شاعره، ليکواله او کره کتونکې ډاکټره کبرا حبیب مظهري

راټولوونکې: ملالۍ مصور

ډاکټره کبرا حبیب مظهري  شاعره ، لیکواله او کره کتونکې وه او ډېر شمېر کتابونه په پښتو، دري او انګلیسي ژبه لیکلي دي  چې ځینې يې چاپ او ځینې یې لا هم ناچاپه پاتې دي.

اغلې کبرا په ۱۳۵۰ ل کال کې د لايي لېسې څخه فارغه شوې او د دارلمعلمین له فارغت څخه وروسته د لوړو زده کړو له پاره هند ته لاړه.

په اتلس کلنۍ کې يي د ننګرهار  د ولس په غوښتنه او په مشوره په ۱۳۴۴ ل کال کې ملي شورا ته کاندیده شوه. که څه هم په ټاکنو کې بریالۍ شوه خو د عمر له د کموالي‌ له امله شورا ته ونه منل شوه.

کبرا مظهري ‌د افغانستان د علومو اکاډمي غړې وه، ډېرې څېړنې يي وکړی او زيات څيړنيز اثار يي وليکه.

اغلي مظهري د شاعري او لیکوالي تر څرنګ په مطبوعاتو کې هم فعاله وه. د علومو اکاډمي د «زیري» مجلې غړې او د پوهنې وزارت د عرفان مجلې مسووله مدیره هم وه. کبرا شاعره او له هغو لومړنیو ښځينه ليکوالو  ده چې په پښتو ژبه یې لنډه کیسې ولیکلې.

نوموړې په افغانستان کې  د عالي دارالمعلمین کورسونه په بریالیتوب  پای ته ورسول او د هند په ډیلي کې یې د جامعه میله اسلامیه پوهنتون د ماسټرۍ (MA)  پرواګرام لپاره  د بورډ یا د کانکور  ازموینې څخه ورسته همدې  پوهنتون  ته ومنل شوه او بیا یې  له نوموړي پوهنتون څخه د ماسټري بریلیک واخيسته .

تر دې وروسته یې د مافوق ماسټري (M.Phil ) زده کړې د جواهر لال نهرو په  پوهنتون کې بشپړې کړي او په ۱۹۹۲ز کال  کې ي دا دوره زدکړی هم بشپړې کړې.

دا هم ولولئ:   ملالۍ کاکړ د کندهار د ښځینه پولیسو مشره

د مافوق ماسټري د ډیپلوم د ترلاسه کولو ورسته  یې د دوکتورا (ph.D) تکل وکړ او په ۱۹۹۷ کال کې يې د جواهر لعل نهرو پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځي، نه د ادبي  کره کتنې په برخه کې خپله دوکتورا ترلاسه کړه. شاعر او سياست وال ارواښاد اجمل خټک چې د دې په شعري ټولګه د « زړه وینې» باندې يې سریزه کښلې، لیکي « کبرا په رښتوني‌ معنی شاعره ده. دې په خپلو شعرونو کې د ښځو غږ او لیدلوري ته ډېر پام کاوه».

په افغانستان کې د کبرا مظهري  ګڼ شمېر کتابونه چاپ شوي، ځینې یې دا دي:

1. برېښنا د لنډو کيسو ټولګه

2. سپوږمۍ (ناول)

3. د زړه وینې- شعري ټولګه

4. لمبې-شعري ټولګه

5. توپاني څپې-شعري ټولګه

6. منزلونه او ټکرونه- شعري ټولګه

7. څو څېړنې- د لیکوالې د بېلابېلو څېړنو ټولګه چې په ملي  او نړیوالو سیمینارونو  او کنفرانسوانو کې لوستلړشوي دي.

8. پښتنې لیکوالې او شاعرانې- په دوه ټوکو  کې خپره شوې.

9. په پښتنې فرهنګ کې د ښځو د ژوند انعکاس- څېړنيز اثر

10. زنده ګي و اشعار استاد خلیلي-  د استاد خلیل الله خلیلي ژوندلیک

ماخذ:

د زړه وینې، د کبرا مظهري شعري ټولګه

او د پیوستون کمیونټي

#دافغان_ښځوژوندلیکونه

#اغېزناکې_څیرې

#اتم_مارچ

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر مننه

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*