یوه عامه اروايي ستونزه؛ اوتسیم څه ته وایي؟ / یاسر هاشمي

یاسر هاشمي

اوتیسم!

اوتیسم د رواني ناروغیو د ډولونو څخه هغه ډول دی، چې پرې اخته شخص د خپلو ټولنیزو اړیکو په پراختیا او غېر کلامي رفتارونو د ثبات په برخه کې د ستونزې سره مخ کېږي، د اوتیسم د لغوي اړخه د دوو یوناني کلمو څخه ترکیب شوی کلمه ده، چې یو یې اوتوس او بل یې ایسم څخه عبارت دی، د اوتوس کلمه بیا د ځان او د ایسم کلمه د ګرایش یا پالنې په مفهوم ژباړل کېږي.

اوتیسم ناروغي یو انساني او رواني ناروغي ده، چې د عمر په هر پړاو کې د مهارتونو د نشتوالي او یا هم د عدم سازګاري څخه رامنځ ته شي؛ خو مشخصاً د اوتیسم ناروغي د عمر د لومړنیو درېیو کلونو څخه وروسته څرګندېږي.

داوتیسم لاملونه:

اوتیسم په ځینو مواردو کې ټولنیز او په یو شمېر نورو کې بیا ژنتیکي اړخ لري، د اوتیسم چاپیریالي لاملونه د ودې په لومړنیو کلونو کې مغز ته د فلزاتو، کلکو شیانو، حشراتو او ژوي (هغه حشرات چې اغېزې یې مستقیماً په مغز وي) واکسينونه او نور… دي. خو په دې وروستیو کې د واکسينونو مسأله د کمزورو دلایلو په لرلو سره د دې ناروغۍ د اخته کوونکو لاملونو له حوزې وځي.

د اوتیسم د ارثي یا ژنټیکي لامل په برخه کې داسې ویل کېږي، چې د اوتیسم ناروغي د ژنټیکي اختلالاتو او آسپرګر سندروم په واسطه رامنځ ته کېږي.

د اوتیسم ناروغي د انسان د ټولنیزو اړیکو، کلامي او غیرکلامي اړیکو د ټینګښت او د علایقو د محدودوالي د مخې مشخص کېږي، د اړیکو په برخه کې ویلې شو، چې دا ډله افراد د خپلو همزولو په وړاندې کمه کړنه او غبرګون ښایې، دا راز د اړیکو په برخه کې د پام وړ تمرکز نشي کولای، په مشخصي پدیدو باندې په دوامداره توګه سترګې نه شي خښولی او د علایقو محدوالي له اړخه په ځان ځاني کې خوشاله او تکراري رفتارونه ترسره کوي.

دا هم ولولئ:   کتاب څنګه لنډيز کړو او ګټه يې څه ده؟/ ژباړه: عاقب عمر

د اوتیسم مخنیوی او درملنه:

لکه څرنګه چې په پورتنیو کرښو کې یادونه وشوه اوتیسم په نادرو مواردو کې د جنټیکي ګډوډیو له امله رامنځ ته کېږي، مګر ځیني وخت د دې لاملونو سربېره چاپیریالي لامل هم د دې ناروغی د ایجاد سبب ګرځي، دا هغه لاملونه دي چې د وقایوي اقداماتو په وسیله یې مخنیوی شوني دی، خو په کلي توګه لاتراوسه د اوتیسم د درملنې یوه مروجه او کارېدونکي لاره ناروغ شخص ته توان ورکول یا هغه ته د کار د ترسره کولو د فرصت او جرأت ورکول دي.

چې په دې برخه کې د ښه او غوره درملنې لپاره لاندې ټکو ته پام کول اړین دي.

۱: د ارواپوه او اعصابو رنځپوه لخوا دماشوم یا اخته کس عمومي چک او کتنه.

۲: د خبرو په واسطه درملنه او کاري درملنې څخه استفاده، چې لومړنی لامل یې د ټولنیزې ودې او بیا یې د علایقو او وړتیاوو د ودې لپاره پکار وړل کېږي.

۳: د مشاورې د جلساتو په واسطه د ماشوم درملنه او کلامي درملنه.

۴: د حسي حرکتونو تمرین.

۵: موسیقي درملنه( یا د موسیقی په وسیله د ناروغ درملنه).

دا هغه لارې دي چې کولې شي د ناروغ د درملنې په برخه کې له موږ سره مرسته وکړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*