په صنعت کې د ښځو د ونډې زیاتیدل په څه مانا دي؟ / قیام صدیقي

لیکنه: قیام صدیقي

شاه عباس له خپل وزیر څخه وپوښتل: “سږ کال د هیواد اقتصادي وضعیت څنګه دی؟” وزیر وویل: “الحمدلله سږ کال د هیواد اقتصادي وضعیت دومره ښه دی چې ټول موچیان د کعبې زیارت کولو ته لاړل!”

شاه عباس وویل: ناپوهه! که د خلکو مالي حالت ښه و نو بوټان جوړونکي باید مکې ته ولاړ وای، نه موچیان. موچیانو خو ځکه د حج کولو توان پیداکړی چې خلک بوټان نه شي اخیستلی، باید ترمیم یې کړي.

د یو شاخص په تحلیل کې باید مختلف اړخونه وڅیړل شي. ځینې ​​​​وختونه د شاخص ناڅاپي ښه والی په سیسټم کې د سرطان وده او عدم توازن په ګوته کوي.
د دویچه ویلي په پښتو پاڼه مې ولوستل : “د تېرکال په پرتله د پانګې اچونې برخه کې د ښځو ونډه ۶۶ سلنه زياته شوې ده. د سوداګرۍ وزارت وايي چې په ټول هېواد کې اته زره ښځې په سوداګرۍ او پانګي اچونې بوختې دي”
دلته په صنعت کې د ښځو د ونډې زیاتیدل د ښځو د ژوند ښه والي او کار په برخه کې یو ګمراه کوونکی شاخص دی، ځکه ښځې په دولتي، خصوصي او نړیوالو ادارو او سازمانونو کې یا له کار کولو منع شوي او یا پرې د کار ساحه محدوده شوې، نو مجبوره دي چې په ډېر کم امتیاز د صنعت په برخه کې کار وکړي. په ټوله کې د صنعت په برخه کې د ښځو د ونډې زیاتیدل د عام تعبیر خلاف د ښځو د بد وضعیت ښودونکی دی.

 

دا هم ولولئ:   غواړې چې بریالی شې؟

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*