برياليتوب څه ته وايي او بريالی شخص څوک دی؟_عزيز پردېس

ژباړه:محمد عزیز پردېس

پوهېږم چې برياليتوب ته د رسېدو لپاره په پوره ستړيا سره هڅې کوو، خو هغه څه چې هيله يې لرو ترلاسه کولی يې نه شو. لوری به مو غلط انتخاب کړی وي؟ روښانه او څرګنده موخه به نه لرو؟ خپلو وړتياوو او امکاناتو ته به مو پاملرنه نه وې کړي؟ په نيمه لار کې به مو پام شوی وي چې د پام وړ موخه به مو برياليتوب ته ونه رسوي؟

ولې ځيني کسان چې کله خپلو هيلو ته رسېږي، نو بيا هم ناخوښه وي؟

برياليتوب د رسېدو لپاره يې ناسم معيارونه ټاکلي دي؟ ترټولو لوړ مقام ته له رسېدو وروسته بيا هم د ناخوښۍ احساس کوي؟ د هغوی خوښي ولې لنډمهالې او ژر تېرېدونکې ده؟ د ترلاسه شوي برياليتوب خوند يې لا نه وي څکلی خو د نوې موخې لپاره هڅې پيلوي، علت يې څه دی؟ هغوی له ژونده څه غواړي چې له نه ستړو کېدونکو هڅو څخه وروسته بیا هم هېڅکله خوښ نه دي؟ د برياليتوب واقعي او رښتينی تعريف څه دی؟

برياليتوب څه دی؟

ولې تل له برياليو انسانانو دا پوښتنه کيږې: ستاسې د برياليتوب راز څه دی؟ هېڅ څوک پرته له خپل شخص څخه په دې نپوهېږي چې څومره بريالی انسان دی، دا ځکه چې برياليتوب يو دروني حس دی او که تر سبا پورې باور ونلري نو نه شي ويلی چې يو بريالی شخص دی. نو په همدې اساس بايد د ځان په اړه د نورو خبرو او د هغوی قضاوت ته دومره اهميت ورنکړو او پر وړاندې يې تل موسکا وکړو.

دا هم ولولئ:   ژوند په ټولنیزو اړیکو او ملګرو ښایسته کړئ / حکمت الله همت

برياليتوب ته د رسېدو د لارې په اوږدو کې لوړې، ژورې او ننګونې ډېرې دي، خو بايد پاملرنه ولرو هغه څه چې غواړو بايد ورته ورسېږو. د برياليتوب يوه ځانګړنه د موخې لرل دي او د سمو لارو په موندلو سره کولی شو چې برياليتوب ته ورسېږو.

ځيني د نظر خاوندان برياليتوب زرين مثلث ګڼي چې درې برخې يې په لاندې ډول دي:

۱- نظم او ارامښت

۲- برنامه جوړونه او دقت

۳- د عمل چټکوالی او وخت پېژندنه

په حقيقت کې هر انسان د خپل ژوندانه د بېړۍ چلوونکی دی او هغه وخت به بريالی شي چې ښه فکر وکړي، موخه وټاکي، ښه حرکت وکړي، له بدلونونو سره سازښت ولري، ښه برنامه جوړه کړي او عمل پرې وکړي.

برياليتوب د انسان د ټولو فکتورونو (سلامتۍ، معنويت، شتمنۍ، ارامښت، مينې او نور ته خدمت کول) مخکې تګته وايي.

انسان د مختلفو بعدونو لرونکی دی چې برياليتوب ته د رسېدو لپاره بايد خپلو ټولو فکتورنو ته وده ورکړي. يو شخص يوازې د خپل وجود يو بعد ته په ودې ورکولو سره بريالی کېدلی نه شي، بلکې د وجود ټولو اړخونو ته دې وده ورکړي څو وروستۍ موخې ته يې ورسېږي.

موږ بايد مثبت باورونه ولرو او تل بايد ځان داسې شخص وګڼو چې هيلې ولرو. خپلو موخو او هيلو ته د رسېدو د لارې په اوږد کې پراته منفي فکرونه بايد لرې کړو. معمولي ده چې دغه فکرونو د ماشومتوب له پړاوه زموږ په ذهن کېيې ځای نيولی او موږ يې په هغه لوري بېولو چې نه مو غوښتل.

دا هم ولولئ:   ژوند ښکلى دى / شاهد بارکزى

که غواړو خپل ژوند ته بدلون ورکړو، نو لومړی بايد خپلو باورونو ته بدلون ورکړو.

کله چې د انسان باور د برياليتوب په اړه مثبت شو، نو دلاندې بدلونونو څخه برخمن کېږي:

الف ژوند ته يې ليد مثبت کېږي.

ب خپل حرکت، فعالیت او هڅه د برنامې مطابق تنظيموي.

ج د خپلې لارې په اوږدو کې له جزئي ماتو سره نه ناهيلی کېږي.

د برياليتوب ته د رسېدو سره تل ډېر فعاليت کوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*