د هرې کړنې لپاره کلیدي نقطه پیداکړئ | ګلاب بهار

ګلاب بهار

مختلف افکار او ذهنیتونه دي، چې یو څوک يې د یوې کړنې د پیل په مورد له ځانه سره لري، ځينې کسان داسې فکر کوي چې که چېرې زه فلانی کار پيل کړم، دا به زما لپاره د ګټې پر ځای د زیان باعث وګرځي او ټوله شتمني به مې له خاورو سره خاورې شي. زړه نه زړه وي او پر ځان يې د باور هنر نه وي زده. سره له دې چې انسان دومره ځواک او وړتيا لري چې که استفاده ترې وکړي نو له ماتې سره نه مخ کېږي.
د دې لپاره چې له یوې کړنې غوره پایلې تر لاسه کړئ، باید هڅه وکړئ چې لومړی د هغه کړنې اړین مهارتونه او د ضعف ټکي زده کړئ او وروسته له هغې له مخکښو او بریالیو خلکو سره ناسته ولاړه وکړئ، د هغوی سلا او مشورې واخلئ چې څنګه او له کومه ځایه دې حالت ته رسېدلي؟ د ژوند په لومړیو کې یې څه کول او له کومو تخنیکونو یې استفاده کړې؟
سربېره پر دې بايد ترې وپوښتئ چې په راتلونکي کې کوم پلانونه لري، څو خپل ژوند او کړنې نورې هم د بریا لور ته سوق کړي او وروسته له هغې د نوموړو کړنې او فعالیتونه تعقیب کړئ، د خپل باور او اعتماد انګېزه قوي کړئ او له خپل شته ځواک څخه سالمه ګټه واخلئ.

دا هم ولولئ:   د نيمګړتياوو او عيبونو څخه د خلاصون څرنګوالی / فاطمه صالحي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*