د لټۍ ارواپوهنه (ناچاپ کتاب) / نهمه برخه 

لیکوال: اډوېن سي. بلس / ژباړه: میراحمد یاد

  • یعنې تاسې دا وایئ چې کله انسان له بندښت سره مخ کېږي او یو کار نه شي پیلولای، نو لومړی باید د هغه کار پر کېدو فکر وکړي، بس؟

ما داسې نه دي ویلي. انسان چې دغه طریقه کاروي او نتیجې ته نه رسېږي، لامل یې همدا فکر کول دي. دوي په شته ستونزو او ناکامیو فکر کوي، د ناکامۍ امکان ګوري او څومره چې فکر ډېر کوي، هومره یې ورسره وېره ډېرېږي.

زه دا نه وایم چې د کار په کېدو فکر وکړئ. زه وایم ددې پرځای د هماغه کار کېدل تصور کړئ. کوم کار چې کول غواړئ، د هغه د سپکولو او درنولو او تحلیلو پرځای، ځان داسې ووینئ لکه د هماغه کار د کېدو فلم چې ګورئ. ځان د هماغه کار په کولو ووینئ. فکر مهم دی، خو زما موخه دا ده چې تاسې خپل ځان د هماغه کار د کولو پر مهال تصور کړئ او دا له فکر سره توپير لري.

مثلاً ستاسې د ادارې مشر درسره ژمنه کړې ده چې یو پروژه بشپړه کړئ، نو ترفیع به درکوي، خو لا یې خپله ژمنه نه ده پوره کړې. تاسې ورسره له ډېرې مودې خبرې کول غواړئ، ښه پوهېږئ چې دا مو حق دی، خو بیا هم دا خبرې ځنډوئ. واقعیتونه په نظر کې ونیسئ او هغو ته په کتو ځان په خپل ذهن کې تصور کړئ چې د مشر دفتر ته ورځئ. مشر درته وایي چې دلته کېنه او بیا درنه هلته د ورتللو لامل پوښتي. اوس تاسې خپل غږ تصور کړئ چې له هغه سره غږېږئ او خپلې غوښتنې ورسره مطرح کوئ. رئیس مو تصور کړئ چې د خپل کار د توجیه کولو لپاره دلایل وایي. بیا ځان تصور کړئ په ډېر ډاډ ورته تشریح ورکوئ. که پر دې ډاډه نه یئ چې هغه سره به څه چلند وکړئ، نو په ذهن کې دوه درې صحنې تصور کړئ. په هره صحنه کې ځان ووینئ او څنګه چې غواړئ، هغسې خپل رئیس ته ځواب ورکوئ. څنګه چې غواړئ، هغسې چلند وکړئ او ددې ذهني پړاو له لیدلو وروسته بیا بل پړاو ته لاړ شئ: لکه څنګه مو چې موضوع په ذهن کې تصور کړې وه، هماغسې یې عملي کړئ.

  • د وېرې ختمولو لپاره بله طریقه هم لرئ؟
دا هم ولولئ:   «په تېر وخت کې ژوند» څه ته وایي؟ / میراحمد یاد

هو، خو دا طریقه د تېرې طریقي اپوټه (برعکس) ده. یعنې په دې طریقه کې تاسې پخپل ذهن کې هر څه سم نه وینئ، بلکې برعکس ستاسې د خپل تمایل خلاف یوه بیخي بده پایله تصور کوئ.

  • دا خبره مو بې معنا ده. که د هغې اپوټه تصور کوو، نو منفي ذهني تصویر راته نه پیدا کېږي؟ پایله به یې منفي نه وي؟

ستا اندېښنه ظاهراً پرځای ده، خو داسې نه ده. که چېرې تاسې په خپلو وېرو کې مبالغه وکړئ، نو منلډې پرې وهئ. خو ښايي عین حال کې دې پایلې ته هم ورسېږئ چې که تر ټولو بد حالت هم راشي، دومره به بد نه وي.

برترنډ رسل دې طریقې سره جوړ و. هغه به چې یو حالت سره مخ شو، نو پر تر ټولو بدو احتمالي پایلو به یې فکر کاوه. ویل به یې، که له ځان مو وپوښتل چې تر ټولو بده پایله څه کېدای شي؟ نو پر دې به هم پوه شئ چې پېښې به دومره بدې نه وي. په داسې پېښو کې عمومي د مرګ او ژوند خبره نه وي. که تر ټولو بده پېښه هم ښايي وشي، فکر وکړئ او پر دې پوه شئ چې: (حتی په داسې حالت کې هم دومره لویه ستونزه نه ده)، دې سره به ووینئ چې اندېښنې به مو تر ډېره کمې شي.

توماس کارلایل په دې اړه وايي:

(سخته اندېښنه مې وه… بیا یو فکر راغی. له ځانه مې وپوښتل: له څه وېرېږې؟ که د بې زړه خلکو چلند دې وکړ، ټول عمر به بې زړه یې. که تر ټولو بده پېښه وشي، څه به وشي؟ مړ به شې؟ مرګ سره څوک مقاومت کولای شي؟ که مرګ راشي، نو ته به څه وکړې؟ پرېږده چې راشي، هر څه کېږي، ودې شي.)

دې فکر مې ناڅاپه حالت بدل کړ او وېره مې د تل لپاره هېره کړه. یو ناپېژانده قوت مې وموند، لکه نوې ساه مې چې اخیستې وي، لکه بیا چې زېږېدلی یم او ناڅاپه انسان شوم.

ستاسې تجربه ښايي د کارلایل هومره نه وي، خو که د هغه په څېر له ځانه دا پوښتنه وکړئ چې: (که تر ټولو بد وشي، څه به وشي؟) نو اغېزناک ګام به مو اخیستی وي.

دا هم ولولئ:   پرانیستی ذهن څه ته وايي؟ او ولې مهم دی؟ / ژباړه شبانه دوران

خو ښه دا ده چې د وړاندیز شویو طریقو یو ترکیب وکارول شي. که د وېرې له امله مو لټۍ ته پناه یوړه، له هر څه وړاندې ځان داسې ووینئ چې کار په بریالیتوب ترسره کوئ او بیا له ځانه پوښتنه وکړئ چې که تر ټولو بد وشي، نو څه به وشي؟ او بالاخره بیا وروستۍ پوښتنې ته ورسېږئ چې: د هر یوه امکان څومره دی؟ کومه پېښه ډېر امکان لري؟ د پېښې پایله به ددې دواړو ترمنځ وي او بیا ورسره تاسې په آسانۍ مخ کېدای شئ.

  • د دې یو مثال راکولای شئ؟

مثلاً تاسې اسپانیايي ژبه زده کوئ. دا کار درته ګټور دی، خو حتمي نه دی. په دې خاطر له ډېرې مودې ټولګي ته نه یئ تللي. خپل دلایل تحلیلوئ او دې پایلې ته رسېږئ چې د ماتې او ناکامې وېره درسره ده. پوهېږئ چې ستاسې په ټولګي کې نور شاګردان تر تاسې کشران دي، خو هغوی تکړه دي، ښه امادګي لري او تاسې ښايي د هغوی پر وړاندې مات شئ.

لومړی ځان په خپل ذهن کې داسې تصور کړئ چې په پوره بریالیتوب اسپانیايي ژبه زده کوئ. ټولګي کې له جالبو خلکو سره مخ کېږئ. په ټولګي کې او بهر هغوی سره اسپانیایي ژبه وایئ. داسې تصور کړئ چې دفتر مو هم د همدې نوې ژبې زده کولو له امله نازوي او ارتقاء درکوي. اسپانیايي ژبو هیوادونو ته سفر کوئ او د هغوی له کلتوره خوند اخلئ.

اوس تر ټولو بده پېښه تصور کړئ. تر ټولو بده پېښه ښایي دا وي چې تاسې په ټولګي کې ناکام شئ. استاد درپورې خاندي، نور ټول شاګردان بریالي دي، پرمختګ کوي… ښه که داسې وي، نو  بیا؟ هېڅ هم نه کېږي. که مو ټولګی نه شو ختمولای، یوازې لږ وخت به مو ضایع شوی وي. تجربه به خوندوره نه وي، خو پر دې به پوه شئ چې دغه بده پېښه ښه په آسانۍ زغملی شئ.

اوس له ځانه دا پوښتنه وکړئ چې د کوم تصور د عملي کېدو امکان ډېر دی؟ تاسې ښايي په ټولګي کې اول نومره نه شئ، خو دا امکان هم ډېر نه دی چې خلک دې درپورې وخاندي. ښايي په ټولګي کې په متوسطه کچه کې راشئ. ښايي د لوړو نومرو اخیستل لږ سخت وي، خو بیا هم دا تجربه په دومره زیار ویستلو ارزي. که دا چلند مو وکړ، اندېښنه به مو ورو ورو کمه شي او ډېر امکان شته چې د اسپانیايي ژبې زده کړه پيل کړئ.

دا هم ولولئ:   کتاب لوستونکي د مینې او ملګرتېا لپاره غوره کسان دي!

د وېرې په برخه کې یوه بل ټکي ته هم پام اړین دی: وېره داسې دښمن مه ګڼئ چې تاسې به برې حتمن برلاسي کېږئ. دا فکر وکړئ چې دا وېره ګټوره ده. یعنې دا ښه انګېزه ده. مثلاً تاسې یو کار کوئ، خو ښايي وېره مو له دې امله وي چې پوره وسایل به ورته نه لرئ. په داسې مواردو کې به ښه دا وي چې له وېرې سره بیا هم ځان د دې کار کولو ته قانع کړئ. اړین معلومات راټول کړئ، روزنیزې دورې تېرې کړئ او خپلې اندېښنې لرې کړئ. څومره چې وېره لویه وي، هومره انګېزه هم لوېدی شي. په دې طریقه بیا وېره تاسې نه غورځوي، بلکې مرسته درسره کوي.

او بالاخره دغه لرغونې وینا مه هېروئ چې:

ناڅاپې پېښو ته زړه مه خورئ

څومره چې تلی شئ، هومره مخکې لاړ شئ

هلته به درته مخکې نور ډېر ځایونه ښکاره شي.

درېیم ګام اخیستل

له څلورو لیستونو مو هغه لس موارد (کارونه) وټاکئ چې تاسې یې کول غواړئ، خو درنه پاتې دي (البته یوازې دا لیست حتمي نه دی، نور کارونه هم ټاکلی شئ.) اوس د هر کار کولو لپاره یو وخت وټاکئ. هره ورځ لږ تر لږه یو ساعت وخت ورکړئ. په جنتري کې مو کار یاداشت کړئ. قوي هوډ وکړئ چې په دې دواړو کارونو به تاسې ته وړاندیز شوې طریقې عملي کوئ. تر ټولو آسانه کار، ددې کارونو پيل دی، دې پسې به مو ذهن ورو ورو وروزل شي او قوي کارونه به هم تعقیب کړي.

ټاکل شوي کارونه مو چې وکړل، ښايي په خپلو کار خوشاله شئ. که خوشاله وئ، نو د خپل یاداشت په کتابچه کې خپل لاس ته راوړنه او ترې اخیستل شوی سبق ولیکئ.

دا کار دستي وکړئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*