د ځیرکو موبایلونو ناوړه اغېزې او د مخنیوي لارې / ډاکټر شیراوازخان پکتین

لیکنه: ډاکټر شیراوازخان پکتین

د ځیرکو موبایلونو ناوړه اغیزې په (ماشوم،ځوان،ټولنه او روغتیا) او مخنیوي لارې

په نننۍ نړۍ کې چې ډیر فیصد خلک یې د ځیرکو موبایلونو د کارولو پر مټ د ورځیني ژوند ګڼې چارې مخته بیایي مثلآ: د زده کړې، سوداګرۍ ،اړیکو نیولو، معلوماتو ترلاسه کولو او نورو ګڼو برخو کې خو د ددغو ځیرکو موبایلونو ډیر کارول د زیاتو ګواښونکو ستونزو د زیږیدو لامل کیږي چې دلته د موبایل د ډیر استعمال ناوړه اغیزې په (ماشومانو،لویانو،ټولنو او روغتیا ) برخو کې تر بحث لاندې نیسو:

۱= ماشوم او موبایل: ماشومتوب چې د ژوند یوه ډیره حساسه دوره ده، زیاتو کتابونو کې دغه او د ځوانۍ دوره د ارغوان لښتې سره تشبیه شوي او ضمنآ دغه دوره کې دماغ ډیر ښه د ودې، رشد، نویو څیزنو د زده کړې او اخته کیدو لپاره مساعده ده د اوسنۍ نړۍ د ځیرکو موبایلونو کارولو نارمل مغزی فعالیتونه د خنډ او ځنډ سره مخ کړي، د موبایل ډیر کارول خصوصآ په ماشومتوب کې ددې لامل کیږي چې ذهن په غیراختیاري او غیرنارمل ډول د موبایل په سکرین تمرکز وکړي چې دغه کار د مغز پرمختګ مخه نیسي او د مغزو معمې دندې او د ځان کنترول وړتیا له لاسه ورکوئ چې بلاخره د دوي نارمل ژوند اختلاطي کیږي ماشومان د روحي -رواني،جسمي مشکلاتو سره مخ کیږي چې د ژور خفګان او اضطراب لامل کیږي چې آن د دوي د ځان وژنې لامل شوي ،په موبایلونو کې انترنیت ته لاسرسی چې د مختلغو شبکو سره وصل دي چې د ماشوم د سالمې روزنې ،تربیې د اختلال باعث کیږي چې د ماشومانو د بداخلاقۍ ،فحشا،خودسرۍ لامل کیږي چې د ټولنې لپاره به د یوه سالم ځوان کهول په عوض یو بدرنکه انسان تولید شي.

دا هم ولولئ:   د منفي احساساتو درملنه / بریان ټرایسي

اکثریت میندې او پلرونه ددې لپاره چې خپلو ورځینو چارو اجراء ته فرصت تر لاسه کړي خپل ماشومان په ځیرکو موبایلونو بوختوي چې په لوی لاس د خپلو ماشومانو راتلونکي زیانموي نو لازمه ده اولآ د زیاتو اولادونو د راوړلو څخه باید مخنیوي وشي په هغه اندازه د وي د په سالمه توګه د روزلو وس یې ولري .

۲= لویان او موبایل: په اوسنۍ لالهانده،ستړي نړۍ کې موبایل د ډیرو کارونو د تر سره کولو وړتیا لري ډیرو  کارونو (کورنۍ او ملګرو احوال اخیستل،زده کړې،تخقیقي او څیړنیز مسایل،د نړۍ،هیواد او سیمې احوال اخیستل او ګڼ نور…) په برخه کې موثر تمام شوي چې په دې لیکل هم یو لوی بحث دی خو په ځوانان او منځني عمر کسان چې ډیر د موبایل له کارولو سره سروکار لري چې د ګڼو ستونزو سبب شوي ،د ورځینیو چارو د ګډوډیدو لامل شوي ،دغه سن چې ډیره یوه با انرژي دوره ده چې ډیر مهم کارونه باید پکې وشي خو د ځیرکو موبایلونو کارونې او اعتیاد دا ټوله انرژي ضایع کړي په ډیره فیصدی ځوانان د شپې تر ناوخته په غیر مهمو کارونو په خپلو موبایلونو بوخت وي چې سهارناوخته پاڅیدو له امله ټولې ورځینۍ چارې ښې نشي سمبالولی ،کتاب لوستنه یې ډیرربدرنګه کړي ،د دروغ ویل لامل شوي چې د حیثیت د صدمې لامل کیږي ،چې دغه د موبایلونو له حده ډیره کارونه د ګڼو روغتیایي ستونزو باعث شوي  اوس که ووایو موبایل بیځی نه کاروو اصلآ ناممکنه ده مګر محدود کارول یې د ستونزو د کمیدو سبب کیږي له بله اړخه ددغو موبایلونو ډیر او غیر ضروري کارونه ځوان کهول د ټولنې د ملاتیر دی  ډیر سست،تنبل او بې نوښته کړي .

دا هم ولولئ:   په کارځای کې د ښه چلند لارښوونې (درېیمه او وروستۍ برخه) / ژباړه: احمد طارق خلیلي

۳= ټولنه او موبایل: په ټولنه کې د موبایل رایجیدل، کارونه او استعمال که څه هم لیرې واټنونه سره نزدې کړي مثلآ: کولی شو په اسانه له اسیایي نړۍ په اروپایي نړۍ کې وغږیږو،ووینو مګر د دغو سهولتونو ترڅنګ زیات شمیر ټولنیزې ناخوالې چې په ټولنه کې د سردرد ګرځیدلي راولاړې کړي ،موبایلونو د دوي عاطفه وژلي، کم رنګه کړي ځکه موږ اړتیا لرو له ستړی کاري ورځې وروسته د کورنۍ له غړو سره د زړه خواله وکړو، د کورنۍ د غړو له عاطفه ییز چلند خوند واخلو زموږ عاطفه پیاوړي شي مګر  دغه عاطفه ،مینه ،هوساینه موبایل له ځان سره وړي هر کس له خپل موبایل خوند اخلي او د ارامۍ احساس کوي چې د کورنۍ د اړیکو د ګډوډیدو لامل شوي، د کورنیو تر منځ د واټن د ایجادیدو لامل شوي، د ناسم پوهاوي له وجې کورنی جنجالونه رامنځته شوي، د کوژدن شویو هلکانو او نجونو تر منځ د برخوردونو له وجې حتی اړیکې د پریکون او بلاخره د طلاق تر بریده رسیدلي او ډیر کله اولادونه د موبایل د ډیرې کارونې له امله د والدینو لخوا رټل شوي چې د والدینو او اولادونو د اړیکې د صدمې لامل شوي.

۴= طب او د موبایل ډیر کارول:

* د سترگو دید کمزوری کوي: که تاسو ډیر وخت د موبایل په کتلو تیروئ ډیر ژر به د دید په کمزورۍ او د سترګو اړوند نورو ناوغیو سره مخ شئ ددې دوه عمده علتونه ښودل شوی اول علت دا دی چې په دومداره توګه موبایل ته کتل ددې لامل کیږي چې سترګې مو ونه ښوځی(رپ ونه وهي) چې سترګې مو وچې پاتې کیږي دوهم علت د موبایل روښنایي په نزدې فاصله کې د سترګو لپاره متضررې دي.

دا هم ولولئ:   یوه عامه اروايي ستونزه؛ اوتسیم څه ته وایي؟ / یاسر هاشمي

* د ورمیږ روغتیاي ستونزې: چې د ورمیږ د درد،شخۍ،او بې حسۍ لامل کیږي خو دا ستونزې باید عادي ونه ګڼل شي چې ممکن په نا علاجه ستونزو تبدیل شي ددې ستونزو د مخنیوي لپاره باید په یو حالت کې موبایل ونه کتل شي،کله په څنګ،کله پریوځئ،کله کینئ کله کوم بل وضعیت او اصلآ د د موبایل کارونه کمه شي.

* د موبایل د ډیرې کارونې له امله د میلاټونین هورمون په سمه توګه کار نه کوي چې د خوب د ګډوډۍ لامل کیږي .

* د سرطانونو لامل کیږي په سړیو کې عمده پروستات او په ښځو کې د سینو سرطان

* ګوښه والی

* خافظې کمزوري

* اجتماعي اړیکو خرابوالی

* د وزن ډیروالی

* جنسي ستونزې

* ګڼې نورۍ… .

د پام وړ!!!

ددې لپاره چې له ځیرکو موبایلونو ګټه تر لاسه او له زیانونو یې خوندي واوسو نو اړینه ده تر څو د موبایل کارول محدود کړو له اړتیا او مهمو کارونو له اجراء پرته استعمال نه شي ،انترنیت د کم د اړتیا په اندازه فعال شي ،ماشومان د د موبایل پر ځای په رنکه او تصوري کتابونو او کتابچو مصروف وساتل شي ، په ډیرو کوچنیو ماشومانو د  بیخي بندیز ولګول شي ،تازه ځوانۍ کې د ورته سالم مصروفیتونه پیدا شي ،د دوي اړیکې د وڅارلی شي تر ډیره بریده د دوي ته خودسري (خپل واک) نه ورکول کیږي ،ځوانان د د شپې په بستر کې د ویده کیدو پر مهال او سهاروختي د موبایل له کارولو ډډه وکړي، شپې مهال د موبایل روښنایي تته او د ورځې چې د لمر رڼا وي تیزه وساتي تر څو د سترګو اړوند مشکلاتو څخه په امن کې وئ.

په پوره پښتني او طبی مینه

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*