باچا خان په افغانستان کې_ارمان مهربان

لیکوال:ارمان مهربان

تقريباً 1890 ميلادي کال وو چې د پېښور په اشنغره کې د اتمانزو په کلي کې د خان بهرام خان په کور کې يو ماشوم پیدا شو. پر ماشوم د خان عبدالغفار خان نوم کېښودل شو. باچا خان چې کله په ښه او بد پوه شو، په شاوخوا کې يی په جهالت،دوښمنی،وېرې،غله،ډاکو،ظلم او زياتې،غريبي لوږه اوتنده او په ټوله کې پر پښتون قوم د حاکمو انګريزانو نارواوو او پر بد چلند سترګې ولګیدې، د باچا خان فکر او ذهن يې پرانيستلو. باچا خان د پښتون قوم څخه د جهالت د لېرې کولو لپاره مټې رابډ وهلې. انګرېزانو به د ده په وړاندې دسیسې جوړولې خو د ده لوړ همت،کلکې ارادې هېڅ راز ټيټې نشوې او وطنې مينه يې کمه نشوه. باچا خان چې د پښتنو ستر مشر، د ملي ازادۍ مشهور مبارز او د خدايي خدمتګارو ګوند رهبر او مؤسس بلل کېده،
د هند لوی مشر “مهاتما ګاندهي” او د شرق لوی سیاسي شخصیت “جواهر لال نهرو”سره د هند د نيمې وچې د ولسونو د ازادۍ لپاره څلويښت کاله او استبداد او زندان کې تېر کړل. خو دوی دې استبداد او ستم ته هېڅ تسليم نشول او څپل ټول ژوند يې د دوی د ازادۍ لپاره قربان کړ. باچاخان د نړۍ او انسانيت اتل دی او په پښتنو کې د لمر په شان ځلیدلی او پښتون به يې تل دده د فکر او مبارزې شکریه او درناوی کوي. باچا خان د لر او بر پښتنو او افغانانو په زړه کې ځانګړی مقام لري. باچا خان د افغانستان د مختلفو قومونو او اقشارو سره خاصه مينه او علاقه لرله او ټولو ته به يې په يوه سترګه کتل. نوموړي خپل ټول ژوند په ساده‌توب او حکساری کې تېر کړو. د باچاخان هر عمل او حرکت يوه لويه فلسفه ده، چې پښتانه کولی شي چې د هغه افکارو نه د ژوند په هر اړخ کې ګټه واخلي. د باچا خان په شخصيت او مبارزه کې د پښتنو د بنيادي ستونزو لکه تشدد، بي‌تعليمي،افراطيت… له منځه وړل وو. د دې او يو شمېر نورو ستونزو له منځه وړلو لپاره يې په ډېره مېړانه او خپل ټول توان سره مبارزه ترسره کړې ده. باچا خان نه تنا د عدم تشدد لپاره بلکې د عدم تعصب په له منځه وړلو کې هم مبارزه ترسره کړې ده.  باچا خان په افغانستان کې هم د خپلو افغانانو ملګرو او مشرانو سره ډېر وخت تېر کړی دی او د افغانستان ټولو سيمو،ولاياتو،ولسواليو او کليو ته تللی دی. او د افغان ولسونو يانې  پښتون،تاجک،هزاره،ازبک،بلوڅو،ترکمنو،نورستنيانو،پشه‌يانو… او نورو ته تشريف وړی او د هغوی سره يې د مينې،محبت،يووالي،ديموکراسی،ازادی او يو شمېر نورو ډېرو موضوعاتو خبرې اترې کړې او ناهيرودونکي خاطرې يې پرېښودلې دي.  باچا خان د يوروپ د جنګ په جريان کې د خپلو کوششونو او مقاصدو په هکله په خپل کتاب (زما ژوند او جدوجهد) کې ليکې:
د يوروپ جنګ چې ونښت نو زما په زړه کې دا خيال پيدا شو چې سړی کابل ته لاړ شي او د افغانستان د حکومت په مرسته د پېرنګيانو خلاف جدوجهد شروع کړي. دا د امير حبيب الله خان زمانه وه او د افغانستان اړه زما هغه وخت دا عقیده وه، چې دا يو ازاد او زورور حکومت دی. که چېرې وغواړي؛ نو د پېرنګيانو خلاف زموږ ډېره مرسته کولی شي.د دې لپاره مې دا فیصله وکړه چې د سوداګرۍ په بهانه افغانستان ته ځم. ما دا تجويز خپل پلار ته وړاندې کړو،هغه راسره ومنله خو مور مې مخالفت وکړ خو اخير مې هغه هم راضي کړه‌. بابا راسره د روپيو وعده هم وکړه. زموږ د کلي يو اشنا جمعدار عجب الله خان چې ډېر هوښيار او جهان ديده سړی و، د پېرنګيانو په انټيليجنس ډېپارټمنټ کې هم پاتې شوی و او دغه ملکونه يي ليدلي وو، دی مې د ځان سره ملګری کړو او د راهدارۍ دپاره مو حکومت ته درخواست وکړو خو حکومت راهداري را نه کړه او دا کار پاتې شو. جنګ څلور کاله پس ختم شو په دې دوران کې به کله نا کله د پېرنګيانو او ازادو قبايلو تر منځ جنګونه کېدل خو د ټولو قبايلو په يوه صلاح او په منظمه طريقه به نه وو نو ځکه پېرنګي ته څه نقصان نه رسېده چې مومندو به په پېرنګي حمله وکړه نو وزير،محسود او اپريدي به په ځای ناست وو او که د اپريدو او انګريز جنګ به و نو مومند،وزير او محسود به خبر نه وو او که د وزيرو به ورسره جنګ و، محسود به چې د وزيرو سره په يوه علاقه کې ژوند تېروي جنګ ته تيار نه وو، مومند او اپريدي خو لا په ځای پرېږده هر يو به ويل چې دا د هغه جنګ دی مونږ يې څه کوو. پکار دا وو، چې ټول قبايل په يوه تحريک کې تنظيم شوي وی. ښه تربيه ورکړې شوې وی او ټول يو ځل راپورته شوي وي. نو که پرېنګيانو د دوی د مقابلې دپاره ډېر طاقت دلته په کار اچولی وی د ترکو او جرمن مقابله ورته سختيده او که ډېر طاقت يې د ترکو او جرمن مقابلې ته متوجې کولی نو دلته به دوی ډېره کاميابي حاصله کړې وی خو جهاني جنګ د پرېنګي په فتح او د ترکو او جرمن په ماتې تمام شو.
(زما ژوند او جدوجهد)

تقريباً په ۱۹۲۰ کال د جون په مياشت کې د پښتونستان ازادۍ غوښتونکو فیصله وکړه چې يو شمېر خلک بايد افغانستان ته هجرت وکړي. او په همدې وخت کې د هجرت کميټې په نوم يوه جرګه هم جوړه شوه. دوی به د ورځنیو لګښتونو لپاره خپلو منځونو کې د بسپنې په شکل يو څه اندازه پيسې راټولولې. بلاخره يې د پېښور څخه د مهاجرينو لومړی قافله د افغانستان خوا ته روانه کړه. دا بهير مخ په زياتيدو وو خو باچاخان د هجرت کولو مخالف وو. بلاخره د ملګرو د جذباتو په خاطر د ځوانانو له يوې ډلې سره چې پکې محمد اکبر خادم او د هغه وروڼه او يو شمېر نور ازادي غوښتونکي ورسره وو د مومندو په لاره افغانستان ته راغلل. په کابل کې يې له غازي امان الله، محمود طرزي او د حکومت نورو مشرانو سره وليدل. باچا خان او نورو ازادي غوښتونکو له دوی سره د نورو خبرو سربېره د پښتو ژبې د زده کړې او پرمختګ په اړه خبرې وکړي،چې ددې خبرو پایله ډېره مثبته او ارزښتمنه وه. له دې ډلې ځينې مهاجرين په خپله رضا بېرته پښتونستان ته لاړل او ځينې نور يې د تل لپاره په افغانستان کې پاتې او د وخت حکومت لخوا يې د استوګنې لپاره ترتيبات ونيول شول. باچا خان افغانستان ته هجرت مقصد داسې بيانوي: د ۱۹۲۰ع کال په نيمايي د خلافت کميټۍ له طرفه په ډهلي کې د يوې لويې جلسې اعلان وشو او ورسره ددې خبرې اعلان هم وشو چې هغه خلک به په دې جلسه کې شريکېږي چې کفن يې په سر تړلی وي. زه هم په دې جلسه کې شريک شوم، ډېره لويه جلسه وه، د هندوستان د هرې برخې مسلمانان ورله راغلي وو. عزيز هندي نومی ځوان يو جذباتي او نوجوان هلک وو،هغه په جلسه کې د هجرت کولو تجويز وړاندې کول غوښتل د اکثريت مشرانو دا رايه نه وه. هغوی ډېر پوه کړ چې اوس د دې تجويز د وړاندې کولو موقع نه ده. خو هغه منعه نه شو او خپل تجويز يې وړاندې کړ. مسلمانان چې يو جذباتي قام دی دې د تجويز پايله يې ونه سنجوله او يو دم يې تجويز پاس کړ. د هجرت خبر په ملک کې خپور شو، پېښور ته ورو ور وړې وړې قافلې را روانې شوې، په پېښور کې د دوی د امداد او خدمت لپاره د خدمت کميټي جوړې شوې. دا قافلې به چې له هندوستان راتللې په سټېشنونو کې به يې خلکو ډېر استقبالونه کول او په پېښور کې به يې جلوسونه وتل. پېرنګيانو چې هجرته د ځان په اړه خطر باله خلک يې منعه کول خو وروسته يې چې وس ونه رسېده،کوسش يې دا وو چې څومره يې وس وي خلک يې هجرت کولو ته وهڅول. د هجرت په پښتانو ډېر اثر وکړ. ملايانو به هم وعظونه کول چې هجرت فرض دی او که چا هجرت ونه کړ،ښځه به يې طلاقيږي. په ملک کې د هجرت خبرې د هر چا په خوله وي. هغوی چې هجرت به يې نه کاوه خلکو به ورته په بد نظر کتل. ما د يوې جلسې انتظام وکړ. زموږ په کلي کې لويه جلسه جوړه شوه،ډېر خلک پکې راجمع شوي وو. په جلسه کې دا وويل چې تاسو لږ صبر وکړئ زه به يو څو کسان کابل ته ولېږم چې هغوی مونږ ته خپل چشم ديد حالات راوړي او مونږ په حالتو خبر او پوه شو نو بيا به د هجرت په باره کې فیصله کوو. ما چې دا تجويز وړاندې کړ، زموږ د کلي عادل شاه نومي يو پير يې سخت مخالفت وکړ. ويې ويل چې مونږ خپلې ښځې ګوره‌ګانو ته نه شو پرېښودلی. که ته هجرت ته تيار نه يې،مه يه،خو نور مه منعه کوه. مونږ که خدای ته منظوره وي سبا وخت روانېږو. اور په هندوستان کې ولګيدو او وسوځیده په کې پښتونخوا. که بره وي که کوزه تالا والا شوه او کروړونه روپۍ نقصان وشو. خصوصا چې د سندهــ د خلکو قافله چې د جونيجو صاحب په مشرۍ کې پېښور ته راورسېده په پښتنو کې اور ولګیدو. ښځې او نارينه په هجرت روان شول. دې خلکو کې پېرنګيانو هم خپل ډېر مخبران ولېږل چې هلته په مهاجرو کې پراپېګنډي وکړي چې دا خلک هلته پاتې نه شي او بېرته خپل ملک ته راشي هجرت،هجرت نه و. يوه هنګامه وه،تش جذبات وو. هېڅ سوچ فکر نه و. د هجرت په اصل مطلب څوک پوه نه وو. دا خو محمد علي او شوګت علي امان الله خان ته دا هېغام لېږلی و چې ته د هجرت د منلو اعلان وکړه چې پېرنګيانو باندې ددې خبرې اثر پرېوځي او زموږ د خلافت تحريک ته په کې فائده ورسېږي.
اخر زه هم مجبور شوم چې د قوم په ملګرتيا د يوې وړې قافلې سره چې ځوانان وو، د شوقدر او مومندو په لاره پياده افغانستان ته روان سوم. اوله شپه مو په کړپه راغله. مونږ چې روان شو او ډول غږېده نو ډېر خلک راسره وو خو چې شوقدر نه د کړپې په لار روانيدو او ډول سرنا را نه پاتې شو نو بيا ډېر کم خلک مونږ سره کړپې ته ورسيدل او چې په کړپه کې په مونږ په کاڼو لوټو شپه راغله نو بيخي ډېر کم پاتې شو،خېر په کړپه کې په تيږو کې مو شپه تېره کړه،سحرړچې پاڅيدو، زه د يو څو ملګرو سره ترنګزو د حاجي صاحب ليدلو ته د هغه ځای ته روان شوم او نوره قافله د ماسل خان ځای ته روانه شوه. د حاجي صېب د ليدلو نه پس مونږ د ماسل خان ځای کوډاخيلو ته راغلو او په بله ورځ له هغه ځايه را روان شو. د کامې ګرداو ته راغلو سردار خان د مومندو خان د خپل قام سره زمونږ مخې ته راغلی و. زمونږ يې ډېر ښه استقبال وکړو، کلي ته يې بوتلو،زمونږ يې ډېر دارمدار وکړو‌. سبا له جلال اباد ته روانيدو سردار خان مونږ ته ډېر وويل چې همدلته پاتې شئ، تاسو مهواجر او مونږ انصار يو. مونږ به دا خپل جايداد تاسو سره نيم کړو. د کابل خلک ستاسو دومره امداد نه کوي. دا زموږ خبره درته ښه ده. د هغه مو ډېره شکريه ادا کړه. مونږ ورته ويل چې مونږ خو زمکو پسې نه وو راغلي. نو د هغه نه را رخصت شو. جلال اباد ته راغلو په جلال اباد کې سردار هاشم خان ګورنر و. هغه سره مو وليدل خبرې اترې مو سره وشوې، هغه زه د ځان سره جلال اباد کې پاتې کړم‌ او نوره قافله رخصت شوه. هاشم خان سره د مهاجرينو ددې لويو قافلو ډېره سودا وه،ډېر پرېشانه و او په دې کوشش کې و کې څه تدبير وشي چې دا هجرت مور بند شي ځکه چې په افغانستان کې دومره خلک کله ځاېيدی شي. د پېرنګيانو هم د ډېرو خلکو په هجرت کولو کې هم دا مطلب و چې په افغانستان کې به هم دوی ته د استوګنې مشکلات پېدا شي او هم افغانستان ته. څو ورځې وروسته هاشم خان کابل ته زما د تللو بندوبست وکړو. مونږ د جلال اباد نه کابل ته د خوګياڼو د نملې په لاره روان شو، په ګندمک کې عادل شاه پير د خپلو ښځو،نارينه ملګرو سره په مخه راغلو چې واپس وطن ته راروان و،ما ورته ووې چې پير صاحب دا ښځې مو بېرته ګوره‌ګانو ته روانې کړې؟ ده راته وويل چې څه وکړو هلته هم د ښځو له لاسه تنګ وو چې ځئ هجرت وکړئ او دلته هم ښځو تنګ کړو چې په دې ملک کې ګوزاره ګرانه ده بېرته يې روان کړي يو.
په ۱۹۲۰ميلادي کې په محکوم پښتونستان کې د ازادۍ غوښتنونکو مطالبو،مظاهرو او جلسو ډېر شور واخيست. د مقالو او خبرپاڼو سرليکونه وګرځيدل. په دې وخت کې د افغانستان يوې ورځپاڼې (امان افغان) د خپلو خپرونو او سر مقالو په لړ کې يوه وينا خپره کړه او د پښتونستاني ولس د ازادۍ غوښتنې مطالبه يې په کلکه  تاييد کړه. ورځپاڼې ليکلي وو: که چېرې حکومت په يوه مياشت کې دننه د ازادۍ غوښتونکو مطالبه ونه مني نو هغوی دې افغانستان ته هجرت وکړي،افغانستان د ټولو پښتنو کور دی او افغان ملت او حکومت د پښتونستاني ازادې غوښتونکو هرې مرستې او او کومک ته تيار دی. په دې وخت کې د بريتانوي هند حکومت هم د هغوی پر ضد تشدد،مرګ ژوبلې او سزاګانې زياتې کړي. او د افغان ورځپاڼې اعلان ازادي غوښتونکو ته نور هم قوت ورکړ.په خلکو کې يوه نوي جذبه،قوت او روحیه رامنځته شوه. د هجرت تحريک مخ په زياتيدو شو. باچا خان د پښتونستان د تحريک مشر او نور ډېر ازادۍ غوښتونکو د هجرت په لړ کې افغانستان ته راغلل. په افغانستان کې دننه د حاکم حکومت لخوا د مهاجرينو سره ښه برخورد او د دوی استوګنې لپاره انتظاما وشو.
او ددې تحريک د غړو سره د افغانستان حکومت همدردي او مرستې ټولې نړۍ ته روښانه ده. باچا خان افغانستان ته د خپل هجرت په جزياتو باندې پخپل ليکل شوي اثر(جدو جهد) کې داسې ليکي: مونږ چې کابل ته راورسېدو د لاهورۍ دروازې سره ډېرې ونې ولاړې وې مهاجرينو دلته کډې اړولې وې، مونږ هم د دوی سره يو ځای واړول زموږ دپاره حکومت بيل انتظام کړی و خو زه د عامو مهاجرينو نه نه بيلېدم. په کابل کې د ټول هندوستان د مهاجرينو يوه شپاړس کسیزه کميټۍ وه چې زه او رضا خان ارباب هم د هغې ممبران وو. د دې کميټۍ په زریعه به د مهاجرينو ارتباط د افغانستان د حکومت سره و. څه وخت چې د مهاجرينو د قافلو تعداد شلو ديرشو زرو ته ورسېدو نو حکومت کميټۍ ته وويل چې افغانستان خو وړوکی ملک دی،دا دومره خلک پکې ځايېدی نشي،تاسو مهرباني وکړئ دا هجرت نور بند کړئ. نو مونږ عباس خان ولېږه چې دا خبره پېښور ته ورسوي. هغه تر جلال اباد پورې لاړو او دا خبر يې پېښور ته ورسولو.
امان الله خان مونږ ته وويل چې زه د پيرنګي د جنګ زور نلرم. که تاسو ورسره په کومه طريقه جنګ کولای شئ او خپل ملک ازادولی شئ زه ستاسو مرسته ضرور کوم ځکه چې پيرنګی تور مار دی،هېڅ اعتبار پرې نشته چې زما خوا کې پروت وي،زه ترې په ډاډه زړه خوب نشم کولای. دا وېره راسره وي چې اوس به مې خوري. هغه مونږ ته دوه لارې رامخکې کړې. که نوکري کوئ،مونږ به ستاسو ځوانان برتي کړو. بيلې پلټنې به درته جوړې کړو. تربيت به درکړو. که بيا مو د انګريز سره جنګ کولای شو، وې کړئ. که زمکې غواړئ نو په کندوز او مزارشريف کې مونږ زمکې لرو،هغه به درکړو،تاسو خپله يوه کالوني جوړه کړئ او خپل انتظام پخپله ځان له وکړئ. کومه سيمه چې مونږ تاسو ته درکوو،په هغې کې به ټول واک اختيار ستاسو خپل وي. او که د بيرون حکومتونو سره تعلقات ساتئ هغه هم ساتلی شئ. مهاجرينو ته يې وويل چې که تاسو نوکرۍ غواړئ هم او که زمکې غواړئ هم او که تجارت غواړئ هم زه ستاسو سره امداد کوم. مونږ خپلو ملګرو سره صلا مشوره وکړه. د ټولو مهاجرينو په اتفاق مو دا خبره وکړه، چې بس مونږ ته دې عسکري ټرینینګ راکړل شي. مو برتي کېږو. مونږ به د پلټنو تشکيل هم جوړ کړو. مونږ راپاڅيدو چي له حکومت سره خبره فېصله کړو چې زمونږ دپاره انتظام وکړي. نو د پيرنګيانو مخبرانو ته چې په هجرت کې راغلي وو، موقع په لاس ورغله،يو مخبر به پکې پاڅيدو او ويل به يې، چې مونږ خو په زمکو پسې نه وو راغلي،نه نوکرو پسې راغلي وو، مونږ په جهاد پسې راغلي وو چې زمونږ د هجرت غرض نه ترسره کېږې او افغانستان د پيرنګي سره جنګ نه کوي نو نور مونږ  دلته څه کوو؟ زه خو بيرته ځم. هغه پسې به يو بل مخبر پاڅېده،هغې به ووې چې بالکل ټيک خبره ده. زه هم ځم. چې دی به پاڅيده يوه ډله به ورپسې پاڅيده دغسې به په ډله کې ماتې ګډه شوه، يو کس به ما پسې رامنډه کړه چې ته د حکومت سره خبرې مه کوه، يو ځل راشه، چې بيرته به راغلم،ټول به تللي وو. بيا ما دوی ته دا خبره وړاندې کړه چې راځئ چې دا زمکې واخلو او زه هم درسره ځم. مګر دوی دې ته هم تيار نشول. څه رنګ چې پښتانه په راتلو کې ګړندي وو،دغسې په واپس تلو کې هم ګړندي وو نو دغه شان ورو ورو مهاجرين بيرته ستنيدل، ډېر لږ کسان پاتې شو. هغوی په افغانستان کې استوګنه غوره کړه. چا نوکرۍ واخیستې چا زمکې. دغه شام هجرت ناکام شو، د هندوستان مسلمانانو او خصوصاً پښتنو ته ددی هجرت نه ډېر تاوان ورسېده. افغانستان ته يې هم نقصان وشو. د امان الله خان په ورک کولو پسې پېرنګيانو له هم دې وخته ملا وتړله. فایده يې يوازې انګرېز ته ورسېده. زما څه ملګري تاشکند ته لاړل چې روس به مونږ سره د هند په ازادولو کې مرسته وکړي. زه په کابل کې د يو څو ملګرو سره پاتې شوم. يوه ورځ زه د امان الله خان ملاقات ته تللی وم، ډېرې خبرې مې ورسره وشوې،په خبرو خبرو کې مې ورته دا ووې تا له ترکي درځي،فارسي درځز او نورې ژبې هم درځي خو څپله ژبه نه درځي. زما خبرې په هغه ډېر اث. وکړو او وعده یې وکړه چې زده کوم به يې. کله چې له افغانستانه وايستل صو،زه بمبۍ ته دده لیدو ته ورغلم. نو هلته يې نا سره پښتو کې خبرې وکړي. په کابل کې زمونږ تعلقات د نادرخان او دده د کورنۍ سره ډېر وو. دی پخپله وزير دفاع و او ورور يې سردار عبدالعزيز خان د معارف وزير و. يوه ورځ يې ماته ووې ځه ورشه د حبیبي لېسه يانې وګوره، چې کالج ته ورغلم نو د يوه جماعت له هلکانو نه مې دا تپوس وکړو چې «شما کيستيد» دوی به راته وويل چې «افغان هستم» بيا مې ورته ووې چې ملک شما؟ دوی به ووې افغانستان. بيا مې ورته ووی «افغاني مېداني که افغان هستي» نو غلي به شو غږ به يې نه کاوه، نو ما به ورته وويل چې څنګه افغان یئ او څنګه د افغانستان اوسيدونکي يئ، چې خپله ژبه نه درځي. دغه شان مې محمود طرزي صاحب سره چې د افغانستان خارجه او ډېر لايق سړی و، په يوه لويه مېلمستيا چې ده د مهاجرينو دپاره کړې وه، د ژبې بحث راغی يو سړي ورنه پوښتنه وکړه. دا څنګه افغانستان دی چې افغاني پکې نشته؟ طرزي صاحب وويل چې پارسي هم زموږ د ملک ژبه ده. نو ما ورته وویل چې طرزي صاحب پښتو خو د افغانستان ملي ژبه ده او د اکثریت  ژبه ده. په ټوله دنيا کې د اکثریت ژبه هم سرکاري وي، هم دفتري او هم تعليمي وي.
«ماخذ زما ژوند او جدوجهد»
باچا خان د امان الله خان د پاچايۍ او خصوصاً د امان الله خان مخالفينو پر ضد هم هلې ځلې کړي دي. د افغانستان د شخړې په باره کې د کوزې پښتونخوا د خلکو تاثرات همېشه د پښتون رساله کې چاپ شوي دي. د هغې په رڼا د خدځی خدمتګارانو تحريک د خپلو بره پښتنو وروڼو سره د کمک او مرستې مهم کارونه ترسره کړي دي. د افغانستان باره کې د باچا خان په خيالونو او په دې لاړ کې چې هغه کوم کوششونه کړي دي،د هغه په خپلو يادښتونو کې موجود دي. باچا خان او د هغه ملګرو د امان الله خان د مخالفينو پر خلاف کلک ګامونه اوچت کړي دي. او په دې لاره کې يې د هر ډول مبارزې څخه کار اخيستی دی. باچا خان د امان الله خان د حکومت مخالفینو په هکله د خپلو هلو ځلو په هکله داسې وايې:
«څه وخت چې افغانستان کې شورش شروع شو، دا انقلاب نه و،شورش و. امان الله خان کندهار ته لاړو،په کابل بکې سقاو قبضه وکړه. انګرېزي اخباراتو د افغانستان پر قصې،طعنی او خوشالی شروع کړې. نو زه پوه شوم کې پېرنګيان په افغانستان کې د پښتنو ترقۍ ته نشې ليدلی. نو مونږ به ترې دلته په سرحد کې څه ترقي وکړو؟ فوراً مې دا اراده وکړه چې په دې راز پښتانه پوهول پکار دي. او دوره مې شروع کړه. کلي په کلي،ښار په ښار او علاقه په علاقه وګرځېدم،جلسې مې وکړې. د خدای په فضل ټول پښتون يکدم د خوبه رابيدار شو،پوه شو او د خپل قوم تباهي او بربادي يې محسوسه کړه او د افغانستان د خدمت لپاره يې ملا وتړله. په بعضې علاقو کې ملايانو څه نه څه مخالفت شروع کړو لېکن چې د قيم په جذبه پوه شول نو مخالفت يې پرېښود. که بعضې ملايان د خپلو ذاتي فائدو په وجه قلار نه شول. نو قوم په زور او بې عزتۍ سره د هغوی خولې بندې کړې. مونږ سره په دې معامله کې د قوم شاعرانو هم ډېر زيات امداد او اخلاص کړی و او ډ قامولۍ يوه نوې جذبه يې په قوم کې پېدا کړې وه او په دې معامله کې تور سم خان د دوسرو زمونږ سره ډېر مدد کړی و. ده به اشعار جوړول او مونږ به په پښتون اخبار کې شائع کول چې د هغې نه يو بيت دا دی:  «ما وې دا سړی زمونږ قوم کې خلل دی
اوس دې وليد چې د ږېرې خاوند غل دی»
دا بيت مشهور شو کې ږيرې واله به خلکو وليدو چيغه به يې کړه،ږيرې واله غل او په دې ورځو غې د قصه خوانی په بازار کې د ږيرې خاوند ګرځيدی نشو او خانمير هلالي خو زما سره په ټولو دورو کې شريک و او داسې نظمونه يې ګوړ کړي وو او د افغانستان يې پکې خاکه راښکلې وه چې د هغې په اوریدو تقريباً هر پښتون پوه شو او ماته هم په تقرير کې د هغوی پوهولو ضرورت پاتې نه شو. زموږ انجمن له مالي ځاني اړخه غني شو. د افغانستان د پښتنو بربادي او د غم د سرحد پښتنو خپل غم او خپله بربادي ګڼله. ځکه چې مونږ يو وروڼه او يو قوم يو. د سرحد په پښتنو کې د افغانستان د وروڼو د امداد او همدردۍ يوه داسې جذبه پېدا شوه چې زه د هغې بيان کولی نشم. که امير و که غريب،که تعليم يافته او که بې علمه ښځې وي که نر وو، د افغانستان په مصيبت زهير وو او د امان الله خان دوباره حکومت قائمولو دپاره هر خدمت ته تيار وو او خلکو به دعاګانې کولې چې ای الله ته زمونږ غمخور بادشاه امان الله خان ته کامیابي ورکړې. په پښتنو کې ډېر بادشاهان تېر شوي دي، لېکن د پښتنو ښځو نرو چې څومره مينه او محبت د امان الله خان سره و، هغه بل بادشاه سره نه و. امان الله خان به وې چې زه د پښتنو انقلابي بادشاه يم او د هغه دا خبره بالکل رښتيا وه چې هغه په پښتنو کې يو عجيبه انقلاب پېدا کړو او زه چې نن پښتنو ته ګورم نو حيرانېږم چې په پښتنو کې دا دومره زر دا تبديلي د قومولۍ او ورورولۍ احساس څنګه پېدا شو او سياسي شعور په کې راغی. انقلاب يو سيلاب ويرچې راشي نو ويده خلک يوسي او ويښ ترې فايده واخلي. د افغانستان انقلاب کې د افغانستان پښتانه لاهو شول، مونږ کوزو پښتنو ترې فايده واخیسته. ځکه چې مونږه ويښ او بيداره وو. د کوزو پښتنو زړه چېرته په تشو دعاګانو او جلسو باندې قرارېده، هغوی د افغانستان په دې غم او مصیبت کې عملي شرکت غوښتو او د دې خبرې خواهش يې لرلو چې افغانستان ته لاړ شو او خپلو وروڼو سره په دې غم کې شريک شو. د خپلو زخميانو وروڼو دارو-درمل وکړو او د هغوی پس ماندګانو سره امداد وکړو چې څوک مړه دي او بچي او ښځې يې پاتې شوي دي. د دې لپاره مو يوه کمېټي جوړه کړه چې د هغې نوم «افغان هلال احمر» و. ددې کمیټۍ کار د افغانستان د پښتنو طبي او مالي خدمت و. کلي په کلي اا علاقه په علاقه به خلکو ددې کمیټۍ دپاره چندې راټولولې او په کم وخت کې به طبي وفد تيار شو، چې هغه زما د مشر ورور «ډاکټر خان صاحب» په سرپرستۍ کې تلو ته تيار. د افغانستان په امداد کې يو پښتون هم څه کمی کړی نه دی. لېکن د بنو خلک،د ډېره اسماعيل خان کونډي خاندان،د سودم خانان،د بابيزو خانان،قاضي عطاء الله،علي اصغر خان،علي ګل خان او ميا احمد شاه صاحب د ډېر تعريف وړ دي. لېکن پېرنګيانو دا خبره چرته خوښوله،د هغوی په زړه دا چرته ځايېدی شول چې د افغانستان د امداد د پاره دې د سرحد پښتانه لاړ شي. ولې چې په دې طريقه خو زمونږ ورور ولي او قومولي قائميدله او دا خبره دوی چېرته غوښتله. مونږ له يې اجازه رانکړه. ما ډېر کوشش وکړ چې د دوی د اجازې نه پرته مونږ له افغانستان ته تلل پکار دي،مونږ ته د پيرنګيانو د اجازې او پاسپورټ څه ضرورت نشته ولې زما دا خبره کميټۍ ونه منله او ما دا هم کمېټۍ ته وويل چې تر څو امان الله خان په افغانستان کې وي، مونږ له انګريزان د تلو اجازت افغانستان ته نه راکوي. خو کميټۍ به ويل چې مونږ خو که بغير د انګرېزانو د اجازت نه لاړ شو،دوی به بيا پر مونږ دارو درمل بند کړي. پېرنګيان خو اول دا اعتراض اوچت کړو چې تاسو خو د امان الله خان د امداد لپاره ځئ لېکن که هغه هم ستاسو د امداد خواهش وکړي. که چيرې تاسي د هغه اجازت‌نامه راوړه بيا مونږ تاسو له د تلو اجازت درکوو. زه او ميا جعفر شاه ددې لپاره مقرر شو چې امان الله خان له لاړ شو او اجازت‌نامه ترې راوړو. ما کميټۍ ته وويل چې مونږ خو د قوم او خپلو وروڼو د امداد لپاره ځو، په دې کې د امان الله خان د اجازې څه ضرورت دی،او مونږ خو د پښتنو د امداد لپاره ځو. مونږ اول د پېښور وکيل تجارت له لاړو چې هغه زمونږ دپاره اجازه راوغواړي،لېکن چې څو ورځې تېرې شوې او هغه اجازه را ونه رسېده نو مونږ کندهار ته د تللو اراده وکړه چې د امان الله خان نه اجازت‌نامه راوړو. په شاهي باغ کې د پښتنو يوه عظيم الشانه جلسه وشوه‌. ما او جعفر شاه د خپلو تلو نه خبر کړل، لېکن دا مې ورته هم ووې چې دا ټولې د پېرنګيانو بهانې دي، هغوی پخپل وس زمونږ وفد له د تلو اجازت نه راکوي او دا به تاسو ته ډېره ژر معلومه شي.مونږ شپې له نوښار ته لاړو،شپه مي هلته وکړه. د شپې يوه لويه جلسه وشوه او سبا له مونږ د نوښار د سټیشن ريل غې سواره شو. د راولپنډۍ سټيشن ته ورسيدو،مولانا اسحاق صاحب هزاروي او د ښار ډېر مسلمانان زمونږ د لیدو دپاره سټېشن ته راغلي وو او څه وخت چې زمونږ ګاډي لاهور ته راورسېدل،نو مولانا ظفر علي خان او د مسلمانانو او هندوانو ډېر ليډران زمونږ ليدو له راغلي وو.

دا هم ولولئ:   د مینې دین مه سختوئ / پوهنمل سید قیاس سعیدي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*