ملالۍ کاکړ د کندهار د ښځینه پولیسو مشره

راټولوونکې: وږمه

ملالۍ کاکړ د کندهار د ښځینه پولیسو مشره

____

ملال کاکړ په ۱۹۶۷ز کال کې زېږیدلې وه. د ملالۍ پلار او ورورڼه پوځي افسران و او دې هم په ۱۵ کلنۍ کې پوځي تمرینونه پیل کړل.

ملالۍ کاکړ لومړنۍ ښځه وه چې د کندهار د پولیسو له اکاډمي څخه فارغه شوه، او ورپسې د کندهار د پولیسو په ریاست کې څیړونکې شوه. ملالۍ کاکړ په خپلې یوې مرکې کې ویلي چې پلار یې په دې د افغانستان د میوند د جنګ د اتلې «ملالۍ» نوم ایښی دی. دا د ډګروالۍ رتبې ته ورسېده او په کندهار کې د ښځو پر وړاندې د جرایمو د مبارزې د ریاست مشره وه. د ط البانو له لومړي ځل واکمنېدو سره دا هم د ډېرو نورو افغان میرمنو غوندې په کور شوه. وروسته پاکستان ته مهاجره شوه او په ۲۰۰۱ز کال کې بېرته افغانستان ته راستنه شوه. دې په ډېرو سختو شرایطو کې بېرته خپلې پخوانۍ دندې ته مخه کړه. په ۲۰۰۱ز کال کې دا په کندهار کې یوازینۍ پولیسه وه. دې په هغه وخت کې نه یوازې دا چې د ښځو د برخې ټولې جنايي چارې پر مخ وړلې بلکې د ښځینه زندان مسووله هم وه. له دې وروسته د ښځینه پولیسو شمېر ډېر شو چې په ۲۰۲۱ز کال کې زرګونو افغان میرمنو له پوځ سره په بېلابېلو برخو کې کار کاوه. په داسې سخت دریځې ټولنه کې ښځو ته اسانه نه وه چې پوځ او پولیسو ته راشي خو د ملالۍ کاکړ غوندې تکړه افغان ښځو په بیا، بیا ثابته کړې چې په هر ډګر کې به د وطن لپاره درېږي. ملالۍ کاکړ واده کړی و او شپږ ماشومان یې لرل، خو سره له دې یې هم دنده په ټوله انژري مخته وړله. دې کار یې د ټولنې هغه ذهنیت بدلاوه چې ښځې کله میندې شي او د ماشومانو روزنه ورپه غاړه شي بیا نشي کولی دندې بخصوص پوځي دندې ترسره وکړي. دې دا وښودله چې ښځه هم مور کیدلی شي او هم په پوځ کې د وطن خدمت کولی شي. ملالۍ کاکړ د سپټمبر په ۲۸مه په ۲۰۰۸ز کال کې چې کله خپلې دندې ته روانه وه په ډزو شهیده شوه.

دا هم ولولئ:   سیاستواله، استاده او د ښځو د حقوقو لومړنۍ فعاله څوک وه؟

روح دې ښاد وي.

____

#دافغان_ښځوژوندلیکونه

#اغیزناکې_څیرې

#اتم_مارچ

#8march

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر مننه

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*