د حج د مناسکو ادا کولو ګام په ګام لارښود

  څوک چې د حج نیت لري او په دې سپېڅلي سفر روانېږي، دا به ورسره ډېره مرسته وکړي.

لومړی د حج په ډولونو غږېږو:

(۱). حج تمتّع: دا هغه حالت دی چې لومړی عمره او ورپسې فرضي حج وشي. یعنې یو ځل احرام د عمرې لپاره وتړل شي، بیا پرانیستل شي او بیا دویم ځل د فرضي حج لپاره وتړل شي. په دې ډول حج او عمره دواړه د حج په مبارکو ورځو کې راځي او د پېغمبر (ص) د سپارښتنې له مخې دا د حج بهترینه بڼه ده. (زیاتره خلک چې له لرې وطنونو حج ته ځي، تمتّع حج کوي.) ‌

(۲). حج افراد یا مفرد: دا د حج هغه ډول دی چې یوازې فرضي حج وشي، خو عمره ورسره ونه شي، یعنې یوازې د فرضي حج لپاره احرام وتړل شي.

(۳). حج قِران: په دې حج کې حاجي یو ځل احرام تړي او بیا په کې حج او عمره دواړه یو ځای کوي.

که تاسې تمتًع یا قران حج انتخابوئ، نو بیا باید قرباني هم وکړئ.
د حج لپاره مهمې یادونې

• خپل ټول پورونه خلاص کړئ.
• د خپلو ټولو تېرو ګناهونو بښنه وغواړئ.
• وصیت ولیکئ.
د حج او عمرې د مناسکو ګام په ګام لارښوونه

اول: نیت

د حج لپاره خپل سفر په نیت پيل کړئ، دا نیت باید د زړه له اخلاصه او خاص د الله (ج) د رضا، بښنې او رحمت لپاره وي. خپل نیت په دغه دعا ویلو پيل کړئ او ووایئ چې «اللَّهُمَّ إِنِّي أُرِيدُ الْحَجَّ فَيَسِّرْهُ لِي، و َتَقَبَّلْهُ مِنِّي.» (ترجمه: ای الله زه د حج نیت کوم، نو زما لپاره یې اسانه کړه او زما څخه یې قبول کړه.)

دویم: احرام تړل

میقات هغه ساحې ته ویل کېږي چې د حج او عمرې عمل ترې پيل کېږي. میقات ته چې حاجي ننوځي باید چې غُسل یې کړی وي او احرام یې تړلی وي. که تاسې په الوتکه کې سفر کوئ او مستقیم په هماغه پرواز کې میقات ته دننه کېږئ، نو له پرواز مخکې باید احرام وتړئ، که په لاره کې له میقات مخکې دمه لرئ، د دمې پر وخت غُسل کولای او احرام تړلی شئ.

دا هم ولولئ:   افغانستان د اوبو اقتصادي ارزښت / فضل شینواری

سړي باید دوه سپینې ټوټې چې ګنډل شوې نه وي یوه د لونګ په توګه تاوه کړي او یوه له اوږو تاوه کړي. له احرام تړلو وړاندې باید نوکان او وېښته لنډ شي، ځکه وروسته یې د احرام پر مهال اجازه نه وي. ښځې د اسلامي اصولو په رعایتولو هر ډول لباس اغوستی شي. سُنت طریقه دا ده چې له احرام تړلو وروسته دوه رکاته سُنت لمونځ وشي او په لوړ غږ د حج د نیت په توګه وویل شي: «لَبَّيْكَ اللَّهُمَّ لَبَّيْكَ، لَبَّيْكَ لاَ شَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكَ، إِنَّ الْحَمْدَ، وَالنِّعْمَةَ، لَكَ وَالْمُلْكَ، لاَ شَرِيكَ لَكَ.»
(ترجمه: زه حاضر [تابع] یم، الله زه حاضر یم، زه حاضر یم ستا هېڅ شریک نشته، ټول صفتونه تا لره دي، ټول نعمتونه او پاچاهي تا لره ده او ستا هېڅ شریک نشته.)

درېیم: طواف قدوم

دا مکې مکرمې ته په رسېدو لومړی طواف دی. دې ته د ننوتو طواف «طواف التحیه» هم وايي. طواف د حجر السود له څنډې پیل کېږي او د ساعت د عقبرې خلاف یعنې له ښي څخه چپ اړخ ته ۷ دورې پوره کېږي. په درېیو لومړنیو طوافونو کې باید د نارینه و چپه اوږه لوڅه وي او ښځې باید خپل حجاب مراعت کړي.

څلورم: سعې (د صفا او مروه ترمنځ مزل)

د طواف له خلاصېدو وروسته باید سعې لپاره د صفا او مروا غونډیو خوا ته لاړ شئ. له صفا باید پیل وکړئ او ۷ دورې باید پوره کړئ. سعې په صفا پیل کېږي او مروه ختمېږي. نارینه باید په لاره کې شنو څراغونوته په رسېدو تېز مزل وکړي او ښځې دې متوسط ګامونه واخلي.

دا هم ولولئ:   تاریخ : فتحه او ماته / ډاکتر مبارک علي

پنځم: حلق یا تکثر (سر خرییل)

له سعې وروسته وروسته نارینه باید د سر وېښته وخريي او ښځېنه باید د خپلو وېښتو لږه څوکه پرې کړي.
له دې سره عمره پای ته رسېږي، تاسې باید بېرته احرام پرانیزئ او آرام لپاره خپل استوګنځای ته لاړ شئ. له دې وروسته تاسې د فرضي حج د مراسمو تر پیل کېدو وخت لرئ، هره ورځ مسجد الحرام ته تللی او نفلي لمونځونه او طوافونه کولای شئ.
د عمرې پای

د فرضي حج د مناسکو پیل

اول ګام: منا ته تګ

فرضي حج د عرفې «د ذی الحجهه په ۸مه» ورځ پیل کېږي. په دې ورځ باید بیا له خپلې کوټې یا استوګنځایه احرام وتړل شي او منا ته باید لاړ شئ.

دویم ګام: عرفات

د ورځې باید د عرفات میدان ته لاړ شئ، ورځ تېره کړئ، عبادت او ذکر وکړئ. خطبه واورئ او جمعه وکړئ.

درېیم ګام: مزدلفه

د ماښام له لمر پرېواته وروسته له عرفات نه د مزدلفه په طرف روان شئ او شپه باید په مزدلفه کې تېره کړئ. دلته باید د جمراتو (شيطانانو) د ویشتلو لپاره واړه کاڼي را ټول کړئ.

څلورم ګام: جمرات (شیطانان) ویشتل

له مزدلفې چې بېرته راستنېږئ، د جمراتو د ویشتلو مراسم پیل کېږي. دا یاد ساتئ چې د جمراتو څلي (منارونه) درې دي.
اول، جمرات العقبه نومېږي (چې لویه شیطان هم بلل کېږي) لومړی دا ویشتل کېږي. دا باید ۷ کاڼي وویشتل شي او د هر کاڼي ویشتلو سره باید (الله اکبر) وویل شي.
ورپسې دوه نور دي چې (جمرات الوسطی) او (جمرات الاولی) نومېږي، په همدې طریقه هر یو ۷ کاڼي ویشتل کېږي.

پنځم ګام: قرباني

له جمراتو ویشتلو وروسته د ابراهیم علیه السلام د سُنت په توګه قرباني کېږي. د دې لپاره عموماً وري یا پسونه موجود وي او ځينې خلک څو کسان په ګډه اوښ کې هم د قربانۍ برخه نیسي. دا په تاسې پورې اړه لري چې په خپل لاس قرباني کوئ او که بل چاته یې واک ورکوئ چې ستاسې پر ځای قرباني وکړي.

دا هم ولولئ:   ‎اتل که د بېځايه باورونو غلام؟_ منتشر شاهي

شپږم ګام: حلق یا تکثر (سر خرییل)

له قربانۍ وروسته باید سر وخرییل شي، ځينې علما وايي که ویښته کم شي هم سمه ده.

اووم ګام: طواف افاضة

له سر خرییولو وروسته بیا طواف کېږي چې طواف (افاضة) بلل کېږي. دا طواف هم لکه د لومړي طواف ترسره کېږي.

اتم ګام: سعې (صفا او مروه)

له طواف افاضة وروسته بیا د صفا او مروه ترمنځ سعې کېږي، دا هم هغسې ترسره کېږي لکه په لومړیو کې چې وویل شول.

د حج تکمیل

له سعې سره حج مکملېږي. له دې وروسته احرام پرانیزئ او استراحت وکړئ، که په مکه مکرمه کې نورې ورځې پاتې کېږئ، نفلي طوافونه کولای شئ.

جمرات ویشتل

جمرات درې ورځې ویشتل کېږي، ځینې خلک د حج له تکمیل وروسته بیا هم د جمراتو ویشتلو لپاره ځي، که څوک بیا ځي، دا ځل ورته د احرام تړل شرط نه دی.

طواف الوداع

دا له مکې مکرمې وتلو نه مخکې وروستی طواف دی، ضرور نه ده چې دا طواف دې د رخصت په نیت وشي، که چېرې تاسې له مکې مکرمې روانېږئ، ستاسې وروستی طواف د رخصت طواف بلل کېږي.

د مسجد نبوي زیارت

د مسجد نبوي زیارت د فرضي حج یا عمرې برخه نه ده، خو د ثواب لپاره او له رسول ‌الله (ص) سره د مینې او احترام په خاطر مدینې منورې ته ورتلل ضرور دي. په مدینه منوره کې خاص مراسم نه وي، تاسې یوازې د رسول الله (ص) د روضې زیارت ته ځئ، په ځینو تاریخي ځایونو ګرځېږئ او خپل عبادت کوئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*