د غوصه کنټرولولو / جلا سلطان

ليکنه : جلا سلطان

يوه شپه يو لوی مار د خواړو پيدا کولو په لټه کې وۀ.

هغه د نجار دوکان ته ننوت.

نجار يو عادت درلود چي کله به کور ته تلو نو د نجارئ ټول سامان به يې د ميز په سر کيښودل.

نو په هغه شپه (اره )چې د نجارئ يو سامان ده هغه هم په ميز باندې ايخې وه.

همداسې چې مار يو خوا بلی خوا تلو نو د ارې سره يې ځان يا هم بدن ولږيد او بدن يې ټپی شو.

مار ډير خواشينۍ شو او د خپل ځان ساتلو د پاره يې په ارې باندې خوله ولږوله همدا وه چي خوله يې هم وينې شوه او ټوله خوله يې پهوينو باندي شوه.

نو نه پوهيدو چې دا څه وشول دا چې اره په هغه باندې حمله کوې او هغه ته ضرر رسوې او مرګ ته يې نږدي کړي،نو  پريکړه يې وکړه داخر ځل لپاره چې ځان وژغورئ او ډيره سخته حمله په وکړي،نو ټول بدن يې په اری پورې ونښلوو او بدن ته يې فشار ورکړو.

کله چي نجار سهار دوکان ته راغلو ګورئ چې د ميز په سر يې د هغه په ځاي چې د نجارئ سامان ايخې وي،د هغه په ځاي يو ټپي شويمار ګورئ چې د ډير غوسه او د بیفکري له وجې هغه مړ شوي.

پند او عبرت:هميشه غواړو چې د غوصه په وخت کې نورو ته ضرر ورسوه او نور ورنځوو ؛خو ورسته متوجه کيږو چې مونږ خپل ځان تهضرر رسولي او دغه وخت کې بیا متوجه کيږو چي څومره ناوخت شوي ده….

دا هم ولولئ:   ذهني تازه‌ګي _ سیال یوسفي

ژوند اړتيا لرې صبر، زغم او قوی اراده ته،نو هميشه بايد دې ته متوجه ووسو چې کوم کار زه کوم هغه غلط ده او که سحې،نو زر بايدپريکړه ونکړو او زر خپله حوصله له لاسه ورنکړو!

بهترين انسان هغه ده چې په غوصه کي کنټرول ولرې او هميشه صبرکونکې انسان ووسې، تر څو الله تعالی هم ورسره مل وي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*