شخصیت څه ته وایي؟ / شیراوازخان پکتین

لیکنه: شیراوازخان پکتین

شخصیت د پایداره،دوامداره خصوصیاتو او سلوکو مجموعه ده چې یو کس د ژوند طرز ،عمده خصوصیاتو ،علاقو،ارزښتونو ،مفکورې،عادتونو او اخساساتو له مخې له نورو څخه بیلوي.

شخصیت ستاسو دخبرو او عملونو هنداره ده یقینآ ستاسو شخصیت دا ښایي چې تاسو څنکه یاست!؟ شخصیت د یو شخص داخلي سازماندهي ده چې په روحی -رواني لحاظ د یو شخص فکر ،احساس او سلوک بیانوي. هغه خصوصیات چې یو کس له نورو بیلوي هغه فکرونه او احساسات پکې شامل دي چې په خاصه طریقه یې کوي .اوس راځو دې ته چې شخصیت څنګه جوړیږي ؟

د یوه ښه شخصیت جوړیدل له ماشومتوب څخه پیليږي ،تنکۍ ځواني ډیر عمده رول لري، ماشوم چې څنکه وزیږيږي نړۍ ته سترګې وغړوي د خپل شخصیت د جوړیدو لپاره د طبیعي وړتیاوو او خویونو تر څنک د کسبي مهارتونو په زده کړې مستقیمآ د خپل شخصیت د جوړیدو لپاره هڅې پیلوي، تر ټولو عمده ،رغنده رول د دوي کورنۍ خصوصآ مور او پلار لري داسې هم ویلي شو چې ماشوم د مور او پلار لپاره د یوه سپین فلم یا کیسټ په شان دی دوی چې هر څه وغواړي په دې فلم یا کیسټ کې یې ځای پر ځای کولی شي اوس مثلآ که مور، پلار مینه،محبت ،هڅه ،زیار ،مثبت ګرایي ځای پر ځای کړي نو د پردې پر مخ به هم همداسې یو څه وویني که خدای مه کړه جنګ،نفرت، کرکه ، تنبلي دلته ثبت کړي نو واضح ده همداسې یو څه شاهدان به وي .

ددې تر څنک د ماشوم د ښوونځي پیل د دوی د ښوونکو لخوا رغنده رول لري فرض کړئ د دوی ښوونکي معماران دي دوی ته د یوې معمارۍ د جوړیدو دروند مسولیت ورتر غاړې شو نو دوی باید تر وسې ددې د تهداب په کیښودو کې هڅه وکړي که د معمارۍ  بنسټ قوي ،محکم کیښودل شي نوره وداني حتمن قوي راځي مثلا :د یو دیوال د جوړیدو لپاره خښتې باید منظمې ،قوي کیښودل شي تر څو یو ښه دیوال مو جوړ کړی وي اوس که په دې دیوال کې د ډیزاینونو ته هم پام وشي نو ډیر به خونده ور شي نو د ماشومانو روزل، پالل، شخصیت جوړول عینآ لکه پورتني مثال چې ذکر شو .

دا هم ولولئ:   د ذهني مهارت ځینې قاعدې / احمد طارق خلیلي

اوس نو کله چې ماشوم تهداب ښه کیښودل شو نو نوموړی دې خپله باید دې ته وهڅول شي چې فکر، هڅه او تلاش وکړي تر څو د داسې کارونو او مهارتونو په زده کولو لاس پورې کړي چې دده خپله خوښیږي، لیوالتیا ورته ولري ،خپل طبیعي مهارتونه ،استعدادونه او وړتیاوې د رابرسیره کړي دا باید وپیژني چې کوم څه کولی شم،څه مې خوښیږي او څه باید وکړم حتمن ددغو کارونو د اجراء هڅه وکړي ښه په شور،شوق او لیوالتیا سره او هیڅکله دې د منفی ګرایئ دا مثلث( نه کیږي،نشم یې کولی،امکان نه لري) حتی په تصور کې هم نه راولي همیشه د اعتماد بنفس واوسي چې دا اعتماد بنفس اوسیدل د ډیرو کارونو د اجراء حوصله ورکوي.

بل مهم څه !!! په ټولنه کې د ناستې پاستې لپاره د خلکو انتخاب ډیر مهم دی دغه کس چې غواړي یو ښه شخصیت واوسي نوموړی دې په ټولنه د مختلفو کسانو(زوی،ورور،خور،مور ،پلار خاوند،ښځې ) رول ولوبوي تر څو د نوموړي شخصیت وده وکړي خو په دغو مختلفو دورو کې له داسې کسانو سره د ناسته ،پاسته وکړي چې دوی ته په معنوي لحاظ یو څه ورکړي ،داسې فکر د نه کیږي چې یو کس که ډیره سرمایه لري ،ښکلا لري ،ډیر کاغذي سندونه لري نور هرومرو د ډیر ښه شخصیت لرونکي دي مثلآ :یو کس چې ډیر تحصیل یې کړي ،کتابونه یې لیکلي ددې کس بیوګرافي لیکل کیږي او نشریږي خو که ددې کس بیوګرافي له داسې یو کس سره چې یو کلیوالي بابا دهقان وي پرتله شي ممکن ډیر تفاوتونه ولیدل شي .

دا هم ولولئ:   پر شخصیت د لباس اغېزې / اسدالله دولتزی

یو څو مهم فکتورونه چې زموږ شخصیت ته د یوې ځانګړی بڼې په ورکولو کې رول لري :

۱=جنیټیک: بیولوژیکي فکتورونه چې په عصبي سیستم،غدواتو او وینې پر ساختمانونو اثر کوي چې زموږ د خصوصیاتو،سلوکو او عادتونو د مشخص کولو لامل کیږي چې دغه سلوکي فعالیتونه په دماغو کې د لیمبیک سیستم(limbic system) په واسطه کنترولیږي ،ادرینال،تایراید،نخامیه اندوکرایني غدوات هم شخصیت اغیزمن کوي دغه جنیتیکي فکتورونه خلک دې ته اماده کوي چې ټولنیز ماحول د خپلو ضرورتونو مطابق وکاروي ،استعداد او ذکاوت جنیتکي دی چې ددې لامل کیږي خلک یو ښه شخصیت ولري.

۲= روحی-رواني فکتورونه: دې کې زموږ احساسات،کسبي لیوالتیاوې،عادات او استعدادي مهارتونه لکه:لیاقت،مشاهده،تصور،فکر شامل دي چې دغه فکتورنه مستقیمآ زموږ د شخصیت په وده او مسیر باندې تاثیر لري.

۳= محیط: ټولنیز،کلتوری،کورنی ،ښوونځی محیطونه مستقیمآ د شخصیت په ټاکلو کې رول لري.

۴= خپله مفکوره/خپله طرحه/ځاني نظم/ اعتماد. بنفس/ باخبري مشتقیمآ رول اداء کوونکي دي.

دلته د یو ښه شخصیت شل ځانګړنې په لاندې ډول ذکر کوو:

۱= خبرې او عمل یې یو وي ،دوه مخي او تمثیل کوونکي نه وي.

۲= چا سره چې ژمنه وکړي هرومرو یې پوره کوي کله کله د ژمنې د پوره کیدو لپاره د شپې سوچ او پلان سازي کوي.

۳= هر چاته احترام لري.

۴= په خپل وجود کې د حسادت او بغض د له منځه وړلو لپاره پلان جوړوي.

۵= د چا په حق کې خیانت نه کوي.

۶= د خپل ځان د جوړونې او اصلاح په فکر کې وي .

۷=  هر چاته وخت ورکوي حتی پر ګلاب پروت شبنم ته ځانګړي وخت ورکوي.

دا هم ولولئ:   د عطرو ارواپوهنه؛ عطر ستاسې د شخصیت په اړه څه وایي؟

۸= د خبرو په پرتله د خپل عمل پواسطه خلک تر خپل اغیزې لاندې راولي.

۹= هیڅکله خلک په ښو او بدو نه ویشي ،بلکې د دوی ښیګڼې او بدئ تفکیک کوي.

۱۰= فکري مخالفینو په وړاندې جدي نه وي بلکې وایي: نوموړی زما سره په فکري لحاظ مخالف دی مګر ښه او مودب انسان دی یا وایي : زما فکري مخالف دی خو هیڅکله بد نه وایي.

۱۱= فکري ثبات لري ،هیڅ فکري ځواک نه بایلي.

۱۲= همیشه اعتماد بنفس وي،په یو وخت د ډیرو کارونو د کولو توقع نه لري.

۱۳= همیشه له خپل وجدان سره قضاوت کوي،نه د خلکو په خبرو.

۱۴= دروغ نه وایي ځکه د رښتیا ویلو ګټه یې لیدلی وي.

۱۵= ژوند ډیر له مادیاتو سره تړلی نه بولي.

۱۶= ډیر حوصله لرونکي وي.

۱۷= په مالي لحاظ ډیر اندیښمن نه وي.

۱۸= تل غواړي په مینه ژوند وکړي او هٔحه کوي نورو ته هم مینه ورکړي .

۱۹= د یو باشخصیته کس ټول ژوند خوله تویونه، زحمت او هڅه ده.

۲۰= د ژوند کړۍ دومره په ځان نه تنګوي چې ملګری پکې له لاسه ورکړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*