د لټۍ ارواپوهنه (ناچاپ کتاب) / څوارلسمه برخه

لیکوال: اډوېن سي. بلس / ژباړه: میراحمد یاد

پنځم ګام اخیستل

که تاسې هم په هغو میلیونونو انسانانو کې یئ چې د ستړیا له امله له کارونو ځان پټوئ، نو تر بل هر کار مخکې لومړی، پر همدې ستونزې (ستړیا) کار وکړئ.

هسې په خپل سر ځان له هرې ستونزې او ناروغۍ خلاص مه ګڼئ. ستاسې د روغتیا د تشخیص مسوولیت د ډاکټر دی. رښتیا په وروستي ځل کله د عمومي معاینې لپاره ډاکټر ته تللي وئ؟ آيا ډاکټر سره په خپلې اوږدمهالې ستړیا غږېدلي یئ؟ پام کوئ چې ستړیا شايي بدني او د ناروغۍ لاملونه ولري، نو له ډاکټر سره مشوره ښه ده. که له ډېرې مودې ډاکټر ته نه یئ تللي، نو اوس ورته لاړ شئ.

که پر دې پوه شوئ چې بدني ستونزه یا ناروغي نه لرئ، نو بیا په داسې خلکو کې راځئ چې د ستړیا مسوولیت يې په خپله غاړه دی. دلته بیا ستونزه یوازې له کاره پټېډل او لټي نه ده. ستونزه ستاسې روغتیا، خوښي او انرژي ده. د دې څپرکي سپارښتنو ته پام وکړئ.

په کتاب کې له مخکې تللو وړاندې یو قلم او کاغذ را واخلئ او دا ولیکئ چې کوم کارونه به کوئ. یو څو قدمه وګرځئ، که بل ورزش مو خوښېږي، هغه وکړئ او خپلې پرېکړې ونمانځنئ.

دا کار دستي وکړئ.

شپږم ګام: ځان سره سختي وکړئ

 

  • تاسې په ټولو نصیحتونو کې داسې انګېرلې چې شخص به ستاسې د سپارښتنو د عملي کولو لپاره اړین هوډ لري، خو له بده مرغه ډېر خلک دومره قوي هوډ نه لري، که هوډ کم وي، نو څه به کوو؟

ځان سره باید لږه سختي وکړئ.

  • په خوله آسانه ده، خو یوازې په ویلو هېڅ هم نه کېږي. څوک چې ځان سره سختي کولای شي، هغه د ارادې او هوډ کمی هم ښايي ونه لري، خو میلیونونه خلک دا ځانګړنه نه لري، هغوی څه وکړي؟ کوم خلک چې خپل کارونه نه شي منظمولای، هغوی ته څه وایئ؟

تاسې چې وایئ داسې هېڅوک نشته، موږ ټول که وغواړو، خپلې چارې منظمولای شو. انسان داسې طبیعتاً له محرومیتونو، دردونو او ناآرامیو سره د مقابلې او مبارزې وړتیا لري. خو په دې اوسني ژوند کې موږ له آسانه او راحت ژوند سره دومره عادت شوي یو چط له خپل باطني قوت نه هېڅ کار نه اخلو. خو بیا هم په موږ کې دا قوت شته او دې ته په تمه دی چې د اړتیا پر وخت ترې ګټه واخلو. له دې د کار اخیستو شرایط چې برابر شي او کومه ستونزه رامنځته شي، نو تاسې به هم خپل قوت ته حیران شئ.

  • استثنايي خلک به داسې کولای شي، خو دا تاسې چې کومه انرژي یادوئ، عادي خلک یې هم کارولای شي؟
دا هم ولولئ:   د لټۍ ارواپوهنه (ناچاپ کتاب) / دویمه برخه

هو، ولې نه. له دې تل کار نه اخیستل کېږي، خو په شتون شته. رهبرۍ کې هم دا موضوع شته. لوی رهبر هغه دی چې تر ظاهراً عادي خلکو لوی کارونه کوي. او واقعي بریالی انسان هغه عادي انسان دی د نورو له امر او لارښوونې پرته له خپلو فوق العاده وړتیاو د کار اخیستو هڅه کوي او کاروي یې. یعنې خبره دا نه ده چې هغه ډېره باطني انرژي لري، بلکې خبره دا ده چې هغوی له خپلې شته انرژۍ ډېره زیاته ګټه اخلي.

  • یعنې ټول خلک باید هیله مند وي؟

هو، ټول خلک! ځینو خلکو ته ځان قابو (کنترول) کول سخت وي. مثلاً څوک چې د اعتیاد ضد درمل خوري، هغوی هم ارادي قوت نه لري، خو که خپله یې وغواړي، نو د ارادې له دې قوت نه ګټه اخیستی شي.

  • څنګه؟

په تمرین. لکه څنګه چې په ګرځېدو، ګرځېدل زده کوو، نظم هم باید د نظم په تمرین زده کړو. د ګرځېدو لپاره یوازې اراده بس نه ده، لومړی به کوچنی ګام اخلئ، بیا همدا کوچني ګامونه تکراروئ او همداسې به مخ ته ځئ چې عادت شئ. همداسې اراده هم په ځان کې لږه لږه تقویه کړئ. هڅې مو چې تکرار شوې او بریالیتوب مو ډېر شو، نو طبیعتاً په لویو کارونو پسې ځئ او بالاخره به داسې یوه ځای ته رسېږئ چې هر کار ته به مخکې له مخکې بشپړ چمتووالی لرئ. یوازې په همدې صورت کې د ویلیم ارنست هنلي په څېر ویلی شئ چې: (زه پر خپل برخلیک واکمن یم، زه د خپل نفس خاوند یم.)

  • یعنې تاسې وایئ چې نظم ته د رسېدو لپاره باید درانه کارونه تمرین کړو؟

هو، همداسې ده، هر ځل چې تاسې یو سخت کار کوئ یا له کار پرېښودو سره مقاومت کوئ، نو په راتلونکي کې مو کار آسانېږي.

  • په دې معنا چې تاسې د ارادې قوت له پلې (عضلې) سره پرتله کوئ، که یې کاروو قوي کېږي او که یې نه کاروو، ضعیفېږي؟

هو، د انسان ذهن هم د بدن په څېر راغلي فشاورنه او له ځانه شته تمې زغملی شي او که چېرې دا تمې پرلپسې او منظمې وي، پایله به یې وده، قوت او د کارونو آسانه کېدل وي. اراده چې تمرینوئ، په خپل ذهن کې یو عادت کرئ، هر څومره چې دا عادت تکراروئ، هومره ژورېږي، خو که یې ونه کاروئ، نو ورو تتېږي او له منځه ځي.

دا هم ولولئ:   د زړه سکون ترلاسه کولو لس غوره لارې / حکمت الله همت

د بدني تمرینانو په اړه موضوع ډېره مفهومي ده. د یوې وینا له مخې، د تمرین اغېز تر یوې میاشتې ډېر نه پاتې کېږي. د تمرین ګټورې اغېزې د خوړو په څېر نه شي زېرمه کېدای، بلکې هره ورځ باید تکرار شي. په همدې خاطر پخواني ورزش کاران، له عادي خلکو سره چندانې توپير نه لري.

د نظم او دسپلین په برخه کې هم دا خبره سمه ده. د انسان باطن هم که ډېر وخت په خپل حال پاتې شي، له چوکاټه وځي. د پلو په څېر د ارادې د قوت په اړه هم طبیعي قانون په څو کلیمو کې تشریح کولای شو: (ويې کاروئ چې ویې نه بایلئ.)

  • نو ارواپوهان پر دې نظر دي چې د ارادې قوت باید په منظم ډول تقویه شي؟

همداسې ده. ویلیم جېمز کلونه پخوا دا موضوع په دې بڼه مطرح کړې وه:

(په ځان کې د هلو ځلو قوت د کوچنیو او ظاهراً بې ګټو تمرینونو په مرسته ژوندۍ وساتئ. هره ورځ یو کار وکړئ آن که بې ګټې هم وي. یوه ورځ وروسته د خپل روح او باطن د خدمت لپاره یو ګام واخلئ چې خطر سره د مخ کېدو پر وخت اړین چمتووالی ولرئ. دا ځان روزل داسې وي لکه تاسې چې خپل کور او ځان بیمه کوئ. د بیمې پيسې ورکول خوندور نه وي، ښایي هېڅ ګټه هم ترې وانخلئ، خو که پېښه کېږي او کور مو سوځي، نو دغه پيسې بیا زموږ د ژوند د تباه کېدو مخه نیسي.)

په دې وروستیو کې د رابرټ آساګیولي او بویدبارت په څېر ارواپوهانو دغه طریقه تایید کړې ده او پر دې باور دي چې ظاهراً بې ګټې کارونه کول ارادې قوت زیاتوي.

  • خو دومره ګټور کارونه چې وي، موږ بې ګټې کارونه ولې وکړو؟

هو منم. زه پخپله په دې برخه کې د جیمز، آساګیولي او بارت نظریاتو سره موافق نه یم. موږ د ارادې د قوت زیاتولو لپاره د بې ګټې کارونو پرځای، هغه کار کولای شو چې له مودو رانه ځنډېدلی دی، هماغه کار وکړئ چې کار هم وشي او ارادي قوت مو زیات شي.

  • کوم کارونه ښه دي چې وشي؟
دا هم ولولئ:   موږ ته د راتلونکي لپاره کوم مهارتونه په کار دی؟ / میراحمد یاد

مثلاً رنګ کول، د دروازې مېخونه ټک وهل، په البوم کې انځورونه ايښودل او نور.. یعنې هغه کار نه ټاکئ چې حتمن باید وټاکل شي: که له ډېرې نهیلۍ یوه کار کولو ته مجبور شوئ، نو له رواني پلوه، خپلې اروا ته څه نه کوئ. هغه کارونه هم مه ټاکئ چې کول یې درته خوند درکوي. هغه وټاکئ چې خوند نه درکوي او دا کارونه بیا تر پایه وکړئ. د دې کار د کولو پر وخت داسې احساس کړئ چې بشپړ پرې واکمن یئ، هوډ مو قوي دي، اراده لرئ او تسیلمېږئ نه.

کار مو چې ختم کړ، ځان ونازوئ او خپل استقامت ونمانځئ. ځان مو ثابت کړی دی. ځان ته ووایئ چې ستاسې رواني سرچینه د کار تر کېدو مخکې حالت نه ډېره قوي او په رښتیا هم شوې ده، په دې تاسې ښه پوهېږئ.

دا هم یاد ساتئ چې ټاکل شوی کار باید کومه لویه او مهمه وظیفه نه وي. د لویو کارونو وار هم را رسېږي، اوس د کوچنیو کارونو وار دی. په یوه شپه د ځان بدلولو هڅه مه کوئ. ورو ورو ځان ساز کړئ او پام کوئ چې یو ځل تجربه کول، هېڅکله د تجربې د تکرار هم ګټور نه وي.

تاسې چې کوم کارونه ټاکئ، ډېر باید ستاسې د کېدونکو کارونو په لیست کې شامل وي. که هره ورځ دا تمرین وکړئ، یوه ورځ به مو د نیمګړو یا پاتې شویو کارونو لیست ختم وي او په حیرانۍ به ګورئ چې هېڅ کار نه دی پاتې شوی.

خو لومړی ګام د هغه کار ټاکل دی چې تاسې یې کول غواړئ او دا نظم او دسپلین ته د رسېدو بله زمینه ده.

هو، پرېکړه یادوم. په مهم کار کولو کې مقاومت او استقامت هم دي، خو د کولو لپاره د یوه کار په ټاکلو کې اراده هم همدومره مهمه ده، ځکه کارونه به ډېر پراته وي، تاسې به په کې یو ټاکئ.

زړه نا زړه کېدل او پرېکړه نه کول پخپله د کارونو پرېښودو او لټۍ ته لاره سازوي او نورې لټۍ ستاسې په بدن کې د انرژۍ چینه وچوي، روحي فشار راځي، روحي موانع پیدا کېږي، ځان درناوی کموي او د کارونو د کېدو مخه نیسي. خو دا یوازې یو عادت دی او په دې معنی چې تاسې یې بدلولای شئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*