د سعادت حسن منټو ویناوې

سعادت حسن منټو

سعادت حسن منټو د اردو ژبې مشهور کیسه لیکوال دی چې د خپلې تېزې ژبې او سپينو خبرو له وجې ډېر مشهور یا د غالب په وینا ډېر بدنام دی. منټو په ۱۹۱۲ کال کې په لدهیانه کې پيدا شوی او په ۱۹۵۵ کې مړ شوی دی.

دلته یې ځینې مشهورې ویناوې را اخلو؛

  • ۱- په دنیا کې چې څومره لعنتونه دي، لوږه د ټولو مور ده.

۲- زړه داسې شی نه دی چې ووېشل شي.

۳- بدن داغل کېدای شي، خو روح نه شي داغل کېدای.

۴- هر ښاېسته شی د انسان په زړه کې ځای نیسي، که انسان هر څومره بد هم وي.

۵- کومه دروازه چې غربت پرانیسته، هغه بیا ډېره په سختۍ بندېږي.

۶- مئین سره چې خبرې ختمې شي، نو مچکې شروع کړي.

۷-زموږ ټولنه کې خلک هنداره ته یوازې د مخ لیدلو لپاره ګوري.

۸- د وږې خېټې مذهب ډوډۍ ده.

۹- لکه څنګه چې بې مودې ماشوم کمزوري وي، همداسې بې مودې مینه هم کمزورې وي.

۱۰- له حقیقته تېښته، له موږ ښه انسانان نه شي جوړولی.

۱۱- تر ټولو لویه ستونزه (د ستونزو مور) هله پیدا شوه چې انسان وږی شو.

۱۲- «رښتیا» که په بوره کې ولړل شي، هم تریخوالی یې نه ځي.

۱۳- د انسان په ټوله ژوند کې د هغه خېټه ډېره زیاته مهمه ده.

 

دا هم ولولئ:   صبر ولې أړين دی؟ / ژباړه: سمیع سعید

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*