څنګه ښه ويناوال شو؟ د کم جرئتئ مهم لاملونه_سردار محمد سمسور

ليکنه سردار محمد سمسور

د نړئ په کچه به مو ښه ويناوال يا هم ښه ويونکي ليدلي وي زمونږ په پښتنه عامه اصطلاح چې هغوئ د مور پٙه ګيډه کې ښه وينا وال نه دي پيدا شوي بلکې هغوئ د ډېر تمرين او کوششونو ورورسته دغه مقام ته رسيدلي
د ښه وينا وال کيدو لپاره تر ټولو مهم جرئت دی چې متأسفانه زمونږ اکثر افغان ځوانان جرئت یې نلرې د کم جرئتئ ځينې لاملونه چې په لاندې ډول دي
1:په کور کې د مور او پلار له لوري ماشومانو ته په خبرو يا ويناوو کې وخت نه ورکول
يعنې زمونږ په ټولنه کې چې ماشوم يا هم ځوان د مشرانو په مخکې خبرې يا هم کومه وينا کوي د مور او د کورنئ د مشرانو لخوا وخت نه ورکول کيږي او نه یې خبرو کولو ته پريږدې چې په مجلس کې وغږيږې چې دا کار د ماشوم په جرئت منفي آغيز کوي
2: ماشوم د لوبو او نورو تفريحي کارونو لپاره د کور نه د باندې نه پريښودل چې په دې کار سره هم ماشوم بې جرئته لويږي
3: په ځان باور نه درلودل
په ځان د باور نه درلودل د افغان ځوانانو لپاره يوه ستره ننګونه ده چې اکثر افغان ځوانان پر ځان باور نلري
4: په ښوونځي او پوهنتونو کې زده کوونکو يا هم محصلينو ته وخت نه ورکول او د زده کوونکو نه ارزيابي کول
له بده مرغه به ووايم چې دا کار زمونږ په افغانستان کې په هر مکتب او پوهنتون کې اوج ته رسيدلی استاد يوازې د خپل معاش لپاره تدريس کوي او (ځینې )شاګرد هم د وخت تيرولو لپاره، چې دا کار هم اکثر ځوانان کم جرئته کړي
بل ډېر مهم د ښه وينا وال کيدو لپاره پراخه او ژوره مطالعه پکار ده ، پراخه مطالعه کولای شې چې يو شخص تر ډېره د سټيج پر سر وغږيږي
دا د افغان ځوانانو د کم جرٸتۍ ځينې مهم لاملونه ول چې دلته مو له تاسې سره شریک٠

دا هم ولولئ:   څنګه ښه او ګټوره مطالعه وکړم؟

1 Comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*