د متحده عربي اماراتو پر وړندې د FATF تازه پریکړه

لیکوال: اسدمبارز

د مالي کړنو د څار اداره (FATF) په 1989 میلادي کال د G-7 هیوادونو د غونډې د پرېکړې له مخې په پاریس کې رامنځته شو، د یادېادارې رامنځته کولو موخه د هیوادونو د مالي کړنو څارل دي تر څو یقیني کړي چې مالي کړنې خو د تروریستانو یا هم د انسانیت ضدحلقاتو لاسونو ته نه لوېږي او یا هم د تورو پیسو وینځلو کړنې خو په یاد هېواد کې نه ترسره کېږي.

یاده اداره اوسمهال 39 نړیوال او دایمي غړي هیوادونه لري چې د یو هیواد په خړ (Gray) یا تور(Black) لیست کې شاملولو لپاره د رأیاچونې پر بنیاد پرېکړې کوي. هر لیست ځان سره خپل شرایط او بندیزونه لري، د بیلګې په ډول تور لیست چې ایران او شمالي کوریا پکېشامل دي؛ له جهاني بانک او IMF څخه قرض نه شي اخیستلی او همدارنګه په خړ لیست هیواد کې بهرنۍ پانګونه کمېږي، صادرات یېکمېږي او له جهاني بانک او IMF څخه قرض اخیستل یې هم ډیر ستونزمن کېږي، د بیلګې په ډول په 2019 کال کې پاکستان له IMF څخه 6 میلیارده ډالره قرض غوښتل چې د IMF ادارې یو شرط د FATF شرایط عملي کول وو.

تېره ورځ غونډه کې په لومړي ځل متحده عربي امارات هم خړلیست کې اضافه شو؛ ماته د اماراتو نوم د یادې ادارې په خړ لیست کېاضافه کیدل بیخي حیرانونکي ښکاري، اماراتو هم ومنله چې د تورو پیسو سپینؤلو ځینې کړنې ترسره کېږي خو مخه به یې ونیسي او ترهر څه لومړۍ یې په شرکت خلاصولو دولتي مالیه (Corporate Tax) پیل کړل. د ټیکس نشتون له وجې ډیرو غربي او آسیایي کمپنیوهڅه کوله خپلې تورې پیسې په اماراتو کې سپینې کړي.

دا هم ولولئ:   بې روزګاري، لاملونه او پر هیواد یې اغېزې | خیال شینواری

سیاسي اړخ

پر ټويټر مې د اقتصاد اړوند ځینو خبریالانو ټویټونه هم ولوستل؛ ډیر یې په دې باور دي چې امارات له امریکا سره په ځینو برخو کې یو څهفاصله اخیستې ځکه د FATF  په خړ لیست کې ولوېدل؛ د بیلګې په ډول یې د امریکا سره د F-35 جیټ الوتکو تړون لغو کول او له چینسره کول وو، بل دلیل یې د چین ژمني المپیک د پرانیستې مراسمو کې د ابوظبي د شهزاده شیخ محمد بن زاید ګډون یادوي او له دې ټولوورهاخوا د اوکراین او روسیې جنګ کې د روسیې ملاتړ یادوي چې امریکا او غربي هیوادونه یې په دې وادار کړل چې د FATF په خړلیست کې یې واچوي.

له دې ورهاخوا د اوکراین پر سر امریکا پر روسیې ډیر اقتصادي بندیزونه لګولي دي؛ روسیې بانکونه یې له سږیفټ سیسټم څخه قطعکړل، تازه یې ماسټرکارټ او ویزه کارټ خدمات پرې بند کړل او ورته نور ډیر بندیزونه.

داسې ښکاري چې امریکا د غربي هیوادونو سره په ګډه هڅه کوي تر څو روسیه د FATF له غړیتوب څخه هم وباسي، که چیرې داسېوشي نو د FATF پر بې پریتوب به خلک شکمن شي او لرې به نه وي چې د روسیې، چین، ترکیې، پاکستان، ایران، شمالي کوریا اومتحده عربي امارات په ګډه د FATF پر وړاندې یو بلاک جوړ کړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*