طنز: د سینما عشق / پطرس بخاري – (لومړۍ برخه)

ژباړه: حمایت ارمان - د هندي ادبیاتو محصل

 (د سینما عشق) عنوان ته به تاسو ته سخت له خونده ډک ښکاري، خو افسوس چې په دغه لیکنه کې به ستاسې ټولې تمې ټپي شي، ځکه په دې لیکنه کې زه د خپل زړه ځینې غوټې راسپړم.

تاسې دا مه ګڼئ چې زما ګني فلمونه نه خوښېږي، یا چې د سینما په تیاره او موسیقۍ کې کومه مینه کېږي، له هغې منکر یم. د سینما په اړه خو آن له ماشومتوبه مشرانو رټلی یم، خو نن سبا زما د ملګري میرزا صیب په مهربانۍ سینما زما خوږه ګوته ده. چرته چې د سینما نوم واورم ځینې غمجن یادونه مې راتازه شي، دې سره ورو ورو زما طبیعت هم بیخي بدبینه شوی دی.

لومړی زه چېرته د خداي په فضل سینما ته په خپل وخت رسېدلی نه یم، خو په دې کې زما د لټۍ هېڅ لاس نشته، ټول قصور زما د ملګري میرزا صیب دی. میرزا هسې په خوله زما ملګری دی، خو ماته یې چې په دې ملګرۍ کې کوم زیانونه رارسولي، د دښمن پلار یې هم ولاکه را ورسوي.

زما چې سینما ته زړه وشي، نو د اونۍ له پيله ده ته لګیا یم چې:

  • څنګه چل دی میرزا صیب، د جمعې په شپه به سینما ته ځو کنه؟

 زما هدف دا وی چې میرزا صیب مخکې له مخکې تیار وي او خپل مصروفیتونه د همدې له مخې سره جوړ کړي. دا په دې خاطر چې د جمعې د شپې په دې کار کې کومه ستونزه پاتې نه شي، خو هغه راته ځواب کې، په ډېره بې پروايۍ وایي چې:

  • ولې؟ څنګه به نه ځم؟ دا زه درته انسان نه ښکارم؟ زړه نه لرم؟ تفریح ته ضرورت نه لرم؟ او بیا ما تاسره تراوسه داسې کومه ناځوانې کړې چې ویلي دې وي ځو او زه درسره نه یم تللي؟
دا هم ولولئ:   ستا مينه (هنري نثر) / استاد صدیق الله رښتین 

دده دغه تقریر چې واورم زه لږ خفه غوندې شو، څو شېبې غلی یم، بیا ورته غلي ووایم:

  • که خدای کول په وخت به ورځو، سهي ده کنه؟

زما په دې خبره عموماً غوږونه کڼېږي، ځکه په دې خبره یې ضمیر لږ راویښېږي، خو بیا هم زه ډېر ټينګار نه کوم، یوازې په دې خاطر ورته دومره وایم چې په خبره یې سر خلاص شي:

  • دا سینماګانې خو نن سبا په شپږو بجو شروع کېږي، که څنګه؟

میرزا صیب راته په عجبه عاجزۍ ځواب راکړي:

  • په دې خو زه ولاکه پوهېږم.
  • زما په خیال لکه چې شپږ بجې شروع کېږي.
  • نو ستا خیال خو څه ثبوت نه دی.
  • نه، یعنې زه پوهېږم چې په شپږ بجې شروع کېږي.
  • چې ته پوهېږې، نو زما ماغزه ولې خورې؟

اوس تاسې ووایئ چې زه ورته نور څه ووایم؟

خیر په هر صورت، د پنجشنبې په ورځ چې څنګه څلور بجې شي، زه د میرزا صیب کور ته روان شم. ټول فکر مې دا وي چې هغه به زر زر تیاروم او په وخت به سینما ته ځان رسوو. دولت خانې ته یې چې څنګه ورسېږم، بنده بشر نه وي. د حجرې ټولې خونې تشې پرتې وي. زه په هرې کړکۍ کې وګورم. هر درز کې غږ وکړم، خو له هېڅ خوا غږ نه راځي. آخر چې راتنګ شم په کوټه کې کېنم. هلته لس پنځلس دقیقې شپېلي ووهم. لس پنځلس دقیقې په ټیشو پيپر رسمونه وباسم. بیا یو سګرټ لوخړه کړم. بهر دهلیز ته راووځم او هاخوا دیخوا وګرځېږم. بنده بشر نه وي، بېرته کوټې ته راستون شم او اخبار ته لاس کړم. له هرې لیکنې وروسته میرزا صیب ته یو وارې په دې هیله ورغږ کوم چې پاس کوټې ته به یې تشریف راوړی وي. که ویده و، راويښ شوی به وي. که لامبل یې له تشنابه به راوتی وي. خو زما غږ په ټوله ودانۍ کې ګرځي ګرځي او بېرته ماته راګرځي. آخر څه باندې پنځه نیمې بجې میرزا صیب له خپل کوره راووځي. زه خپله ټوله غوسه کابو کړم، په ډېره سختۍ ترې خپل درنښت او اخلاقو ته په پام، پوښتنه وکړم چې:

  • څنګه صیبه؟ تاسې دننه وئ؟
  • هو دننه کور کې وم.
  • زما غږ مو نه اورېده؟
  • ښا! دا ته وې؟ ما ویل که بل څوک دی.
دا هم ولولئ:   ضدي پسه!!

زه سترګې پټې کړم، سر جیګ کړم، غاښونه وچیچم او غوسه تېره کړم… بیا ترې په لړزېدلو شونډو پوښتنه وکړم:

  • ښه نو، تاسې راسره ځئ کنه؟
  • چېرته دخیره؟
  • واا د خدای بنده، نن سینما ته نه تلو؟
  • وۍ رښتیا سینما… سینما…

همدا خبره یې په خوله وي چې په څوکۍ کېني او خبره وغځوي:

  • هو ولا سینما … ما ویل چې څه خبره حتمن شته، په زړه مې وه خو په خوله نه راتله… دا ښه شو چې تا رایاده کړه، ګني بېګا ته به مې ټوله شپه سودا وی.
  • نو ځو دخیره؟
  • هو، لاړ خو به شو خو، ما ویل چې دا جامې مې لږې بدلې کړې وی. خدای خبر دوبي بدبخته به جامې راوړې وي کنه، یاره یو خو د دې دوبیانو څه غم وکړه.

که انسان وژنه دروند جرم نه وی، نو نن به رانه په دې حالت کې حتمن شوی وی، خو څه وکړم، په خپلې ځوانۍ مې زړه سوځي، بې وسه شم، یوازې دومره ورته وویلی شم چې:

  • میرزا صیب، خدای ته وګوره، زړه راباندې وسېځه، زه دلته سینما ته د تللو لپاره راغلی یم، د دوبیانو غم ته نه یم راغلی. یاره سخت بې پروا سړی یې، پاوکم شپږ شوې او ته اوس هم قلارې ناست یې.

میرزا صیب دا وخت په یوه استادانه موسکا له خپلې څوکۍ را پاڅېږي، ته وا دا راته وايي چې ښه سهي ده، ستا دا ماشومانه ضد به درسره ومنم. له دې وروسته په دې خبره کور ته ننوځي چې: زه به لږې سمې جامې را واغوندم.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*