توليد کړم چې د خلکو په درد وخوري.

 

۴۲- ما تل ويلي، که داسې ورځې راورسي چې نور ونشم کولی دنده او مسؤليت مې د اپل اجرايوي مدير په توګه ترسره کړم، نو لومړنی کس به واوسم چې دا موضوع تاسې ته درورسوم او له بده مرغه چې نن همدا ورځ رارسېدلې ده.

(د کارکوونکو لپاره يادښتApple / 2011  )

سټيو جابز يو له هغو کسانو ؤ، چې په خپلو باورونو او وړتياوو ډاډه ؤ، هغه خپل باورونه تعقيب کړل او نه يوازې دا چې خپله نړۍ يې جوړه کړه، بلکې د نورو نړۍ ته يې هم بدلون ورکړ. 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*