دا خلک به څه وایي؟ اسدالله دولتزی

لیکنه: اسدالله دولتزی

دا هغه کلمه ده چې په ټولنه کې ددې لپاره ډېرو خلکو خپل ارمانونه، خوبونه او فیصلې د خاورو خوارک کړي دي.

دا خلک به څه وایي، دا هغه ډله خلک دي چې کله درباندې سخته راغله، غریب وې، بې دندې وې،سختۍ را نېولی وې بیا درسره هېڅوک نهوي، ولې که چېرته دې ژوند ښه و،اقتصادي ستونزې دې نه وې بیا به دې دوستان او همدا خلک چې ته ته ترې وېره لرې چې ( دا خلک بهڅه وایي؟) همدا بیا درته ډېر ځان نږدې کوي،ولې بیابه هم وایي چې خلک به څه وایي، په بده ورځ کې به هېڅوک درسره نه وي.

دا ژوند ستا دی هغه چاته اهمیت او مینه ورکړئ چې څوک درته په مقابل کې په اهمیت او مینه ورکولو قایل وي،خو که هر چاته اهمیتورکوې او مقابل کې درته نه وي نو باوري اوسه چې په خپل ځان بې باورۍ او ګوښه توب ته دې وړي.

ارواپواهان وایي، چې په ژوند کې باید یو انسان لومړی له خپل ځان سره مینه وکړي، خپل ځان واوري او بیا نورو ته غوږشي.

ژوند کې هېڅکله خپلې هېلې یو انسان پورې مه تړئ، چې ګواګې که دا نه وي زما هیلې او ارمانونه به تالا والا شي، بلکې پر خپل ځانکار وکړئ، له حالاتو او ستونزو سره د مقابلې چل زده کړئ.

خپل ژوند ددې لپاره مه ځانګړی کوئ چې تل دنورو ګټو او ارمانونو پوره کېدو ته کار وکړئ بلکې په خپل نفس او پر ځان د باوري کېدو فکروکړئ او ځانته خپله یوه نړۍ سازه کړئ.

دا هم ولولئ:   د چا کار کې کار مه لره، له ژوند به خوند واخلې

حالات بدلېږي، هېڅکله  وخت چاته نه ودریږي، که ښه وې او که بد وخت لکه د سیند اوبه روانې وي، هغوی بریالي دي چې حالاتو سرهسازګاري وکړي، ستونزو سره د مقابلې او حل په هنر پوی اوسي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*