د لټۍ ارواپوهنه (ناچاپ کتاب) / دویمه برخه

لومړۍ برخه دلته ولولئ

یعنې وخت تېرول (غفلت) او لټي کم عقلتوب دی؟

همداسې ده. دا لوبه ده او ډېره د کم عقلتوب لوبه ده، ځکه اصلي بایلوونکي يې موږ پخپله یو. د شاعر رابرټ آبراهاز په وینا:

ځينې په مرمۍ مري

ځينې په اور سوځېږي

خو ځينې نور ټوک ټوک

په بې ارزښته کارونو له منځه ځي

پر لټۍ برلاسي دا ده چې انسان له لوبو او ټګۍ تېر شي او خپل ځان سره رښتینی اوسي.

  • تاسې د لټۍ بېلابېلې بڼې یادې کړې. آيا دا ټولې په اصل کې یوه نه ده؟ آيا دا د یوه کار له کولو غفلت کول نه دي؟

نه، پایله د ټولو یوه ده، خو دلایل یې بېلابېل دي. زما په نظر د لټۍ او غفلت یا وخت تېرولو لاملونه په څلورو ډلو وېشلی شو:

  1. یو د تمایل دلایل دي. په دې کې ځان نه ستړی کول، ځان نه ناآرامه کول، د ماتې وېره، د بریالیتوب وېره، پر ځان بې باوري، د ځان درناوي کمی، خفګان، ملامتیا، خجالت او ځان ټيټ ګڼل راځي.
  2. معلوماتي خنډونه، مثلاً د معلوماتو کمی، لومړیتوبونه نه پېژندل، شک درلودل، پر ستونزې برلاسه کېدو کې شک، پر وخت او پرځای اقدام نه پېژندل.
  3. هغه چاپېریال شرایط او بهرني عوامل چې د کارونو ځنډول هڅوي. مثلاً ګډوډي، د تشکیلاتو کمی، شور، ډېر زیات کاري فشار، له حد ډېر مختلف فعالیتونه، د کار لپاره د اړینو وسایلو، ملګرو او داسې خلکو کمی چې د کار په کولو کې په یوه ډول مرسته کوي.
  4. د کار کولو پر لار بدني خنډونه، مثلاً ستړیا، رواني فشار، ناروغي او نور… .

په هره لټۍ کې پورته یاد شوي څو عوامل حتمن وي. که مو خپله سستي وپېژندله، نو پرې د برلاسه کېدو لپاره مو مهم ګام اخیستی دی او په یوه ګټور ګام یې د ختمولو هڅه کولای شئ. که داسې مو وکړل، نو بیا چاته ددې خبرو موقع نه ورکوئ چې درته ووایي:

د سپوږمۍ رڼا ته پریوت

د لمر رڼا ته کېناست

خپل (زړه مې دی) سره یې ژوند  وکړ

هېڅ کار یې ونه کړ او مړ شو

  • ښه نو، پر لټۍ به باید له کومې خوا برید وشي؟

بې‌ځایه تعصب باید پرېږدو.

  • یعنې څه؟

یعنې دغسې باورونه باید پرېږدو چې: «انسان ذاتاً لټ دی.» که موږ داسې ګڼو چې له پيدا کېدو سره سم، له یوه عامل سره مخ یو او اوس یې د اصلاح لپاره هېڅ نه شو کولای، دا پلمه ده او دغه پلمه باید پرېږدو. که موږ دا فکر کوو چې د خپلو ارثي ځانګړنو او چاپېریال قرباني یو، نو دا فکر په هېڅ صورت سم نه دی.

  • خو په ځینو مواردو کې خو دخیل دي. داسې ګني نه ده چې موږ ټول له ځینو ضعفونو سره زېږېدلي یو او لټي هم د ځینو خلکو همداسې یو ضعف وي، نو بیا یې باید ومنو. که له دې ځانګړنې سره زېږېدلي یو، بیا ولې پر ځان ډېر فشار راوړو، ولې سختي کوو، له ژوند خوند ولې نه اخلو؟ بیا خو باید دا شعر ومنو چې: (څه چې کېږي حقیقت دی ښه به کېږي.)

دا ښه شعر دی، خو فلسفه یې څه ووایم. په دغه ډول فکر او باور تراوسه هېڅوک یوه ځای ته نه دي رسېدلي او لوی ارزښتمن کار یې نه دی کړی. البته خلک ډېر خلک په همدې فکر ژوند کوي، خو کاشکې یې ددې شعر پر ځای ویلی چې: (زه خپله هڅه کوم او څه چې غواړم، هغې ته ځان رسوم.)

  • خو تاسې به حتمن دا سپارښتنې اورېدلې وي چې: «چې د اوبو له جریان سره لاړ شئ، مخالف خوا ته تلل ښه نه دي.» آيا دا به ښه نه وي چې انسان خپل تقدیر ومني، ورته تسلیم شي او د خپل ځان د اصلاح کولو پر ځای له ژونده خوند واخلي؟

نه نه! تاسې چې کوم عبارتونو ته اشاره کړې، دا په خپل مناسب ځای کې ښه دي. تقدیر نه ته تسلیمېدل ساده‌توب دی، خو تقدیر یا برخلیک څه ته وایي؟

دغه مشهوره وینا رایاده کړئ چې:

خدایه، داسې آرامتیا راکړه چې څه نه بدلېږي، هغه ومنو؛

داسې زړورتیا راکړه چې بدلول غواړي، هغه بدل کړو؛

هغه پوره راکړه چې د بدلېدونکو او نه بدلېدونکو ترمنځ توپير وکړی شو.

دا کتاب پر دې باور دی. تر څو چې زموږ د چلند اړوند ده، موږ چې د پورته عبارتونونو واقعي مضمون ته توجه کوو، زیاتره هغه برخې ته ډېر ارزښت ورکوو چې د زړورتیا اړونده ده او کومه برخه چې د آرامتیا اړوند ده، هغې ته لږ ارزښت ورکوو.

ژوند یو حالت نه دی، بلکې یوه پروسه ده. ژوند ولاړ نه دی، روان دی او لوړې ژورې لري. د ژوند مهم او اړین عنصر بدلون دی. او موږ ټول چې له کومې مهمې پوښتنې سره مخ یو، هغه دا ده: آيا موږ دا بدلون هغه لوري ته وړو چې وړل یې غواړو؟ که ددې پرځای هغه پېښې پر خپل ژوند برلاسې کوو چې موږ یې تقدیر یا برخلیک بولو؟ دا چې موږ زیاتره لټۍ ته ډېره غاړه ږدو، نو په دې خاطر دا دویم چلند ټاکو او تسیلمېږو.

  • خو دا ډېر سخت دی. له خپلې لټۍ او نورو عیبونو سره مبارزه اوږد کار دی، پای نه لری. تاسې لکه چې دا غواړئ چې خلک دې تل ځان سره په جنګ وي؟

 په یوه لحاظ همداسې ده چې وایم یې. له ځان سره زموږ مبارزه، د ښو او بدو مبارزه، د خیر او شر مبارزه، د غفلت او پر نفس حاکمیت مبارزه … ددې ټولو مفهوم ډېر پخوا ته ور ګرځي. دا دومره پراخه موضوع ده چې ډېر زیات کتابونه پرې لیکل شوي دی. خو دغه مبارزه په خوارۍ ارزي او په کې بریالیتوب ډېر خوندور دی. د رومي شاعر پوبیلوس سیروس په وینا: «تر ټولو لوی بریا پر خپل نفس برلاسي کېدل دي او د دې پر وړاندې ماته تر ټولو دردوونکې ماته ده.»

هو دا مبارزه ده، خو دا مبارزه ډېره خوندوره ده، په دې شرط چې په کې بریالي شو. دا مه هېروئ چې په هرې بریا پسې وروسته نورې بریاوې اسانه کېږي، ځکه مقابل لوری ضعیفه کېږي. پر لټۍ چې هر څومره بریالي کېږئ، هغه که هر څومره وړه او بې ارزښته وي، موږ ورسره قوي کېږو.

د وروستیو کلونو یوه بریالۍ څهره د مکډونالډ شرکت د مدیره پلاوي رئیس ری کراک دی. ده له ساده برګره لویه بریا سازه کړه. دی وایي: «زما چې عمر څومره ډېرېږي، هومره د انسان د ځان مدیریت او ځان منظمولو وړتیا ته ډېر ارزښت ورکوم… کوم انسان چې د خپلو چارو د منظمولو وړتیا لري، نو له ځانه دا غوښتنه هم کولای شي چې لومړی مهم کارونه وکړي. په دې حالت کې که ټولو کارونو ته کافي وخت نه وي او ځينې کارونه له کولو پاتې کېږي، نو باوري اوسئ هغه کارونه به پاتې کېږي چې ارزښت یې تر نورو ټولو کم وي.

دلته د انسان د ځان او خپلو چارو منظمولو د وړتیا په اړه، یوې جالبې پایلې ته رسېږو، هغه دا چې: (څه چې غواړې، هغې ته رسېږې. د بریا لپاره تر ټولو اړین شی موږ پخپله یو، موږ ددې لپاره چې وغواړو او ښه ډېر یې وغواړو.»

هر څه له نظم موندلو پيلېږي او دا بل هېڅ بدیل نه لری. جان ګاردنر یې په دې اړه وایي:

«ځينې خلک د بریا لوی ځواک لري، خو دا وړتیا په ډېرو لږو خلکو کې مخکې له مخکې وي. دغه ځواک باید ترلاسه شي او په خپل سر ترلاسه کېږي هم نه، خواري به ورته کول غواړي. په ځان ګډوډولو او ګنګسولو هېڅ ځای ته نه رسېږو. بري ته رسېدو لپاره قوي نظم، دسپلین او هوډ ولرو.»

  • خو دا څه داسې شی نه دی چې د سترګو په رپ کې ترلاسه شي یا موټر نه دی چې کونجي تاوه کړه او روان شه. کوم خلک چې دغه ځانګړنه نه لري، هغوی به څه کوي؟ څنګه یې موندلای شي؟

څوک يې چې نوی پيلوي، هغوی دې د سختو کارونو په اړه خپل لیدلوری بدل کړي. که تاسې هم په دې ډله کې راځئ، نو پر دې پوه شئ چې کارونه په ځنډولو نه آسانه کېږي. له ځان سره ژمنه وکړئ چې له نن وروسته به هېڅ یوه کار په خپل ذهن کې له دقیق تحلیل پرته نه ځنډوئ. ۲۳ مخ باقي…

په عین حال کې تر دې له یوه ډېر اصولي څیزه پيل کوئ. ځان ته په قاطعیت وایئ، که وغواړئ، نو حالات بدلولای شئ. د لټۍ لیوالتیا داسې نه ده لکه انسان چې له موره ړوند پيدا شوی وي، بلکې دا یو عادت دی او تاسې عادتونه بدلولای شئ. پر دې پوه شئ چې تاسې کولای شئ او د دې کولو لپاره باید قوي هوډ ولرئ.

  • داسې چې کوم قاطعیت او قوي هوډ یادوئ، دا هماغه (مثبت فکر) دی، که بل نوی شی دی؟

بالکل هماغه دی.

نورمن وینسټ پيل ورته مثبت فکر وایي. رابرټ شولر یې (شونی فکر) بولي. کلمېنټ سټون یې (مثبته ذهني تلقي) بولي او ماکسویل مالټر ورته د (سایکو سایبرنتیک) کلیمه کاروي. وین ډایر د (بې محدودیته شخص) خبره کوي او بالاخره دا هم ویل کېږي چې: (هر انسان ته د خپلې خوارې په اندازه رسېږي.)

نو دې ته په کتو، نوی شی نه دی. خو زموږ د کار یوه ستونزه دا ده چې هر پخواني شي ته د شک په سترګه ګورو. دا هغه واقعیت دی چې په بېلابېلو دورو کې ثابت شوی او موږ ترې یوازې په دې خاطر مخ اړولی چې پخوانی دی. موږ هر څه له سره زده کوو، هر څه ته نوې جامه ور اغوندو. که داسې وي، نو بیا باید هر نسل ته جلا جلا وویل شي چې مینه تر کرکې ښه او سوله تر جګړې ښه ده. عفت او پاکوالی تر فساده او ناپاکۍ ښه دی… او بالاخره مثبت فکر د بریالیتوب او منفي فکر د ناکامۍ لاملونه دي.

ځینې ښایي د رابرټ شولر په دې ساده پیغام پورې وخاندي، خو که خپل چاپېریال ته وګورئ، نو (شونی فکر) په آسانۍ لیدلای شئ. وبه ګورئ چې انسان د قاطع باور تر اغېز لاندې څومره بریاوې ترلاسه کړې دي.

مشهور ارواپوه ډاکټر منینګر وایي: (زموږ لیدلوری او باور تر حقایقو مهم دی.) او دا خبره یې رښتیا ده. که موږ د لټۍ په اړه خپل لیدلوری بدل کړ، نو د هغې د بدلولو لپاره به مو مهم ګام اخیستی وي.

Scroll to Top