ژرونالېزم نړیوال اُصول او اخلاق / محمدالله فرهاد

ده موضوع ترتیب کونکی: محمدالله فرهاد

په نولسمه پیړۍ کې کله چې ژورنالېزم په غږیزه بڼه

رامنځته شو یعنې راډیو منځ ته راغله، د ژورنالېزم ډګر لاپراخ اوپه ټولنه کې محبوبیت پیداکړ، معنی دا چې عام و خاص خلکو ژورنالېزم تهلاس رسی پیدا کړ او د ژورنالېزم اعتبار په ټولنه کې زیات او په ژورنالیستانو د خلکو باورپه ډٻرٻدو شو.

دا محبوبیت د دې سبب شو چې د امریکا او یا نورو اروپایي ھېوادونو جاسوسان او استخباراتي کارکوونکې د ژرونالېزم نه په استفادېخپلو ادارو ته جاسوسي وکړي او معلومات راټول کړي، د جاسوسانو داکار دژورنالستانو ژوند د خطر سره مخ کړ او دھغوی اعتبار ته یيزیان واړاوه، د ژرونالېزم مخکښان او د ژورنالستیکو ادارو مسوولین په دې فکر کې شول چې څنګه وکولی شي،دژورنالیستانو ژوند خونديکړي او دژرونالېزم اعتبار له زیانه وژغوري، ھمدا وو چې دوی ، ژورنالیستکې ټولنی رامنځ ته کړې او د ټولنو له لارې یي ھڅه وکړه چې دژورنالیستانو ژوند او حقونه خوندي کړي.

دې ټولنو دژرونالېزم نړیوال اصول او ا خلاق وضعه کړل، چې ددې اصولو او اخلاقو په رعایت د ژورنالیستانو ژوند خوندي او حقونه یېاعاده شي،یعنې کله چې ژورنالیست له کومې ستونزې سره مخ کیږي ھغه دې ده ھمدې اصولو او اخلاقو په رڼا کې وڅیړي او د مسلکيژورنالیستانو او جاسوسانو توپیر وکړي،دوي ته کاري اسانتیاوي رامنځ ته شي.

اصول دژورنالېزم په ډګر کې ھر چېرته یو ډول وي خو اخلاق د ھرې ټولني دینې او ټولنیزو ارزښتونو ته په کتو فرق کوي.

اصول الزامي بڼه لري چې په سرغړونې سره یې ژورنالست د عدلي او قضایي تعقیب وړگرځي، خو د اخلاقو په نه مراعاتولو سره ملامتيده ، کوم الزامي بڼه نلري.

دا هم ولولئ:   په هلمند کې هوايي بریدونه؛ ۱۲۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اوس به لمړی ده ژورنالیزم نړیوال اوصول وڅیړو ورسته به یې په اخلاقو وغږیږو.

ده ژورنالیزم نړیوال اُصول:

١ــ رښتینولي: ژورنالیست باید رښتینی او رښتیا ویونکی واوسي، دروغ خپاره نه کړي،یعنې ھغه څه چې په رښتیا واقع شوي وي، رپوټکړي.

٢ــ توازن:په رپوټ کې باید توازن مراعات شوی وي.

۳انصاف: په رپوټ کې ده ښکیلو غاړو نظرونه باید یو ډول واخیستل شې.

۴ــ کره والی : خبریال باید خپل معلومات کره او ثقه کړي بیایي خپاره کړي.

۵ ــ بې پریتوب : خبریال باید تل بې پرې وي ،دیوې خوا ننګه هم ونکړي.

۶ــ دقت: کله چې خبریال معلومات راټولوي باید ډیر دقیق واوسي، ارقام، د اشخاصو نومونه، موقفونه او دپیښې څرنګوالی په دقیق ډولخپاره کړي.

۷ــ دحریم درناوی: یعنې خلک د خبریالانو سره د مرکې پرمھال اف د ریکارډ خبرې کوي چې ھغه دنشر لپاره نه وي، نو خبریال باید هغهخبري نشر نه کړي.

۸ده حقایقو معلومول: خبریال باید ده حقایقو په لټه کې شې ننګونکې پوښتني وشي او یا که موضوع ورته سمه نښکاري له نورو منابعودې هم وپلټي ترڅو حقیقت ته ځان ورسوي.

۹ــ د پټو خبري سرچینوخوندیتوب: د یوې ادارې د کارونو په اړه تاسې ھغه مھال ریپورټ برابروی چې وپوھیږی نیمګړتیاشته، که داستونزې او نیمګړتیاوې تاسوته ھغه څوک ووایي چې دویلو صلاحیت یي نه لري،ټیټ رتبه کارکونکې وي ،خو حقایق ورته معلوم وي،دغسېخلک نسبت چارواکو ته

واقعیتونه وایه، ده دغو سرچینو هویت پټ ساتل پر تاسې لازمي ده.

۱۰ــ دچا دشخصیت سپکاوي نه کول: دا ماده یوازې نړیوال اصل نه بلکې درسنیود قانون ماده ھم ده،ژورنالیست حق نه لري،دچادشخصیت سپکاوي وکړي،یاورته سپکې سپورې ووایي.

دا هم ولولئ:   پاکستاني ډاکټر څنګه د ښځينه ډاکټرانو او نرسانو لوڅې ویډیوګانې کولې؟

۱۱دندې ته پر وخت حاضریدل

۱۲غونډو او کنفرانسونو کې ده نوبت مراعتول.

۱۳ــ ژورنالیستیک اخلاق: ھماغسې چې مخکې وویل شول، اخلاق الزامي بڼه نه لري بلکې په نه مراعات سره یي ژورنالیست ملامتیږي اوځان د ستونزوسره مخ کوي،نو ځکه یو کامیاب

ژورنالیست تل ھڅه کوي چې ژورنالیستیک اخلاق مراعت کړي. ژورنالیستان باید تل د نړیوالو ژورنالیستیکو اصولو او ټولنیزو اخلاقو پابنداو مراعات کوونکي واوسي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*