ژوند په ټولنیزو اړیکو او ملګرو ښایسته کړئ / حکمت الله همت

لیکوال: حکمت الله همت

زه له ډېرو تجربو وروسته دې پایلې ته ورسېدم چې ژوند یو مهلت دی جوړول او خرابول یې پخپله د انسان په لاس کې دي، اړیکې اوملګري د روح د تغذیې لپاره تر هر څه ښه دارو دي، هغه کسان چې سالمې ټولنیزې اړیکې لري په ژوند کې کم استرس تجربه کوي اوهېڅکله د ژور خفګان قرباني کیږي نه.

ښو اړیکو ته د رسېدو لپاره ذهني جوړښت هغه وسیله ده چې دوه ګونې اړیکې قوي کوې او د دواړو لورو په منځ کې مینه او یووالیرامنځته کوي، ځینې وخت انسان د خفګان او ورځني ژوند د ستونزو تر فشار لاندې راځي؛ هېڅکله په ژوند کې کوچنۍ خبرې او مسئلېجدي مه نیسئ، خفګان او فشار تل نه وي بلکې موقت وي تېرېږي.

انسان ته چې کوم شی ډېر اړین دي مثبت لیدلوری دی، هڅه وکړئ چې پر هر څه کې مثبت ټکي پیدا کړئ؛ باور وکړئ له دغو خپلو شتواو ورځني ژوند به داسې خوند واخلئ؛ چې هېڅکله به هم خپل ژوند په لویو لویو پادشاهیو هم بدل نه کړئ، ددې چاپېریال او حالت دلاسته راوړلو لپاره تر ټولو مهم او اړین ټکي په ژوند کې سالمې ټولنیزې اړیکې، نېکه کورنۍ او ښه ملګري درلودل دي.

ټولینزې اړیکې، ملګري او کورنۍ د ژوند د پرمختګ ماشین دی، که چېرته په ژوند کې ښه ملګري ولرئ، له نېکو خلکو سره ناسته او ولاړهوکړئ؛ هېڅکله به په ژوند کې ستړي او خفه نشئ.

مونږ باید دا خبره ومنو چې انسانان یو له بل سره تړلي او ژوند یې د یوې زنځیري کړۍ په شان دی، که چېرې د زنځیر کړۍ یو له بل سرهتړاو او اړیکه ولري، مونږ یې په ډېرو مهمو او اساسي برخو کې استعمال کولای شو او ډول ډول ګټې ترې پورته کولای شو، خو که چېرېددې زنځیر په منځ کې کومه کړۍ ورانه یا ماته شي له یو خوا به د یو سمندر په شان د دوو ډلو تر منځ د اړیکي پول وران شوی وي له بلېخوا به هغه کړۍ چې د زنځیر له لړۍ لرې لوېدلې تل یواځې او بې ثمره پاتې کیږي ، دغه مثال ته په کتو سره ویلی شو چې د انسان ژوندهم کټمټ د زنځیر او کړۍ په شان دئ ښه به دا وي چې انسان د زنځیر له کړیو سره پیوسته او په اړیکه کې پاتې شي؛  ځکه چې له ټولنېلرېوالی او یواځیتوب انسان خوري او د وخت په تېرېدو سره یې له منځه وړي.

دا هم ولولئ:   د نویو ملګرو موندلو ۶ لارې چارې

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*