له موږه هېر او ورک ځان / فرید قربان

لیکوال: فرید قربان

د روانپوهانو له نظره تر ټولو ښې او خوږې اړیکې هغه دي؛ چې له خپل ځان سره نیول کیږي. واقعیت دادی چې ځان له بل هر چا موږ تهډېر نېږدې او مهم دی، خو دا هم رښتیا ده چې موږ ډېر کله له خپل ځان څخه ډېر لرې پاتې شوي یو. ډېر کله خپل ځان هېروو، ځکه نوروسره اړیکو او تقلید ته مو زیات وخت ورکړی وي او ډېر کله خپل ځان رانه ورکیږي، ځکه چې په هغو لارو چارو غور نکوو؛ چې له ځان سرهد اړیکو ټینګولو لپاره اړینې دي.

د اړیکپوهنې له مخې یو انسان په دریو سطحو اړیکې نیسي: شخصي یا له ځان سره اړیکه، له بل سره اړیکه او عمومي یا ټولنیزېاړیکې. د اړیکو په بحثونو کې لومړۍ ځای له ځان سره د اړیکې ساتلو ښایي ځکه وي چې یو انسان د همدې اړیکې په مرسته کولی شينور دوه ډوله اړیکې هم پیاوړې او ارزښتمنې کړي.

هغه کسان چې له خپل ځان سره سمه اړیکه ونلري، له نورو سره کامل ارتباطات نیول ورته ممکن نه دي. اصلاً همدا زموږ ځان دی چې لهمقابل او ټولنې سره د اړیکو چینلونه او سرچینې پکې فعالې دي. ددې لپاره چې د ګټورو ټولنیزو اړیکو لپاره زمینه مساعده شي، لومړۍپکار ده؛ چې له ځان سره د اړیکو له لارې فردي او باطني وړتیاوې لوړې کړو.

په عمومي ډول موږ له ځان سره دوه ډوله اړیکې نیسو: اول ډول اړیکه تر ډېره د انساني شناخت په بحثنونو کې مطرح کیږي؛ چې له دینياو تصوفي زاویې ورته معرفت او روح پېژندنه ویل کیږي.

دا هم ولولئ:   شخصیت څه ته وایي؟ / شیراوازخان پکتین

له ځان سره د اړیکو دوهم ډول تر ډېره عملي اړخ لري؛ چې له مخې یې یو انسان خپل دروني صلاحیتونه پېژني او پر بنسټ یې له بهرنيچاپېریال او ټولنې سره اړیکې تنظیموي.

په ټوله کې د اروا پوهنې او په ځانګړي ډول د اړیکو په بحثونو کې د ځاني(عاطفي) هوش او ټولنیز هوش یا ذکاوت اصطلاحات زیاتکاریږي.

ځاني ذکاوت په خپلو احساساتي او عاطفي غبرګونونو لکه غوسې، کرکې، مینې، خفګان او نورو کنټرول او برلاسۍ ته ویل کیږي.

ټولنیز ذکاوت بیا په ټوله کې د یو شخص له هغو وړتیاوو بحث کوي؛ چې په مرسته یې په ټولنه کې نورو سره متقابله همکاري او اړیکېایجادیږي. دلته هم لومړی ډول(ځاني)ذکاوت د دوهم ډول(ټولنیز) ذکاوت لپاره بنسټ ګڼل کیږي.

ځان خوښونه او ستاینه ددې ډول اړیکو یو مهم اصل دی. پدې مانا چې موږ ځان ومنو، درناوی ورته ولرو او په ځان باور زیات کړو. ځکهچېد خپل ځان دښمن د هېچا دوست کېدلی نه شي “. دلته چې د ځان منلو او خوښونې خبره کیږي، موخه یې بیا هم په ټوله کې دبېلابېلو غوره اړیکو ټینګښت دی. ”که موږ خپل ځان نشو منلی، نو نور خلک هم موږ نه مني. موږ چې چا سره مخ کیږو؛ ډېر زر پدېپوهیږي، چې موږ پر ځان باور نه لرو.“ ۱

موږ لدې ویرې چې له ځان سره مینه مو د نرګسیت او بېځایه ځان خوښونې تر کچې ونه رسیږي، ډېر کله له خپل ځانه یو مخې بېزاره اوپردي کیږو. خو باید پوه شو چېځان ستاینه هر کله غرور نه وي. له ځان سره د اړیکو یو طریقه او ارزښت دادی چې ځان ته اهمیتورکړو. ځینې وخت خپله سندره په خپله وایئ، یانې د ځان ستاینه خپله کوئ، ځکه نور خلک نه پوهیږي چې ستاسې سندره څنګه وایي“.۲

دا هم ولولئ:   د نيمګړتياوو او عيبونو څخه د خلاصون څرنګوالی / فاطمه صالحي

له ځان سره د اړیکو لپاره له مختلفو لارو ګټه اخیستل کیږي. ډیری وختونه ددې چارې لپاره اړینه ده چې ځان مراقبه کړو او د یو څه وختلپاره له نورو ځان بېل کړو. داسې په اسانۍ سره خپل ځان را سپړلی شو، د باطن غږونه اوریدلی شو او لا ژور غور کولو ته وخت په لاسراځي. هر څومره چې د یواځیتوب شېبو ته ارزښت ورکړو او سمې یې مدیریت کړو، په همدې تناسب مو د ځان سره د اړیکو چانس همډېریږي.

د ښو ځاني اړیکو په مرسته یو انسان پدې توانیږي، څو د مسایلو په هکله لازم فکر وکړي، په خپل ځای او وخت تصمیم ونیسي، له ځانسره حساب ترسره کړي، د راتلونکي لپاره عملي پلان ولري، ځان جوړ کړي او بالاخره په ژوند کې د یو بریالي انسان په توګه ځان ثابتکړي.

۱: فردي او عمومي ارتباطات، لیکوالان: بېلابېل، ژباړه: میراحمد یاد

۲: همدغه اثر

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*