‏‎میرمن ښاپېرۍ نغمه / سندره غاړې او شاعره

راټولوونکې: جمیله مصور

نغمه چې اصلي نوم یې ( ښاپیرۍ ) دی

د ۱۹۶۴ز کال د اپریل په ۲۳مه نېټه په کندهار کې زيږيدلې ده. لومړنۍ زده کړې یې د کندهار په عینو لیسه کې کړې خو وروسته یې کورنۍ کابل ته راغله، او پاتې زده کړې یې د رابعه بلخي په لیسه کې پای ته ورسولې. هغې له ۱۵کلنۍ شاعرې پیل کړې‫،‬ او  سندرې ویل یې په ښوونځي کې د ترانو له ویلو پیل کړي. نغمې هنري زده کړې ندي کړې او په خپل استعداد مخته تللې ده . هغې په ۱۶ کالنې کې خپله لومړنۍ سندره  د افغانستان ملي تلویزیون کې ثبت کړه چې شعر یې خپل و‫.‬

سوځم په غمونو په چلند د زمانې…

نغمې سندرې ویل له کورنۍ پټې پیل کړې وې. او هېڅ ورته اسانه نه وه چې په داسې سخت دریځه ټولنه کې سندرې وبولي. نغمې په خپله یوه مرکه کې ویلي: «وروڼو به مې داسې وهلم چې بدن به مې ټول شین و. مور به مې راباندې خولې لګولې.» کورنۍ یې ګومان کاوه چې نغمه دوی ته شرم راوړي او باید مخه یې ونیول شي. سر له دې هر څه نغمه تسلیم نشوه او د خپل هنر په ډګر کې لکه ځلانده ډیوه بلېده. نغمه په خپل ښایست ډېره مشهوره ده او د دې له سندرو سره نسلونه، نسلونه رالوی شوي دي. نغمې د خپل ژوند له پخواني ملګري استاد منګل سره ډېرې جوړه سندرې ویلې دي. وروستیو کې یې ډېرې سندرې یوازې دي. په وروستیو وختونو کې یې ډېرې سندرې د ښځو د حقونو لپاره هم ویلې چې ډېره مشهوره سندره یې د «حوا لور» په نوم ده، چې شعر یې خپل دی.

دا هم ولولئ:   مېرمن ګلنار بېګم

زه د حوا لور یمه رڼا یمه ښکلا یمه

ښځه یمه مینه یمه مینې ته پیدا یمه

نغمې په بېلابېلو ژبو سندرې بللې چې ډېرې سندرې یې په پښتو او دري دي، خو ځینې په هزارګي هم لري. نغمه څه کم و زیات پنځه زره سندرې لري چې ډېرې یې ویدیويي بڼه نه لري. نغمه په دې هم په خلکو کې محبوبه ده چې ډېرې سندرې یې وطن او سولې ته بللې دي.

ژوندون ټپه د مینې یکهزار یې دی وطن دی

لالی به مې بیمار نشي انار یې دی وطن دی

نغمه لکه میلیونونه نور افغان د جګړو له امله مجبوره شوه چې له افغانستان مهاجره شي او پیښور ته ولاړه. او په تګ، تګ کې یې دا ناره کوله چې:

لکه کوتره الوتمه تا ولیدم کنه

وخت مازدیګر و…

نغمې په مهاجرت کې هم خپل غږ دپ نکړ او ډېرې سندرې یې  د افغانانو ناخوالو ته وبللې. نغمه د افغانستان ملي موسیقي ته ژمنه ده او تل هڅه کوي چې اصلي او سوچه موسیقي ته په سندرو کې ځای ورکړي. نغمې ته موسیقي د انسان نوم دی چې هر څوک یې پیژني‌ او ورته غږ کوي. د دې لپاره موسیقي د ټولنې په پېژندنه او ذهنونو په رغونه کې هم خورا مهمه ده. نغمې یوازې سندرې نه دي بللې بلکې شاعري یې هم کړې او دوه شعري ټولګې یې چاپ شوې دي. لومړی ټولګه یې د «ماتې هېندارې» په نوم ده دوهمه یې د «ستا یادونه لیوني دي» په نوم ده. نغمه څلور اولادونه لري او د امریکا په کالفورینا کې ژوند کوي. نغمه د ډېرو نورو هنرمندانو لپاره الګو او انګیزه وه او دې په خپله مبارزه نورو نجونو ته دا ازغنه لار اسانه کړې. دې مبارز میرمنې د افغانستان موسیقي ته لوی خدمت کړی او تر ټولو لوی کمال یې دا و چې که ژوند هر څومره پرې سخت شوی دې له هنر نه یې مخ نه دی اړولی.

دا هم ولولئ:   د سټیو جابز هغه ځانګړنې چې په نړۍ کې یې وځلاوه

تاسې د نغمې له کومو سندرو خاطرې لرئ؟

_____

#دافغان_ښځوژوندلیکونه

#اغیزناکې_څیرې

#اتم_مارچ

#8march

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر مننه

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*