منفي او مثبت یواځېتوب / حکمت الله همت

لیکوال: حکمت الله همت

په ننۍ پرمختللې نړۍ کې میلیونونه کسان ځانونه يواځې بولي، څېړونکي وایي :”څېړنې ښیي ان ځینې کسان له خپلې کورنۍ  یا خلکو پهمنځ کې وي، خو بیا هم ځان یواځې احساسوي، دوی فکر کوي چې په دې نړۍ کې یواځې دي او هېڅوک نه لري

ما به چې کله کله په ښار او ټولنه کې ډلې ډلې ملګري او خلک یوځای سره لیدل، فکر به مې کاوه چې دوی ډېر ژر سره ملګري شوي دي اودغه وخت به مې ځان ډېر یواځې بللو ،ډېر به ځورېدم، فکر مې کاوه زه یواځینی کس یم چې هېڅوک نه لرم، چې ورسره و اوسم؛ مګروروسته په دې پوه شوم چې زما فکر غلط وو او حقیقت یې نه درلود.

زه شکي شوم! چې ددې ټولو چارو شاته یو سبب شته چې ځینې کسان ولې له ټولنې لرې کیږي او هغه لاره ټاکي، چې یواځیتوب نومېږي. زمونږ فرهنګ چې لا تر اوسه له جګړو، نالوستۍ او نورو ټولنیزو پدیدو نه دی راوتلی د اندویدولیزم (یواځېتوب خوښول)مفهومونه ډېر نويپکې بریښي.

که څه هم ځینې څېړنې او مطالعې ښيي چې تکنالوژي او خواله رسنۍ کارول سړی لا نور یواځې کوي، خو ډېر وايي، چې تکنالوژي اوخواله رسنۍ د یواځې شوي کس د ژوند د سختو ورځو تر ټولو ښه ملګري دي.

یواځېتوب په دوه ډوله ده چې یو یې منفي یواځېتوب هغه چې لهذهني ستړتیا نه زېږي او روحي ستونزه هم ده او بل یې مثبت یواځېتوب دهچې په قصدي توګه منځ ته راوړل کیږي، مثبت یواځېتوب د ځان بساینې، د ځواکمنو، ښه تفکر او تخیل څښتنانو له سترو ځانګړنو څخهګڼل کېږي.

دا هم ولولئ:   په سختو حالاتو کي څنګه غښتلي اوسو؟ / سیف الله هلمند

یواځېتوب په دوه ډوله دئ

۱منفي یواځېتوب: دغه ډول یواځېتوب د ډېرې ذهني ستړیا، رواني او کورنیو ستونزو له امله رامنځته کیږي.په ډېرو وګړو کې منفيیواځیتوب د خلکو سره او له خلکو لرې په اړیکو کې د مینې نشتون له کبله رامنځ کیږي.څیړنونکي وایي منفي یواځېتوب د انسان عمر کوي؛ځکه دغه بدمرغي انسانان له ژونده غورځوي او په ذهن کې یې پاتې کېدل د وخت په تېرېدو سره انسان خوري.

۲مثبت یواځېتوب: دې ډول یواځېتوب ته په خپل لاس رامنځته شوی یواځېتوب هم ویل شو، چې دا ډول یواځېتوب په قصدي توګه رامنځتهکیږي. دا ځانته والی د فکري جوړښت له مخې د تفکر او تخیل څښتنان رامنځته کوي، نو دغه د بریالیو کسانو له سترو ځانګړنو څخه ګڼلکیږي.

پیغمبرانو، عارفانو او پوهانو تل د مثبت یواځيتوب کوښښ کړی دی. نامتو ایرانی عالم علي شریعتي وایي چې د خدای په ټولو نعمتونو کېمې یواځېتوب غوره کړی دی.په اسلامي متونو کې یواځېوالي ته خلوت، تجرید او مهجوریت هم ویل شوی دی .

زمونږ په ټولنه کې کورنۍ ناوړه رواني حالت، د کمترۍ احساس ډېری ځوانان مجبور کړي چې د ستونزو سره د مبارزې لپاره یو له دغهډولونو یواځېتوب ته پناه یوسي او د خپل زړه خبرې یا هغه څه چې په دوی تیریږي په یواځې ځان یې ومني.

منفي یواځېتوب انسان په ډول ډول ناروغۍ او بدمرغیو اخته کوي چې له جملې: په نشه یي توکو روږدي کېدل، فکري ضعیف والی، دآلزایمر ناروغي رامنځته کول او د انسان ذهن او حافظه ضعیفه کوي، ددې سبب کیږي چې په کړنو کې د پرځای پرېکړې په کولو کې همپاتې راشي، بل خوا مثبت یواځېتوب ده،چې د ځان بساینې لوري ته انسان نږدې کوي ،ډېری کسان په دې خاطر یواځېتوب غوره کوي ترڅو په ټولنه کې د بدعمله،ناوړه او ناکامو وګړو له اړیکو ځان لرې وساتي، کله چې پوه شي چې ددوی ژوند په ښه کېدو دی، هڅه یې داوي چې ډېری وخت خپلو موخو او پلانونو ته د رسېدو په پار ځان یواځې کړي؛ ځکه مثبت یواځېتوب په بریا او ځواکمن کېدو کې ډېر اغیزمندی .

دا هم ولولئ:   هر انسان نابغه کېدای شي

یواځېتوب ډېر څه انسان ته زده کوي، لیکنه او لیکوالي د مثبت یواځېتوب یو ښه نښه ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*