نغمه: ښاېست د خدای ورکړه ده

د افغانستان مشهورې سندرغاړې او شاعرې ښاپېرۍ نغمې په یوه نوې ټلویزیوني مرکه کې د خپل ښايست او ځوانۍ رازونه ښکاره کړل.

نغمه، چې د عمر په اړه ېې دقيق څه ونه ويل، په خلکو کې د ښايست او نه زړېدو له امله ډېره مشهوره ده.

تر دې، چې ډېر خلک ېې د ښايست او ځوانۍ د یوې سمبولې په توګه یو بل ته يادوي.

نغمه په تازه مرکه کې مني، چې دغسې ستاینې یې کیږي، خو دا الهي لورېينه بولي او ورسره خوا کې خپل غذايي رژيم او ورزش د ځوانۍ او ښايست رازونه یې بولي.

د هغې په وينا، هره ورځ منډې وهي، سبزيجات او مېوه ډېره خوري او خپل صحت ته ډېره پاملرنه کوي، چې له دې کبله ځوانه او ښايسته پاتې شوې ده.

ښاپېرۍ نغمه په خاص ډول د انارو يادونه کوي او وايي د خوراکي رژیم يوه همېشنۍ برخه ېې ده.

هغه له دې سره زياتوي، چې په طبيعي حسن او ژوند باور لري، تر اوسه ېې غاښونه، ويښتان او د وجود نورې ټولې برخې طبیعي دي او په وینا یې د ځينو نورو خلکو په شان یې له جراحۍ کار نه دی اخیستی.

خندانه څېره، زړه ته غم نه ورکول، نورو سره ښه چال چلند او ساړه دماغ نوموړې د خپل ښايست او ځوانۍ نور مهم رازونه بولي.

ښاپېرۍ نغمه، چې اوس په امريکا متحده ايالاتو کې ژوند کوي، د څو اولادونو تر څنګ څو لمسيان لري او له جلا شوي خاوند منګل څخه بېل ژوند کوي.

نوموړې په دې مرکه کې له منګل څخه وروسته د ژوند د بل ملګري او د پخواني جهادي مشر محمد نبي محمدي زوی سره د ګډ ژوند د دوام یا نه دوام په اړه څه ونه ويل.

دا هم ولولئ:   ستا مينه (هنري نثر) / استاد صدیق الله رښتین 

له څه مودې راهيسې په ټولنیزو رسنیو کې د ژوند له دغه ملګري څخه هم د ښاپېرۍ نغمې د جلا کيدو راپورونه ورکړل شوي دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*