هندي نجلۍ ولې د خپل مئين له کبله ۱۱ کاله له کوټې را ونه وتله؟

هندي پولیسو د هغې نجلۍ پټنځای پیدا کړی چې له ۲۰۱۰ کال راهیسې تراوسه پورې ۱۱ کاله پکې پټه وه.

هندي پولیسو رسنیو ته ویلي دغه نجلۍ ساجینا نومېږي، ۱۱ کاله مخکې یې د ورکېدو عریضه شوې وه، خو کلونه وروسته پولیس متوجه شول چې دغه نجلۍ دا ۱۱ کاله د خپل پلار له کور ۵۰۰ متره لرې له خپل مئین سره اوسېدله، خو هېڅکله له خپل کوره بهر نه وه وتلې.

دا نجلۍ یوولس کاله مخکې د ۱۸ کالو وه چې په عبدالرحمن نومي مسلمان هلک یې زړه باېلود، خو بیا چې پوهه شوله کورنۍ یې عبدالرحمن سره واده کولو ته نه پرېږدي، نو له کوره پټه ووتله او عبدالرحمن سره یې واده وکړ.

هغه وخت چې نجلۍ له کوره وتله ځان پسې یې هېڅ نښه پرې نښودله او ټيلیفون هم نه و چې په مرسته یې پیدا شوې وای، پولیسو هم په دې دومره کلونو کې هېڅ نښه او لاره پيدا نه کړه او کورنۍ یې هم د مینې له دې تاره خبره نه وه.

د سیمې خلک وایي د عبدالرحمن ګاونډیان هم نه پوهېدل چې په دې کور کې دا نجلۍ اوسېږي، ځکه هغوی په کور کې یوه خاصه کوټه درلودله او دا ۱۱ کاله یې څوک دې کوټې ته نه پرېښودل. تر دې چې یوه ورځ د عبدالرحمن د کورنۍ یو غړی تصادفي دې کوټې ته ورننوت او دا پټ راز یې افشا کړ.

دا هم ولولئ:   یوټیوبران د کال ۱۰ میلیارده ډالر عاید ترلاسه کوي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*