له مطالعې مخکې باید یو څو مهم ټکي په نظر کې ونیول شي / احمد طارق خلیلي

لیکنه: احمد طارق خلیلي

۱- ورځنی تقسیم اوقات درلودل:

تر هر څه مخکې باید د ځان لپاره یو تقسیم اوقات ولرئ، ځکه نقسیم اوقات درلودل اړین دي؛ که تفسیم اوقات نه وي نو نه شو کولای چې ورځني کارونه په صحي/منظم ډول پر مخ بوځو، دا چې تقسیم اوقات درلودل اړین دي؛ نو په اسانۍ سره کولای شو ورځني کارونه مخته بوځو؛ نو تر هر څه دمخه تقسیم اوقات/ پلان درلودل مهم دی.

۲- په کوم ډول ځای (چاپېریال) کې مطالعه وکړو؟

دلته د آنسانانو خویونه له یو بل سره فرق لري او په څو برخو ویشل شوي دي؛ ځکه هر یو یې جلا جلا ځایونو کې مطالعه کول خوښوي.

الف: ځینې زده کوونکي په آرامه فضا کې ښه مطالعه کوي.

ب: ځینې زده کوونکي په مجلس کې هم مطالعه او درس زده کولای شي.

ج: ځینې بیا داسې زده کوونکي هم شته چې ګوشکي په غوږونو کې ږدي او خپله مطالعه مخته بیایي او ښه یې زده کوي.

د: ځینې داسې محصلین هم شته چې کله قدم وهي نو ښه مطالعه کوي او درس یې هم ښه یادیږي.

۲- کوم ډول کتابونه مطالعه کړو؟

دلته هم هر یو جلا جلا خوي خصلت لري.

تر هر څه مخکې باید آسلامي کتابونه مطالعه کړو، که هر څومره مطالعه وکړو خو که د اسلام باره کې مالومات ونه لرو دا به بیا هسې د وخت ضایع وي، خو په آسلامیاتو کې باید ښه مطالعه ولرئ، دا چې څوک درنه پوښتنه وکړي او سمدستي ځواب وکړئ، دا هم منم چې آنسان نیمګړی دی، خو حت الوسعه (تر خپله وسعې) پورې کوښښ په کار دی چې زده یې کړو.

دا هم ولولئ:   ځوان او ټولنه _سیف الله صدیقي

د ځېنو ناولونه ډېر خوښ دي او کولای شي چې ناول تر بل هر کتاب ناول ښه مطالعه کړي.

ځینې بیا همغه د خپل مکتب/پوهنتون کتابونه مطالعه کوي نورو کتابونو ته خاصه توجه نه کوي؛ خو! بهتره دا ده چې په خپل مسلک کې پراخه مطالعه وکړي.

ځینې بیا داسې دي چې هر کتاب مطالعه کوي، مثلاً: آسلامي، ناول، د پوهنتون/مکتب او داسې نور کتابونه.

۳- مطالعه د څه لپاره (آهمیت) یې څه دی؟

د مطالعې ګټې ډېرې زیاتې دي که موږ هر څومره د مطالعې د ګټو په اړه ولیکو بیا هم کم دي.

که تاسې په خپل چاپېریال کې هغه وګړي چې مطالعه کوي او هغه چې مطالعه نه کوي، سره پرتله کړئ نو د مطالعې ارزښت به درته معلوم شي؛ ځینې کسان چې تعلیم هم لري، منظم ښونځی او پوهنتون یې هم لوستی وي، خو په خپل مسلک کې دومره وړتیا نه لري لکه هغه شخص چې پراخه مطالعه یې کړي وي، او د خپلې شخصي مطالعې پر مټ یې ځان تر یو ځایه رسولی وي، دا کسان شاید له پوهنتون څخه هم فارغ نه وي خو وړتیاوې یې د هغه فارغو کسانو په نسبت ډېرې زیاتې دي چې مطالعې ته یې شا کړې ده.

مطالعه د دې لپاره وکړئ چې مالومات او ورسره مو په څنګ کې د ژبې فصاحت او بلاغت زیات شي، د دې لپاره مطالعه وکړئ چې څنګه مقابل شخص در څخه (متأثره) شي، او هم څنګه کولای شئ چې مقابل چې د خپل فصاحت او بلاخت له وجهې تاثیر لاندې راولئ.

په ټوله کې ویلی شو هغه څوک چې منظم پلان لري هغه کولای شي په ډېرې آسانۍ سره خپلو ورځنیو کارونو او ورسره خپله مطالعه پر مخ بوځي؛ همدغه شخص کولای شي چې په راتلونکي کې د خپل ځان، کورنۍ او هېواد لپاره لاسته راوړنې ولري.

دا هم ولولئ:   د کرکټر هغه ۵ ځانګړنې چې تاسې ته خوشحالي درکوي

مختلف ډوله کتابونه مطالعه کړئ چې مالومات مو لا زیات شي، او په غونډو کې د خبرو قابلیت په ځان کې پیدا کړئ، څومره چې مطالعه کوئ همغومره مو ذهن ارتقا کوي.

که مو مطالعې ته زړه تنکېده نو خیر دی په ورځ کې حدا آقل یو عنوان مطالعه وکړئ، په دوهمه ورځ دوه عنوانه مطالعه وکړئ، په درېمه ورځ درې عنوانه مطالعه وکړئ؛ (ضرور نه ده چې تاسو دې خامخا کتاب لس یا شل صفحې مطالعه کړئ، څومره مو چې له وسه پوره وه په ورځ کې همغومره مطالعه وکړئ) که مو همداسې هره ورځ یو یو عنوان آضافه کوه نو بیا مو دومره مطالعې ته زړه تنګیږي؛ بیا به داسې ورځ راشي چې بغیر له مطالعې به مو ساعت نه تېریږي او هر کتاب چې پر مخ درته هغه به مطالعه کوئ.

ژوند بدلون ته اړتیا لري؛ او بدلون بغیر له مطالعې څخه هېڅ شونی/امکان نه لري.!!!!

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*