هیله مندي ولي مهمه ده؟ / نایب خان

نایب خان

هیله درلودل د عاید په څېر ده، چې ستاسو ژوند له یوې لارې غني کولی او جوړولی شي.

هیله تاسو ته د ژوند مسیر په څرګند ډول روښانوي او تاسو خپل راتلونکې ته ډېر زیات هڅوي.

هیلي له خیالاتو څخه سرچینه اخلي او هر فرد لومړی له خپل خیال سره منطبق د هیلي لپاره لېوالتیا ښيي او هر هغه څه ټارګېټ کوي، چېذهن او فکر یې غوښتنه کوي.

په خیالاتو کې د راتلونکې انځورونه کول تاسو دېته هڅوي تر څو غوره ګامونه د پرمختګ لپاره واخلئ، که تاسو وغواړﺉ او ونه غواړئ هیليزمونږ د ژوند یوه اساسي برخه ګرځېدای شي. هر څوک د یو څه د ترلاسه کولو هیله ضرور لري.

هیله د انسان د ژوند ذاتي برخه ده، هیله له مونږ سره مرسته کوي ترڅو ورباندې خپل راتلونکی ژوند تعریف کړو او د ژوند غځېدلي لار دهمدې هیلي په درلودلو سره وڅارو.

په کلي توګه هیله څه شی ده؟

هیله هغه څه تعریفوي کوم څه چې یې انسان د ترلاسه کولو په لټه کې وي.

کله چې یو څوک د هیلو په اړه له معنوي اړخه مباحثه او تبادل نظر کوي نو د ځواک او باور سره راتلونکې ته خوشبیني څرګندوي.

اما ځینو ته بیا هیله د خطرونو سره د مبارزې، روښنایي او د فرصتونو په څېر ده.

هیله په عامه مانا د یو شي لپاره توقع درلودل دي، چې انسان یې په ترلاسه کولو کې له ځان څخه حریص جوړوي.

اما د هیلي او هدف ترمنځ باید پوره تفکیک موجود وي، هدف د یو څه د ترلاسه کولو لپاره پرلپسې هڅه ده، خو هیلي بیا د ژوند اساسيمنظور دی او بغیر له هیلي ژوند کول ډېر ستونزمن وي او هغه څوک چې هیله نه لري هغوی ژوند نه وي درک کړی او د ژوند په مقصد اګاهنه وي او یا کېدای شي، چې بې شعوره وي. هر انسان باید هیله ولري او هیلو ته کار وکړي.

دا هم ولولئ:   وطنۍ هګۍ تر بازاري ښې دي؟ / سپین سهار

هیله د روښانتیا فلسه ده؟

هیله د روښانه راتلونکې فلسفه ده، یو مثبت ګرا شخص تل تر نورو ډېر هیله من او خوشبین وي، ممکن تاسو یو منفي ګرا شخص سره هملیدلي وي او د ژوند په غرض یې پوه شوي و اوسئ، چې هغوی (منفي ګرا) هم هیله من وي. نو هیله ډېره ځانګړې ده او تل په یوه مشخصهموضوع/څیز باندي تمرکز کوي.

د هیلي خاصه مانا:

هیله درلودل ستاسو تېر او اوسنی وخت له راتلونکي سره نښلوي. تاسو ته د هغه څه لپاره لرلید ټاکي د کوم څه چې د ترلاسه کولو لپاره هیلهمن یاست.

هیله تاسو دېته هڅوي ترڅو په تدریجي او منظمه توګه ورته کار وکړئ.

ډاکټر نیل برټون په خپل کتاب (احساساتو) کې لیکلي: ما به هر وخت له خپلو ناروغانو څخه د دې پوښتنه کوله، چې دوی د څه هیله لري،که به مې ناروغانو منفي ځواب راکړ نو هغوی به ضرور د رواني ناروغیو ستونزې لرلې.

د هیلي اړوند ډاکټر جوډیث ریچ لیکي: هیله په تاریکي کې د ساعت په څېر ده، چې هیڅکله خپله لار نه ورکوي او خپل مدار له لاسه نهورکوي، دا کافي ده چې د ژوند په تاریکو لارو کې خپل مسیر په منظمه توګه طی کړو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*