د پېسو سپمولو (ساتلو) ځينې عملي لارې چارې / جاوېد کریمي

جاوېد کریمي

پيسې ساتل او سپمول مهارت دی او دا مهارت په تمرین زده کېږي. که فکر کوئ چې اضافي مصرف درنه کېږي، نو په دې لیکنه کې درته ځينې هغه لارې چارې در ښیوو چې تاسې پرې د اضافي مصرف مخه نیولای او خپلې پيسې سپمولای شئ.

*له ډيرې اړتيا پرته،بیرون(هوټل) خواړه خوړل مو بند کړئ.

*د نوشابو استعمال تر نهايي اندازې کم او یا يې مطلق بند کړئ.

* له خپل مالي منابعو ښکته ژوند کول زده کړئ.

* برق بېل مو کم کړئ (کم مصرفه ګروپونه او نورو برقي وسایلو کارول،د بې ضروروته روښانه ګروپونو بندول

*د کور کرایه مو کمه کړئ (که پوهېږی چې درې اطاقه درته کفایت کوي،څلور اطاقه کور مه نیسئ.

*د خپلو عوایدو او مصارفو لپاره یو تخمین وکړئ،هغه مصارف چې ستاسې په واک کې دي کم يې کړئ،مشخصا دا هر څه په يوه کاغذ د بودیجې په شکل يې ولیکئ.

*ځینې کوچنيو شیانو پخپله ترمیمول (لکه د اوبو د نلکو،کالي وينځلو ماشین،کالیو ګنډلو ماشین،او …) له يوټيوب او نور منابعو زده کړئ،تر څو بیرون مو مصرف ونشي.

*هره ورځ څه باید پوخ شي،خپلې بوديجې او امکاناتو ته په کتو باید ورته پلان جوړ شي ،سبزیجات او نور تازه شیان باید له منډوي ګانو واخیستل شي،ځکه نسبتا ارزانه وي.

*میاشت کې یوه ورځ د صفر مصرف پنوم ونوموئ: پرته له ثابتو مصارفو نور ټول مصارف صفر کړئ،مثلاً که روزانه مازیګر د ښار پارک ته ځئ ۲۰ افغانۍ مصرفوی نن قرار خپل اطاق کې د يو کتاب مطالعې ته کېنه،که روزمزه لس افغانيو انترنیت کاروی پدې ورځ خپله ډيټا تر ماښامه بنده وساتئ،او همداسې نور کوچني کوچني مصارفاتو کنترول کولای شي،تاسې سره د یو سپما کونکي فکر پیدا کړي.او ممکن بیا دا فکر له یوې دوه یا درې ورځو ته زیات کړی.

دا هم ولولئ:   ایا په ټولنې کې ځوان له خپلو مسؤلیتونو خبر دی؟_ احمد طارق خلیلي

* اضافه او نه کاریدونکي شیان مو خرڅ کړئ: هغه که یو پر ځای دوه موبایله اوسي،یا هم که د موټر سره سره د موټرسایکل شتون وي او یا هم نور توکی خرڅ يې کړئ ځانته پرې نغده پیسه پیدا او سپما يې کړئ.

نوټ:دغه سپما شویو پیسو ځان سره ساتل بیا کومه اقتصادي ګټه نلري،اما که پر همدغو پیسو یو کوچنی کاروبار پیل کړ بیا به مو په واقعي معنا پیسې سپما کړي وي،یو کس کولای شي د خپلې دندې سره خپلې سپما شوي پیسې، یو دوکاندار ته ورکړي تر څو هره میاشت د خپلو پيسو په اندازه ترې ګټه تر لاسه کړي،یا هم یو چا ته يې د کوچنيو کاروبارونو لپار ورکړي،هغه که په هره اندازه پیسې وي په هماغه اندازه به خپله ګټه ترلاسه کوي.

2 Comments

  1. وروره په کاروبار پيسې ورکول او بيا ترې د مياشتې ګټه پرته له تاوانه اخيستل سود دی، لږ بايد پدې هم پوی شو چې مونږ مسلمانان يو او په يو مسلمانه ټولنه کې ژوند لرو.
    د پيسو د سپما نور موارد دې بيخي غوره دي، مننه ورور.

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*