مازوخېزم يا ځان ځورونه (لومړۍ برخه) / رضاء الله ځار

رضاء الله ځار

مازوخېزم يو ډول رواني اختلال دی، چې په بېلابېلو په بڼو سره څرګندېږي، لکه جسمي، جنسي، رواني او نور… خو تر ټولو مشهور يې جنسي مازوخېزم دی.
جنسي مازوخېزم هغه حالت دی، چې پرې اخته فرد په جنسي اړيکو، د نورو لخوا د سخت ازارولو، دردولو او شديدو ضربو خوند اخلي، دوی غواړي ځان ته درد او زيان ورسوي.
ارواپوهان په دې اند دي، هغه افراد چې په مازوخېزم اخته دي، يا ورته کړنې سرته رسوي، دوی کې د جنسي اړيکو په وړاندې صبر او دوام پيدا کېږي.
مازوخېزم او سادېزم سره نه شلېدونکې اړيکې لري، هغه افراد چې په سادېزم اخته دي، د نورو له جنسي زجر خوند اخلي او په مازوخېزم اخته وګړي، د همدغه ډول ساديستانو په لټه کې وي، تر څو غير انساني تنده پرې ماته کړي.
په مازوخېزم اخته وګړي د هغه کسانو په لټه کې دي، چې دوی سپک کړي، ويې رټي، ويې وهي، ويې تړي او په وحشيانه ډول ورسره جنسي اړيکې وپالي، دوی په ټوله کې د هغه وګړو په لټه کې دي، چې دوی ورټي او ناوړه چلند ورسره وکړي.
په دغه اختلال اخته افراد ځان حقير او کم عزته ګڼي، هغه افراد په ځان مسلطوي، چې د دوی خوښېږي، د دغې ډول وګړو لخوا د ځان هر ډول سپکاوی مني، ټول ځان ورته تسليموي، له کنځاوو او رټنې خوند اخلي، په يو ډول ځان د نورو جنسي الې ګرځوي او جنسي غلامي يې قبلوي.
لکه څنګه مې چې وويل، مازوخېزم ډېر ډولونه لري، ځيني خلک شايد دغه عقده په د بدن د ځينو غړو په سوځولو، ټيټو (tattoo) کولو، ستنو وهلو، پرې کولو، په پاکي وهلو، د زخمونو د پوستکي بيا لېرې کولو، د ويښتو ويستلو، د سر جنګولو او د هډوکو ماتولو په بڼه له ځانه څرګنده کړي او ځان ته ازار ورسوي.
ارواپوهان په دې اند دي که چيرته مونږ هغه احساس پيدا کړو، چې فرد يې دغه کار ته واداره کړی کولی شو، په درملنه يې لاس پورې کړو.
هر کله چې فرد يو ډول احساساتي درد لري او نه شي کولای هغه درد ښکاره يا يې ارام کړي، نو د دې لپاره د ځان په فزيکي درد لاس پورې کوي او خپل احساس پرې سړوي.
ځان ته ضرر رسول يا خود ازاري د ژوند په هره برخه کې شونې ده چې واقع شي، خو مهم څه چې دي، هغه کورنۍ، د ژوند بڼه، مخکينی ژوند، رواني ستونزې، د مخدره توکو استفاده او نور دي.
خو په ډېرې خواشينۍ سره چې اکثره ځوانه طبقه په دغه اختلال اخته، لاس او ګرېوان ده، ځيني وخت دغه ځانته ضرر رسول ښکاره بڼه هم لري، لکه د ځان وژنه، ځان سوزونه، يا د کور په لانجو کې ځان ته زيان رسول، سر په شيشه وهل، د کور شيشې ماتول، لوښي ماتول او نور….
هر کله چې دغه افراد ځان په خپله يا د نورو له خوا ځوروي، دوی ته خوند ورکوي او يو ډول سکون ته پرې رسېږي، چې دغه سکون لنډ مهاله وي او دوی بيا بيا د دغه چارو غوښتنه کوي.
دوی شايد په خيال کې ځينې صحنې جوړې کړي، چې ځان ته په څه ډول زيان ورسوي او هغه په ورځني ژوند کې عملي کوي.
___________________
#نوټ:دا چې ولې فرد په دې اختلال اخته کېږي، ډولونه يې کوم دي او تدواي يې څه ده راتلونکو برخو کې پرې بحث کوو.

دا هم ولولئ:   وطنۍ هګۍ تر بازاري ښې دي؟ / سپین سهار

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*