زده کړې (علم)/ نصیراحمد شینواری

لیوونکی: نصیراحمد شینواری

الحمدلله رب العالمین القایل فی کتاب الکریم امآ بعد فا اَعُوذُ بِاللّهِِ منَ الشّیطانِ الرَّجیم ه بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ

( اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ)

زده کړې :

په عمومي توګه د پوهې پلټلو او لاسه ته راوړولو پروسه ده چې د استدلال او قضاوت ځواک ته وده ورکول او په پوره توګه ځان پخولو تهواېي. یا په بله اصطلاح د یو مسلک لپاره ځانګړي مهاروتونو لاس ته راوړلو عمل او پروسې ته زده کړې  واېي. همدارنګه زده کړې د ټولنېد ارزښتونو او زیرمو د لیږد رالیږد ذریعه ده.

کله چې الله ج مخلقات پيدا کړه او د اشرف المخلقات یعنې د انسان د پيدا کیدو اراده وکړه نو هغه وخت الله ج دوۍ سره زده کړې همځمکې ته راولیږه ترڅو د ښه او بد، سپين او تور، وینه او اوبو، ښایسته او بدرنګه او همداسې نورو ترمنځ توپير وپيژني. د ځمکې پر مخلومړی کس چې تعلیم یې وکړ ادم ع وو دوهم بې بې هوا وه. د ځمکې پر مخ لومړی معلم ادم ع وو او ترټولو بهتر او ډیرې پوهې عالم اومعلم محمد ص وو. لومړی شخصي معلم کنفوکیوژ (Confucius) وو چې د میلاد څخه ۵۶۱ کاله وړندې يې ژوند کاوه. د مادرن تعلیمپلار هوریس مان (Horace Mann) نومیږي چې په ۱۷۹۶ میلادي کې پيدا او په ۱۸۵۹ میلادي کې ومړ.

د که د زده کړو ډولونو ته مخ ورواړو نو په درېو ډولو ویشل شوې.

لومړی (رسمي زده کړې) :

معمولاً د ښوونځي په انګړ کې ترسره کیږي، چیرته چې یو څوک ممکن لومړني، علمي یا سوداګریز مهارتونه زده کړي. که څه هم کوچنيماشومان ډیری په وړکتون او نرسري کې زده کړې پيلوي خو رسمي زده کړې د لومړي ټولګي څخه پيلیږي په ثانوي زده کړو دوام لريترڅو چې په پوهنتون یا کالج کې یو رسمي، مسلکي، علمي او عملي سند ترلاسه کړي. رسمي زده کړې د ځانګړو مسلکي ښوونکو لخواورکول کیږي.

دا هم ولولئ:   تجــربه او دهغې موثریت/ عبدالولي ولیزی

د رسمي زده کړو مثالونه:

* په ټولګي کې زده کړې

* د ښوونځي، کالج او پوهنتون سرټيفیکیټ

* منظم زده کړیز نصاب

د رسمي زده کړو ځانګړتیاوې:

* منظمې زده کړې

* د زده کړو لپاره پلان لرل

* د ورځېنۍ زده کړو لپاره منظم مهالویش

* په ټاکلي وخت د کتاب ختمول

* د معلوم ښوونکي لخوا ښوونه

د رسمي زده کړو ګټې:

* منظم وخت کې زده کړې کول

* زده کوونکي د مسلکي ښوونکو څخه پوهه ترلاسه کوي

* په منظم سیستم کې زده کړې کول

* منځمهاله او نهاېي ارزونې ډاډ ترلاسه کیږي چې زده کونکي راتلونکی زده کړې مرحلې ته هڅوي

* په رسمي توګه پيژندل شوی سند ترلاسه کول

* دندو ته په اسانۍ لاس رسی

دوهم (غیرې رسمي زده کړې) :

غیر رسمي زده کړې هغه وخت دی کله چې تاسو په ښوونځي کې لوست نه کوئ او د زده کړې کوم ځانګړي میتود هم نه کاروئ. دا نهمخکې پلان شوې او نه قصدي دا ممکن ځینې په بازار، هوټل یا کور کې زده شي. خلک کولای شي چې غیرې رسمي زده کړې د کتابتون،ویب سایټ، راډیو او تلویزون څخه زده کړۍ. د رسمي زده کړو برعکس، غیرې رسمي زده کړې د یوې ادارې لکه ښوونځي یا کالج لخوا نهورکول کیږي. غیر رسمي زده کړې د کوم ټاکل شوي مهال ویش له مخې نه ورکول کیږي دلته هیڅ نصاب ته اړتیا نشته.

د غیرې رسمي زده کړو مثالونه:

* ماشومانو ته ځینې لومړني اساسات لکه د حساب او الفبا ښودل

* مورنۍ ژبه زده کول

* ماشومانو ته د والدینو لخوا ځېنو شیانو زده کول د مور لخوا لور ته د کتغ ښودل د پلار لخوا ځوۍ ته بایسکل زده کول

دا هم ولولئ:   دوهمه برخه/د روان او روغتيا له پلوه د مطالعې ارزښت!!

د غیرې رسمي زده کړو ځانګړتیاوې:

* هیڅ زده کړیز نصاب نلري

* مهالویش نلري

* له مخکې نه پلان شوی نه وي

* په طبیعي ډول د ټول عمر پروسه ده

* کولای شو د هرې سرچېنې څخه یې زده کړو رسنۍ، کتاب، ملګري، کورنۍ او داسې نور

د غیرې رسیمي زده زده کړو ګټې:

* د ټولنې او ژوند په هر قدم کې زده کیږي

* تخنیکي زده کړې

* ځانګړي وخت ته اړتیا نشته

* مسلکي ښوونکو ته اړتیا نشته هر څوک کولای شي ښوونکی شي

د غیرې رسمي زده کړو تاوانونه:

* تخنیکي زده کړې شاید نا مناسبې وي

* د وخت ضایع کول وي

* د زده کوونکو جرت له لاسه ورکول

* د نظم نشتون

دریم (مسلکي او عملي زده کړې) :

مسلکي زده کړې په یو سیستماتیک ډول پيلیږي باید یو مشخص ګروپ ولري. يو مسلکي نصاب ته اړتیا لري. په مسلکي زده کړو کې هغهڅوک چې ښوونځي کې څه نشي زده کولی دلته مسلکي مهارتونه زده کولای شي.

ـ د مسلکي زده کړو مثالونه:

* ورزشي زده کړې

* میستریتوب

* کمپيوټر زده کړې

* نرسنګ

د مسلکي زده کړو ځانګړتیاوې:

* د یو مسلک ټاکل

* ځانګړی مهالویش او نصاب لرل

* د عمر محدودتیا نشته پکې

د مسلکي زده کړو ګټې:

* عملي او مسلکي روزنه

* په عمر، مهالویش او وخت کې محدودیت نه لرل

* امتحان نشتون

* یوه مسلکي او عملي سند شتون

دا چې د زده کړو ډولونه مو تشریح کړه په هر لحاظ زده کړې اړینې دې دا چې موږ زده کړې کوو کومې ګټې لري په لنډ ډول ورته کتنه کوو.

د کارموندنې ډیر فرصتونه رامنځته کوي

دا هم ولولئ:   سطحي برخورد!

ـ د هر راز ستونزې حل کولو مهارتونو ته وده ورکوي

د هوسا او خوښ ژوند چمتو کول

ټولنې ته یو ښه او غوره شخصیت وړاندې کوي

د عصري ټولنې رامنځته کول

د شیانو ترمنځ توپير پيژندل

همدا راز د اسلام مبارک دین هم موږ ته په زده کړو تاکید کړی په قرآن اعظیم الشان کې الله ج فرمایلي

(اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ)

ترجمه: ولوله د پروردیګار ج په نامه چې پيدا کوونکی دی.

په پورته آیت شریف کې د (اقْرَأْ) کلېمې څخه همدا مطلب اخلو چې الله ج د جبرایل آمین ع په واسطه په خپل ګران پيغمبر محمد ص باندېد لوست تاکید کوي.

په په بل آیت الله ج فرمایلي

(يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِذَا قِيلَ لَكُمۡ تَفَسَّحُواْ فِي ٱلۡمَجَٰلِسِ فَٱفۡسَحُواْ يَفۡسَحِ ٱللَّهُ لَكُمۡۖ وَإِذَا قِيلَ ٱنشُزُواْ فَٱنشُزُواْ يَرۡفَعِ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ مِنكُمۡ وَٱلَّذِينَأُوتُواْ ٱلۡعِلۡمَ دَرَجَٰتٖۚ وَٱللَّهُ بِمَا تَعۡمَلُونَ خَبِيرٞ)

ترجمه: ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی! کله چې تاسو ته وویل شي، مجالسو کې ځای پراخه کړﺉ، نو تاسو ځای پراخه کړﺉ، الله جبه تاسو ته ځای پراخه کړي، او کله

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*