مېرمن ګلنار بېګم

ټولوونکې: پاکیزه ارزو

مېرمن ګلنار بېګم

د پښتو موسیقي د سندرې روح

____

ارواښاده مېرمن ګلنار بېګم د کنړسیند د شور او ترنم په غېږه کې په ۱۹۴۲ زېږدیز کال د ګل محمد په کاله کې وزېږېده او نوم یې « شیرینه» پرې کېښوده. څه موده وروسته ګل محمد له ماشومې شیرینې سره د پښتونخوا شهباز ګړی سیمې ته کډه وکړه. ماشومه شیرینه ( ګلنار بېګم) د پښتونخوا په بنو کې نالوستې لویه شوه خو؛ د نالوستي عیب یې د جادوګر غږ اثر ډب نه کړ او پښتو موسیقي ته یې په خپل خوږ غږ د سندرو سمندر وروبښلو.

مېرمن ګلنار بېګم له ماشومتوبه سندرو ویلو سره علاقه درلوده، لس کلنه وه چې د کور او کلی په ودونو کې به یې سندرې ویلې، د دې ښکلې غږ د سور او تال اوازه ورو ورو شاخوا کلیو ته او ورپسې د پېښور راډیو ستدیوګانو ته ورسېده او دا مهین غږ لکه د جنت وږم په پښتنه ټولنه خپور شو.

نری باران دی پاس تیرا یې وروینه

ژورې کرمې ته نصیب راوړې یمه…

د پښتو ژبې نامتو شاعر او لیکوال ښاغلی غازي سیال چې ګلنار بېګم ته یې سندرې لیکلې د هغې د سندرو د پیل په هکله په یوې مرکې کې وویل:« د بنو مشهوره فنکاره « ګوهر بېګم» ګلنار بېګم ته ویلی و زه به تا راډیو ته وړم. وروسته ګوهر بېګم هغه خپل ورور ته واده کړه او د خپل کور له انګړ یې پښتو موسیقي ته دا نایاب غمی ډالۍ کړ، د پښتو مشهور موسیقاررفیق علي دهقان بنو ته راغی او د هغې سندره یې ثبت کړه، سندره له رادیو خپره شوه او ګلنار بېګم د سندرو پیل وشو. ما به هغې ته سندرې لیکلې، تلفظ ښه نه و ما به د تلفظ په جوړولو کې مرسته ورسره کوله، ما ګلنار بېګم ته سندره ورکړه او هغې ماته شهرت راکړ».

دا هم ولولئ:   ‏‎میرمن ښاپېرۍ نغمه / سندره غاړې او شاعره

همدارنګه مېرمن ګلنار بېګم په خپلې یوې مرکې کې د موسیقي ډګر ته د خپل راتګ کیسه کوي: « نه واده وم او نه پېغله وم، یعنې دولس یا دریالس کلنه به وم، ما به په ودونو کې له شوقه سندرې ویلې، مشرانو ښځو به نورو سندرمارو پیغلو ته ویل، تاسې چوپ شئ ګلنار دېر ښه غږ لري، پرېږدئ دا سندرې ووایي. همداسې وخت تېرېده او زه په بنو کې واده شوم. یوه ورځ مې لېور راغی چې د رادیو پېښور پروډیسران راغلی دي، هغوی وايي، چې د ښکلې غږ لرونکی ښځې موږ ته را وپېژنئ، موږ یې غږ ثبتوو، ستا خو له سندرو سره شوق دی، مخ پټ کړه او خپل غږ دې هغوی ته واوره وه. ګلنار بېګم وایي، ما هغوی ته سندرې وویلې چې یوه پکې د نری باران دی… سندره هم وه. د پېښور راډیو پروډیسرانو راته وویل، ستا دېر ښکلی غږ دی او له هغه څخه وروسته زما سندرې له رادیو خپرې شوې او په رادیو کې زما د سندرو ویلو سلسه شروع شوه».

  نری باران دی پاس تیرا یې وروینه…

هغه مشهوره او ښاېسته سندره ده چې ګلنار بېګم یې د شهرت لوړو ته اوچته کړه او دا سندره د لر او بر وطن د ښځو د زړه اواز شو. د ګلنار بېګم د شهرت او ښکلو سندرو سفر پسې اوږدېده او سندرې یې د پښتو فلم ستېجونو ته ورسېدې. پښتو فلم ښکلې پلی بک( د پردې تر شا) سندرغاړې ومونده او پخواني پښتو فلمونه د ګلنار بېګم جلا او جوړه سندرو شهرت ته ورسوله. هر فلم به د ګلنارې د خواږه غږ یوه سندره حتمن لرله او د هغې سندرې له پاره به فلم هم ډېر لېدونکي درلوده.

دا هم ولولئ:   شاعره، ليکواله او کره کتونکې ډاکټره کبرا حبیب مظهري

لاړه شه پېښور ته کمیس تور ماله راوړه

تازه تازه ګلونه درې څلور ماله راوړه…

د مېرمن ګلنار بېګم په مشهورو سندرو کې ډېره مشهوره د« لاړه شه پېښور ته کمیس تور ماله راوړه …» سندره هم ده چې له تېرو ۶۰ کلونو راهیسې یې خپل شهرت لا هم ساتلی او دا سندره ډېرو نویو سندرغاړو په بدله بڼه له نوې موسیقي سره بار بار ویلې ده او د دې ښکلې سندرې ترنم اوس هم لکه د پخوا په څېر د موسیقي خوښوونکو روح ته سکون وربښي.

مېرمن ګلنار بېګم د پښتنو په سخت دریځې پښتنې دودیزې ټولنې کې خپل اواز چوپ نه کړ او په زړورتوب یې د خپل هنر غږ اوچت وساتل خو په پښتنه ټولنه د تپل شویو ناوړو دودنو له امله مجبوره وه چې پټ مخ وګرځي. هغې د مخ پټولو او حجاب په هکله ویلي و: « د خسرګنۍ مې نه خوښېده چې زه دې لوڅ مخ وګرځم یا په تلویزون کې ښکاره شم، ما هغوی سره ومنله او د عمر تر پایه لوڅ مخ رادیو ته نه ولاړم».

مېرمن ګلنار بېګم سره له دې چې په سندرو ویلو کې د کورنۍ ملاتړ درلوده خو بیا هم د پښتنې ټولنې له وګړو خفه وه، د هغې په شپږو اولادونو کې درې لوڼې او درې زامن دي خو، یوه یې هم سندرې ونه وویلې. ښاغلي سیال د ګلنار بېګم شخصي ژوند هکله په یوې راډیو مرکې وویل:« د ګلنار بېګم یوې لور ډېر ښکلی غږ درلوده خو ګلنار بېګم نه غوښتل اولادونه یې سندرې ووایي، هغې ماته وویلې و، ماته ته به د ډمې غږ کېده او دا درد یوازې ما وزغمل، نغواړم اولادونه مې سندرې ووایي او د ډمې یا ډم کلیمه واوري».

د ښاغلي سیال په خبرو د ګلنار بېګم هنر چې څومره لوړ و پښتنو یې هغسې قدر ونه کړ او آن هغه د خپل وصیت په مطابق په هغه هدیره کې لا خښه نه شوه چې دې ځانته خوښه کړې وه، خلکو نه غوښتل دا دې د خپلې خوښې په ځمکه کې خښه وي ځګه هغه هدیره د عامو خلکو له پاره وه.

دا هم ولولئ:   انارشي: د ختیځ هند سوداګریز شرکت( کمپني)، د شرکت لخوا تاوتریخوالی، او د یوې امپراتورۍ لوټ.

مېرمن ګلنار بېګم سره له دې چې له ټولنې ځورېدلې وه خو روڼ اندې او متمدن پښتنانه د هغې د سندرو او هنر قدر کوي او هنر ته یې د درناوی په دود ښاغلي غازی سیال « د سندرې روح» په نوم کتاب پرې ولیکل. همدارنګه هغې ته د موسیقي په برخه د پاکستان مرکزی حکومت لخوا د«تمغه امتیاز» رسمي مډال هم ورکړل شوی دی.

روح به مې له تنه وي وتلی چې راځې

جوړ به وي په ما د خاورو څلی چې راځې

ارواښادې مېرمن ګلنار بېګم د موسیقي په ۳۰ کلن سفر کې فلمي او غیر فلمي سندرې وویلې چې شمېر یې زرګونو سندرو ته رسېږي، له مړینې ۳۰ کاله وروسته یې غږ لکه د پخوا په څېر ژوندی دی او اوسني ځوان سندرغاړې یې سندرې له نوې موسیقی سره بیا بیا نوي کوي.

د پښتو موسیقي د سندرې د روح سپېڅلی غږ د ۱۹۹۵ ز کال د سېپتمبر په ۳۰ مه نېټه د ابد له پاره چوپ شو خو د سندرو د ترنم ازانګې یې لا هم د فاني نړۍ په هره څنډه کې سا اخلي.

د پښتو د سندرې روح دې ښاد وي!

____

ماخذونه:

!ـ د ګلنار بېګم مرکه، یوتیوب

۲ـ د ګلنار بېګم ژوند او سندرې، سندرې جادوګرې خپرونه، مشال راډیو

____

تاسې د ګلناربېګم له کومو سندرو خاطرې لرئ؟

#دافغان_ښځوژوندلیکونه

#اغیزناکې_څیرې

#اتم_مارچ

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر مننه

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*