حضرت ابوبکر صدیق (رض) ویناوې

پرمختګ

    1. تر ټولو کمزوری انسان هغه دی چې ملګری یې نه وي
    2. د مور او پلار خوشحالي دنیا کې د شتمنۍ او آخرت کې د نجات لامل کېږي.
    3. له ګناه توبه کول ښه دي، خو له ګناه ځان ساتل ډېر ښه دي.
    4. هره پېښه چې کېږي هغه نږدې ده، خو مرګ تر هغې هم نږدې دی.
    5. له سړیو شرم ښه دی، خو له ښځو شرم ډېر ښه دي.
    6. پاک نفسه انسان چې خپله ستاینه اوري، شرمېږي.
    7. د ځوانۍ ګناه بده ده، خو د بوډاتوب بدتره ده.
    8. د شتمن صدقه ښه ده، خو د غریب ډېره ښه ده.
    9. علم د پېغمبرانو میراث دی او شتمني د فرعون او قارون میراث دی.
    10. زړه مړ دی، خو په علم را ژوندی کېږي.
    11. علم مړ دی، خو په طلب (غوښتلو) ژوندی کېږي.
    12. څوک چې د الله کارونو ته مخه کړي، الله د هغه کارونو ته مخه کړي.
    13. بدبخته انسان هغه دی چې پخپله مړ شي او ګناه یې ژوندۍ وي.
    14. د ستونزو جرړه د انسانانو خبرې دي.
    15. له بدو خبرو یوازیتوب ښه دی او له یوازیتوبه د علماو مجلس ښه دی.
    16. د هر شي ثواب په اندازه دی، خو د صبر ثواب بې اندازې دی.
    17. څوک چې یوازې ګیلې او شکایتونه نه کوي، هغه خوندور ژوند ته رسېږي.
    18. څوک چې د ژړا زور نه لري، په ژړېدونکو دې رحم وکړي.
    19. له خلکو تکلیف لرې کول او خپله یې اخیستل لوی سخاوت دی.
    20. شهوت له پاچا، غلام جوړوي.
    21. ښه انسان چې عالم شي خاکسار شي او بد انسان چې عالم شي مغرور شي.
    22. اخلاص دا دی چې د عمل بدله ونه غوښتل شي.
دا هم ولولئ:   د رڼا په لټه کې واوسه، پيدا به يې کړې / عزيز پردېس  

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*