ژوند یعنې څه؟ / ډاکټر شیراوازخان پکتین

لیکنه: ډاکټر شیراوازخان پکتین

ژوند دومره لنډه کلیمه اما څومره لوړ او څومره مفاهیم پکې رانغاړل شوي نو غواړم په لنډو درته په ژوند لږ وغږیږم، څرنګه چې د ژوند کلیمه له څلورو تورو جوړه ده نو هر یو توري ما بیل بیل تعبیر کړی دی لومړۍ توری “ژ” دی یعنې ژبه هدف ژوند د ژبې په څير دی که مو ښه وکاروله نو ښه به یاست که مو بده وکاروله نو بد یاست په همدې ډول ژوند که مو ورته په ښه نظر وکتل نو ژوند ښکلی دی او برعکس او “ژ” یعنې ژمی هغه په دې هدف چې انسان په ژوند کې تل له ښو او خوندورو موسمونو تیریږی خو بلاخره ژمي ته رسیږی نو په ژوند کې د ژوندانه په خوښیو کې دومره مه ډوبیږئ چې مرګ هیر کړئ ځکه الله ج ته زموږ ورتګ حتمي دی.

د ژوند دوهم توری “و” یعنې وخت ځکه ژوند هم د وخت په څیر تل تیریږی بیا نه راګرځي اما دوهم ځل ژوند وروسته د برزخ له ژونده دی هدف مې اوسنۍ ژوند دی او ” و” یعنې وږی ځکه انسان تل ناشکره دي هر مهال له لوږې او نشتون شکایت کوي خو هیڅکله یې ونه ویل شکر خدایه!!!! په لرونکو څه.

دریم توري “ن” یعنې نوښت یعنې ژوند کې باید تل هڅې وشي تر څو نوښتونه وکړو دا سمه ده چې تقلید ډیر کیږي اما د نوښت لپاره هڅې نه کول بلاخره ژوند پیکه کوي او “ن” یعنې ناکامي ځکه چې ژوند د کامیابیو او ناکامیو ټولګه ده نو بایده دي له هرې ناکامې څخه د بریا لپاره درس واخیستل شي او هیڅکله ځان باید د ناامیدۍ او ناکامۍ غیږې ته ورنه کړو او تل باید مبارزه وکړو.

دا هم ولولئ:   ځان اوبښه او له سرہ یې پیل کړ‎ہ/صفیه عارفي

او څلورم توري “د” یعنې دوکان څرنګه چې په دوکان کې ډیر څه پیدا کیږي او انسان د خپلې اړتیا د رفع کولو لپاره ورځي په همدې قسم ژوند چې له رنګا رنګ مسایلو ډک دی لکه: خوښي، خواشیني، ستونزه، هوسایي، خندا، ژړا او نور…. نو په باید د دې دوکان هره سودا د خپلې اړتیا یوه برخه وبولي او په مینه او درناوي یې واخلي او “د” یعنې دوام، نو د زیږیدینې لومړنۍ ژړا څخه تر وروستۍ ساه پورې هر څه ته باید لا دوام ورکړو او ودریدو ته باید نه ووایو او مهمه یې لا دا چې تل د بریالیتوب لپاره هڅې وکړئ داسې چې که هر ځل ناکام شوې را جګ شه بیا هڅه وکړه همدا بریالیتوب دی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*