هېرول، بخښنه ده! / ژباړه امین حسن

ليک| خورخے لوئیس بورخیس ژباړه| امين حسن

قابيل د خپل ورور له وژلو کلونه وروسته بېرته د هابيل سره په يوه ځای کې مخ شو. دواړو د جګ قدونو له کبله يو بل وپيژندل. په يو ځای کېسره کېناستل، اور يې بل او د ډوډۍ په تيارولو اخته شول. خو دواړه داسې ژورې چوپيتا پسې اخيستي و لکه د ورځې ښه ستړي شويخلک چې په ماښامي کې يوه شېبه دمه کوي‌.

خير ډوډۍ پخه شوه په دې شېبه کې قابيل د خپل ورور پر ټنډه د ويشتل شوې تيږې داغ وليد نو له ډيرې خيجالتۍ يې له لاسه ډوډۍ ولويدهاو د خپلې کړې ګناه(د هابيل قتلول) د بخښنې په غوښتنه شو

هابيل وويل: ايا تا زه وژلی وم؟ او که زه ستا قاتل يم؟ زما نه په ياديږي، خير هر څه چې شوي تېر په هېر، اوس خو دا دی بيا سره يو ځایشوي يوو.

قابيل وويل: هو! زه اوس وپوهېدم چې تا وبخښلم، ځکه همدا (هېرول، بخښنه ده) زه به هم هڅه وکړم چې تېر هېر کړم

هابيل ځواب ورکړ: هو بلکل!! ګناه تر هغې پاتې وي ترڅو چې پښېمانتيا وي

پند:

که له خپل اوسني ژونده په تېر يا پخوا کې ترسره شوې ناخوالې يا هم له نورو سره کړې بدګڼې هېرې کړو او يوازې په اوس حال کې دژوند کولو تابيا ونيسو، نو په پوره ډاډ سره ويلی شم چې له نورو سره کړې بدګڼې به مو هېرې، ذهني او روحي نا ارامتيا به مو کمه او ژوندبه مو له سکون و ارامه ډک ووسي. همدارنګه دا احساس به مو په زړه و ذهن کې ژوندی پاتې وي چې خپله هم بايد غوره ژوند وکړو او نورهم بايد د خپلې خوښې ژوند کولو ته پريښودل شي.

دا هم ولولئ:   سختو حالاتو ته ځان مقاوم کړئ / ګلاب بهار

يادونه: نوموتی شاعر و ليکوال خورخے لوئیس بورخیس په ۱۸۹۹زيږديز کال د اګست په ۲۴ په بيونس ايريس کې زيږيدلی، چې په ۱۹۱۴زکال يې کورنۍ سويټزرلينډ ته کډه شوې. نوموړی په ۱۹۱۴ کې د جون مياشتې په ۱۴ مړ شوی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*