غواړې چې بریالی شې؟

لیکوال:نایب خان

نو لاندې اووه لارښوونې مو په خپل اضافي وخت کې ترسره کړئ:
که چېرته غواړې متشبث شې نو ته به شاید دې ته پام کړی وي، چې په خپل کارځای کې دې څومره وخت مصرف کړی دی، د یو متشبث په توګه باید د کم ارزښته تولید پرځای، باارزښته تولید ولرې.

1. تمرین کول:
تمرین کول ستا د فزیکي روغتیا ترڅنګ روحي وړتیا هم پیاوړې کولی شي. څېړنو ښودلې، هغه کسان چې په دوامداره توګه په اونۍ کې پنځه ځلې د دیرشو دقېقو تمرین وکړي تر نورو د غوره روحي ارامتیا ترڅنګ لوړه حوصله هم پیدا کوي. دغه ډول تمرین د خلاقيت او مثبت فکر په لوړولو او د ذهني فشار په له منځه وړلو کې هم رغنده رول لوبوي.
دوامداره تمرینات دې چټک او هڅانده روږدی کوي او خپلو ورځنیو چارو ته دې په ښه توګه چمتو کوي.
2. سرګرمي:
ایا په دې خبر پوهيږې، چې د نړۍ اکثره بریالي انسانان په خپل ژوند کې د خپلې خوښي وړ کارونو ته وخت ورکوي او په ډېر دقت او خوند سره یې ترسره کوي؟
دا ځکه چې سرګرمي د شخصي ژوند یوه برخه ده، چې هر کس یې په مختلفه بڼه او طریقې سره ترسره کوي.
که په خپل ژوند کې هره ورځ له 5-10 دقیقو خپل وخت سرګرمۍ (د خپلې خوښې وړ کارونو) ته ځانګړی کړې ت، په رواني لحاظ به ډېر خوشحاله او روغ و اوسې او د دې ترڅنګ دې د خلاق فکر کولو ځواک هم پیاوړی کوي.

3. زده کړه:
بریا یعنې له زده کړو سره مینه درلودل دي.
که چېرته ته غواړې چې له زده کړو سره دې مینه بې سرحده شي، نو نوي څه زده کړه. ځیني وکړي د ژبو له زده کړي سره علاقه لري، ځینې هغې یې بیا له ټیکنالوجي سره علاقه لري، ځینې نور بیا د خپل مسلک مطابق هغه څه زده کول غواړي، چې له دوی سره د خپل مسلکي ژوند اړوند مرسته وکړي.
پرلیکه (انلاین) روزنیز و معلوماتي ویب سایټونه، چې د مختلفو موضوعاتو اړوند د خوښي وړ مطالب خپروي، ستاله زده کړه اییز جریان سره ډېره مرسته کولی شي او ته دا بهانه نشې کولی، چې نوی څیز به ورنه زده نشئ کړای.

دا هم ولولئ:   ذهني ستړیا يا (mental fatigue) څنګه له منځه یوسو؟

4. دقت (هوښیاري):
حتمن یو دلیل شته چې یوګا (د بدني او روحي ارامتیا په هدف ترسره کېږي) نن ورځ یو له خورا مشهور روغتیایی کړنو څخه ګڼل کېږي.
دقت مو هوسا او ارام ساتي، تولید ته مو وده ورکوي، خلاقیت رامنځته کوي او ستاسو عمومي هوساینه ساتي.
دقیق اوسېدل مو د ژوند پر لویه لاره د بریا سفر ډېر نږدې کولی شي.

5. خدمات وړاندې کول:
که چېرته تاخپل لیدلوری ورک کړی وي او دا درته ډېره لویه ستونزه وي، نو د یو فرصت د ترلاسه کولو په لټه کې شه او په ډېره کمه اندازه خدمات وړاندې کړه. دا چاره در سره مرسته کوي ترڅو د خپلې کمپنۍ او تولیداتو د معیار کچه لوړه وساتې او ټولنې ته مو د کمپنۍ مثبت تصویر وړاندې کړئ. د دې ترڅنګ تاسو سره مرسته کوي ترڅو خپل تجارت نور هم ګړندی کړئ.
د لیدلوري د معلومولو دا غوره لاره بلل کېږي ترڅو تاسو خپل ذهني فشار کم کړئ او مخته پرتې ستونزې له منځه یوسئ.
6. لوستل:
د بډایه فکر او ذهنیت ترلاسه کولو لپاره اړینه دا ده چې په دوامداره توګه زده کړي وکړو.
زده کړي له هرڅه څخه ترلاسه کېدلی شي، که تاسو د سوداګرۍ پر بنسټ د ځان مرستې کتاب مطالعه کول غواړﺉ، یا د بریالیو شخصیتونو ژوند لیکونه د مطالعې لپاره ټاکئ، مختلف شمېر علمي او ادبي کتابونه لولئ او یا په یوه تخصصي برخه کې ځانګړي کتابونه مطالعه کړئ.
همدا راز زده کړې ستاسو فکر پراخوي، خلاقیت مو لوړوي، په کار کې ستاسو د فکر پروسو ته وده ورکوي او تاسو ته اجازه درکوي چې د اوږدې ورځې وروسته خپل ذهني ـ فشار کم کړئ.

دا هم ولولئ:   مورنۍ ژبه / لقمان لایق

7. کورنۍ:
ستا د بریا عمده لامل ستا کورنۍ کېدای شي، یوځل وقفه واخله و خپله پاملرنه هغه چاته وقف کړه چې تاسو یې ډېر خوښوﺉ (مینه ورسره لرئ). د اونۍ په جریان کې دری څلور ساعته وخت ورته وقف کړئ، د هغو کارونو په اړوند فکر کول بند کړئ، چې په کار ځای کې پېښېږي او په کور کې له اوسېدو څخه خوند واخلئ.
سالم، خوښ او ګټور خلک په دې پوهیږي چې د خپلو عزیزانو سره وقفه کول دوی هوښیار ساتي، ځکه چې دوی د بریا زینې ته پورته کیږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*