جنت ته پر لار دوزخي سفر

لیکوال: سیال یوسفي

هغوی چې په قاچاقي لارو له هیواده بهر تګ ته اراده کړې، تېر شئ ترې، همدا اوس ترې تېر شئ!

خو دوی به وایي چې بدیل یې څه دی؟ وطن کې کار نشته، راتلونکی او د سر تضمین نشته نو د نه تګ بدیل څه دی؟ څه وکړو.. ته بله حللار راوښایه!

زموږ خو همدا یو ځواب دی او وي به چې روزي ورکوونکی الله ج دی او ټوک مړۍ به هر ځای پیدا شي! خو ویریږم چې په دې خبره به یېقناعت حاصل نشم کړای.

خو زه به نه په بدیلونو وغږیږم او نه به چاته نصیحتونه وکړم، بس څو مثالونه به درته ووایم او یا هغوی چې پر دغه جهنمي لار یې مزل کړیاو بیرته یې کیسه کړې، څو کیسې به یې درته راوړم، که فکر مو خدای وکړه واوړي.

زما نږدې ملګری دی، د کابل له ښوونې او روزنې ګډ فارغ شو خو هغه له پښتو ادبیاتو او زه له انګریزي.. له فراغت وروسته یې خپل کسبکاوه خو همیش به یې ماته زړه خوړ چې کاش مې تحصیل پکار راشي او چیرته دنده وکړم، څو به دې خوار کسب ته ناست یم، ما داتحصیل ددې لپاره کړی؟ ما به ډاډ ورکاوه چې خیر حوصله ساته هر څه به وشي خو کلونه تېر شول، له لسګونو درخواستونو وروسته یېهم دنده و نه مونده، او کسب یې نور زړه پوخ کړی و، سر یې دوبۍ ته ورسید خو کار و بار خوند ور نه کړ.

بله ورځ خبر شوم چې له پولې ایران ته اوړي او په دې خوني لار یې مزل پیل کړی.. خو خبرې مې ورسره وشوې او نور یې اراده نهایيوه.

دا هم ولولئ:   په هلمند کې هوايي بریدونه؛ ۱۲۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

هغه به راته د لارې بیلابیلې ویډیوګانې او عکسونه راستول چې کله به ځنګله کې پراته وو، کله د غرونو څوکو کې روان او کله په یوه خونهکې کابو سل کسان د څو ساعتونو لپاره.. خو تهران ته په رسیدو سره پولیسو نیولی و او له پولې یې را اړولی و.

زه یې له (ډیپورټ) وروسته لیدو ته ورغلم! (چې له مرګ ژغورل شوی وي نو دا د ډیپورټ کلمه هم څومره خوږه لګیږي) بل تللی ملګری یې لانه و راستون شوی، ویل یې زنداني دی او د ایران/ترکیې پولیس ترې پیسې غواړي چې په بدل کې یې خوشې کړي. هغه راته ویل؛ له دېځایه چې قاچاقبر روان کړو په یوه کرولا کې یې له لسو زیات ځای کړي و چې کله به دومره تنګ شو چې نور به مو ساه ختله خو قاچاقبرته مو هیڅ نشو ویلی، ځکه له پولې له اوښتو سره له خپله واکه او اختیار وځې او نور نه خوراک، نه خوب، نه ارام او نه پاڅیده کیناستهپخپله خوښه کولای شې.. حتی خبرې او چوپتیا دې هم او خندا او ژړا دې هم د بل له واکه ده.

ویل یې لار کې به داسې ځای راغی چې له تریخ شماله به مو غوږونه پردي شول، بدن به مو لړزې ونیوه او غړي به مو بې حسه شول.. بلبه داسې ځای راغی چې له ډیرې تودوخې او ګرمۍ به اړ شو چې خپل کالي څه چې د بدن پوټکی وغورځوو.. په ځنګلونو کې مو نهارېشپې وکړې خو د لوږې حس به مو له داړوونکو حیواناتو ډار ته هیڅ و. شپې به مو ویره کې رڼې کړې.

دا هم ولولئ:   ټولنیز ساینس او پرمختګ / خیال شینواری

ویل یې د ایران یوه اطرافي سیمې ته قاچاقبر یوړلو چې یوه خونه کې یې څه کم سل تنه راټول کړو او د ګواښ په بڼه یې راته وویل چېدلته به غږیږئ هم نه، زموږ له منځه یو کس له خونې ووت، وروسته راته څرګنده شوه چې هغه د قاچاقبر څوک خپل و خو تر اوسه یې موږپر ځان نه و پوه کړي. هلته راته یوه کس چې تر ترکیی تللی و او اوس بیرته ایران ته رالیږدول شوی و کیسه کوله چې لاس او پښه یې دترکي پولیسو له لوري په برمه سوري شوي دي، لاس او پښه یې لا بنداژ وو خو ټینګار یې کاوه چې بیا هم ترکیې ته ځي! “موږ څه کلکخلک یو یا پر ځان څومره بې رحمه”.

وایي یوه بل راته کیسه کړه چې د ایران او ترکیې پر پوله یوه سیمه کې د ځمکې لاندې د تونل لار ده خو هاغاړه ترکي سرحدي پولیس دتونل خوله کې ګزمې ته راووځي او کله کله خو چې راپور ور رسیدلی وي نو ټوله شپه ناست وي.. وایي یوه ورځ تازه څو افغان کډوال لهتونل ووتل او دغو ترکي سرحدي پولیسو ونیول او په ګونډو یې کړل، یوه ته یې داسې لغته پر څټ ورکړه چې ویل یې ما پخپلو سترګو ولیدلچې د سترګو ګاټي یې راووتل او مخې ته پر ځمکه ترې وغورځیدل!

داسې د لسګونو افغان ځوانانو/ کورنیو لسګونه مرګونې او زړه بوږنوونکې کیسې دي خو بیا هم روان دي، ځان مرګ ته ورکوي خو کور نهکیني. ملګری مې وایي موږ جنت ته پر لاره دوزخي سفر کاوه، او ددې تمه کمه وه چې جنت ته دې ورسیږو خو ددې احتمال ډیر زیات وچې په دې دوزخ کې دې وسوځوو او د جنت هوس مو له یوه دوزخه بل ته ورسوي خو جنت نه دلته او نه ابدي دنیا کې و ګورو!

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*