د لټۍ ارواپوهنه (ناچاپ کتاب) / دولسمه برخه

لیکوال: اډوېن سي. بلس / ژباړه: میراحمد یاد

پنځم ګام: خپله وړتیا لوړه کړئ

 

  • تاسې وویل چې عادتونه، باورونه او قضاوتونه زیاتره د لټۍ لامل کېږي، خو د خلکو د وړتیا په اړه مو څه ونه ویل. ستړیا پر لټۍ اغېز نه لري؟

ولې نه يې نه لري. یو کس ښایي ښه بوه شي چې څه باید وکړي او د کولو نیت یې هم لري، خو د بدني ستړیا له امله یې ځنډوي. ستړیا د کار ځنډولو یو اصلي لامل دی.

د بدني یا فزیکي فعالیت له امله رامنځته شوې ستړیا طبیعي ده، دا روغ او طبیعي غبرګون بلل کېږي، خو دا ستړیا اوږده نه وي. دا ستړیا چې ختمه شي، تاسې تازه انرژي احساسوئ، خو اوږدمهالې (مزمنه) ستړیا بیا بله کیسه ده، هغ ستړیا به د لټۍ لامل کطږي او تر څو چې بیا دغه ستونزه حل نه شي، ستاسې د کار په چټکتیا اغېز نه کوي.

  • د اوږدمهالې ستړیا لامل څه دی؟

سل په سلو کې طبي لاملونه درلودی شي، خو عموماً داسې نه وي.

ډاکټر لئونارډ هایمز او ډاکټر ریچرډ ټایسن په دې باور دي: څوک چې له اوږدمهالې ستړیا شکایت کوي، یوزاې ۲۰ سلنه یې طبي درملنې ته اړتیا لري. ۲۰ سلنه د بېلابېلو لاملونو له امله ستړي کېږي چې د وینې کمښت، د توري خرابوالی، شکر، د ګردو خیری، توبرکلوز، د سینې مکروب یا نور هورموني اختلالات دي چې د درملو خوړو له امله رامنځته کېږي یا ښايي طبیعي دلایل ولري.

  • پاتې ۸۰ سلنه څنګه وي؟

د ستړیا اصلي لامل به باید په درېیو عواملو یا د دوی په ترکیب کې ولټول شي، لومړی یې ورزش نه کول نه دي.

منظم ورزشي پروګرام چې حرکات یې د زړه د درزا زیاتېدو لامل شي، دا اوږدومهالې ستړیا کموي، خو ورزش باید د پلان له مخې وشي.

دا یاد ساتئ چې د ورزش اندازه یې د تکرار او مودې هومره مهمه نه ده. که د اونۍ په اخر کې ډېر ورزش وکړئ، هم بدن مو نه ښایسته کېږي. خو که چېرې هره ورځ د امکان په صورت کې له ۱۵ تر ۲۰ دقیقو ورزش وکړئ، بدن به مو سالم وي. دا به درته جالبه وي، څېړونکي پر دې پوه شوي چې هره ورځ ورزش کول او د یوې ورځ بعد ورزش کولو ترمنځ ډېر توپير نشته، خو که یوه ورځ ورزش وکړئ او یوه ورځ یې ونه کړئ او په منځ کې کله کله له تمرینه پټ هم  شئ یا مو ورزش یوازې د اونۍ په وروستۍ ورځ وي، نو هسې ځان تېرباسئ. دا ورزش نه یوازې دا چې اغېز نه لري او مرسته درسره نه کوي، بلکې که عمر مو له څلوېښتو کالو لوړ وي، خطر هم در پېښولای شي. ډاکټر هنري ډي میکنټاش په فلورېډا کې اوسېږي او د زړه ډاکټر دی. ده په یوه مقاله کې ګواښ کړی دی، که څوک ټوله اونۍ فعالیت نه کوي او یوازې د اونۍ په اخر کې ورزش کوي، نو د زړه د حملې خطر ورته پيدا کېږي، په دې لړ کې چې چمتو والی څومره لږ وي، د خطر امکان هومره لوړ وي.

  • موږ په لټۍ غږېدو، له موضوع ګني ونه وتلئ؟
دا هم ولولئ:   ځان اوبښه او له سرہ یې پیل کړ‎ہ/صفیه عارفي

نه، نه یم وتی. یو ځل بیا به موضوع تکرار کړم. د ستړیا یو لامل اوږدمهالي ستړیا ده او ددې ستړیا یو مهم لامل د چمتوالي کمی دی او د چمتوالي د کمي اصلي لامل په اندازې ورزش نه کول دي.

زه پر دې باور یم چې که ورزش پلان شوی وي، نو د لټۍ لیوالتیا تر ډېره کموي او بله دا چې یوازې د ډېرې انرژۍ خبره نه ده، ورزشي تمرین ستاسې پر ذهني تصویر هم اغېز کوي. که بدني چمتووالی ولرئ، نو پرځان باور در کې پيدا کېږي، هوډ مو قوي کېږي، تازه کېږئ او هغه کارونه به کوئ چې له دې ځانګړنو پرته ترې همداسې تېرېدی.

لټي ځانله جلا عادت نه دی، بلکې هم له بدني روغتیا سره اړیکه لري او هم له ذهني لیدلوري سره.

  • دا خو منم چې بدني یا فزیکي چمتووالی ښه وي، نور څه ویل نه غواړئ؟

ولې نه، خبرې ډېرې دي. د پلان له مخې تمرین او ورزش د کیسې یوازې یوه برخه ده، تاسې چې کار کوئ، د ورځې په جریان کې هم فزیکي فعالیت ولرئ.

کوم خلک چې تل مېز ته ناست وي او ګرځېدل یې لږ وي، د دوی بدن تل دروند او بې حاله وي. د انسان بدن دې ته نه دی ساز چې مېز ته دې ناست وي او حرکت دې نه کوي. داسې هم نه ده چې انسان دې اته ساعته مېز، کمپيوټر یا بل ماشین ته همداسې ځای پرځای ناست وي. وینه چې بې حرکته شي، لویې پلې (عضلې) د سکون حالت ته راځي او دې سره د ستړیا او بې حالۍ احساس پيدا کیږې، په همدې خاطر چې کله موږ یو کار کول غواړ، نو زړه مو ورته نه کېږي او لټي راباندې درنه وي.

  • خو ډېر کارکوونکي او مزدوران بله چاره نه لري. په زیاتره دفترونو کې دفتري او اداري کالونه مثلاً زنګ وهل، لیکل، مرکې، خبرې اترې، دوسیه بندي، مطالعه، ټایپ، پلان جوړول، کتنې او ملاقاتونه، څېړنې او نور ډېر کارونه نسبتاً په ناسته کېږي. په دې حالت کې که څوک فزیکي یا بدني فعالیت کوي، ساعتونه باید له کاره وځي، همدسې نه ده؟
دا هم ولولئ:   د ځان احترام لپاره ۲۰ طلایي قوانین!

نه داسې نه ده. لومړی خو په دې کې ځینې کارونه په ولاړه کولای شئ. البته که دفتر کې کار کوئ، ناسته به مو ډېره وي، خو زه درته له ستړیا خلاصېدو لپاره دا سپارښتنه کوم چې د ودرېدو له هر فرصته ګټه واخلئ. مثلاً ځان داسې عادت کړئ چې پر ټیلیفون خبرو کولو لپاره ودرېږئ. که چېرې موبایل وي یا د ټيلیفون تار لږ اوږد وي، قدمونه هم اخیستی شئ.

که کېناستل درته ښه ښکاري، نو بیا په څوکۍ ډېر اوږد وخت لپاره مه کېنئ، د مېز په څنډې کېنئ، ګټه یې دا ده چې ډېر وخت په یوه حالت نه پاتې کېږئ، په ولاړه هم خبرې کولای شئ.

که په ولاړه کار کولو لپاره ځای لرئ، ډېره ښه ده. لوړ مېزونه، المارۍ، دوسيې یا بل هر څه چې په څوکۍ ستاسې د آرام کېناستو مخه نیسي، مرسته درسره کوي.

البته ډېره موده ودرېدل هم انسان ستړی کوي. نو که په ولاړه کار کوئ، ښه دا ده چې یوه لوړه څوکۍ درسره کېږدئ،. که داسې یو ځای لري چې د ولاړې پر وخت پرې یوه پښه کېږدئ، دا هم ښه ده، ځکه له یوې پښې بلې ته وزن اړول، هم د ستړیا په رفع کولو کې مرسته کوي.

د اقتصادي موسسو ځينې لوړپوړي چارواکي په دې وروستیو کلونو کې لوړ مېزونه کاروي او کار پر وخت ورته ودرېږي، خو ددې کار لپاره لوړپوړي کېدل اړین نه دي. هر څوک چې په ناسته کار کوي، ښه به دا وي چې یو څو شېبې ورته ودرېږي.

  • دا نوې نظریه ده؟

نه به وي. له ۱۱۴۵ تر ۱۱۸۹ پورې، انګلیس پاچا دویم هنري هم لوړ مېزونه کارول. وایي دویم هنري د کار د ډېرې انرژۍ، اداري وړتیاو او د مشرۍ په مهارتونو مشهور و.

په منځنيو پېړیو کې به هم راهبانو او زده‌کوونکو لوړ مېزونه کارول. په مشهورو لیکوالو کې الیور ونډل، ارنست همینګوی، وینسټن چرچل، ویلادیمیر ناباکوف، توماس وولف او ویرجینیا وولف هم لوړ مېزونه کارول. د ولاړې کوم مېز چې توماس جیفرسن طراحی کړ، هماغه میز و چې ده پرې د امریکا د خپلواکۍ د اعلامیې مسوده ولیکله، دا مېز اوس هم د امریکا په دفاع وزارت کې نندارې ته ایښودل شوی دی.

  • څوک چې ډېر ناست وي، له دې پرته ورته بله سپارښتنه لرئ؟
دا هم ولولئ:   زما لپاره د ۲۰۲۲ کال درسونه/ روبېن شرما

هو، څومره مو چې وس وي وګرځېږئ. که مو مخکې د خبرو لپاره کوم همکار خپل ځان ته را غوښت، اوس ورسره د خبرو لپاره د هغه دفتر ته ورځئ او لوړو پوړونو ته په لفټ کې د پورته کېدو پرځای په پاتخو (زینو) پورته شئ. موټر له کارځایه لږ لرې ودروئ چې یو څو ګام ډېر واخلئ. که ممکنه وي د کار پر وخت یو څو ګامه واخلئ. د غرمې له ډوډۍ وروسته ګرځېدل ښه خوی دی.

په کارځای کې هم آسان تمرینات کولای شئ. ځیني خلک د دفتر په مېز کې ورزشي وسایل لري. مثلاً کوچني دمبلونه، د ګوتو لپاره نیله (ربړ) او نور … . د بدني روغتیا متخصص ډاکټر لارېنس مورهاوس پر دې نظر دی چې په کارځای کې د ورزش تر ټولو ښه وسیله عیارېدونکی بارفېکس دی. ډاکټر مورهاوس وړاندیز کوي چې کله کله په بارفېکس را وځړېږئ چې د بدن پلې (عضلې) مو راښکل شي.

  • یوه شېبه! که چېرې دفتر د سړي خپل وي، نو بیا دا کار کېدای شي، خو زیاتره سپارښتنې مو عملي نه دي، زیاتره دفترونو کې دا شیان نه منل کېږي، له دې وسایلو پرته نور څه کېدای شي؟

ډېر څه. سره ددې چې ډېر خلک له ورزشي وسایلو ګټه اخیستل ښه بولي، خو ددې کارول اجباري هم نه دي. عادي نرمشي او کششي حرکتونه هم ډېر ګټور دي. ایزومتریک تمرینات هم نن سبا ډېر پلویان لري. زیاتره تمرینونه په ناسته او کار په حالت کې هم کولای شو.

دا یاد ساتئ چې د پلان موخه ستاسې غړي جوړول نه دي. موخه یې داسې حرکات کول دي چې ستا بدن کې د وینې د جریان له چټکتیا سره مرسته وکړي. موخه دا ده چې وینه د بدن ټولو برخو ته ورسېږي او د بدن په لویو پلو کې ولاړه پاتې نه شي. په بدن کې ستاسې د وینې حرکت، مو قوت زیاتوي او د کارونو د ځنډولو تمایل ختموي.

  • تاسې وویل چې ستړیا سره په درېیو لارو مبازه کېږي، یو خو ورزشي تمرینات شو، دویم څه شی دی؟

دویم ځان آرامول دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*