د ځــان ارزښـــت مــو درک کــړئ!

ژباړه: شبـــانه دروان

برايان تريسي (Brian Tracy)چې خپل سیمینار پېل کړ په لاس کې یې شل ډالره و.
هغه له کډونوالو پوښتنه وکړه: څوک دا شل ډالره غواړي؟
تالار کې لاسونه جیګ شول.
هغه وویل:
زه دا پېسې تاسې څخه یو ته یې ورکوم خو مخکې له هغې ماته اجازه راکړئ چې زه یو کار وکړم، هغه پېسې په لاس کې کونځې کړې او پوښتنه یې وکړه:
اوس یې څوک غواړي؟؟
بیا هم لاسونه جیګ شول.
هغه وویل:
که دا کار وکړم بیا څه؟
هغه پېسې ځمکې ته ګوزار کړې په داسې حال کې چې بوټان یې په پښو ول پښه یې په پیسو کېښوده پېسې چټلې شوې او بیرته یې لاس ټیټ کړ پیسې یز رواخیستې، ګډونوالو ته یې اشاره وکړه اوس چې دا پېسې چټلې شوي دي څوک یې اخیستلو ته حاضر دی؟
بیا هم لاسونه جیګ شول.

څو شېبې تېرې شوې بیا یې وویل:
ښه هېڅ ارزشت نه لري چې ما په دې پیسو څه وکړل تاسې یې اوس هم اخیستلو ته چمتو یاست ځکه لا یې خپل ارزښت له لاسه نه دی ورکړی او اوس هم هماغه شل ډالر دی….
په ژوند کې موږ داسې ډېر سختیو سره مخ کېږو تر فشار لاندې راځو کله کومې پرېکړې چې کوو او کومو پېښو سره چې مخ کېږو ورسره لاس او ګرېوان کېږو فکر کوو چې بې ارزښته شوي یو.
هېڅ ارزښت نه لري چې څه پېښ شو او څه به پېښېږي،تاسې هېڅکله خپل ارزښت له لاسه نه ورکوئ، تاسې هغو ته چې تاسې سره مینه لري ډېر ارزښت لرئ او ورته په هر حال کې ګران یاست.
#ژباړه_شبــانه_دوران

دا هم ولولئ:   کاري وخت مو اداره کړئ | ګلاب بهار

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*