‎خپله لاسه ګله لاسه_ حزب الله ملاخېل

لیکوال:حزب الله ملاخېل

راځي خپله لاس په کار شو او نورو ته په تمه نه شو هغه کارونه،چې مونږ اوتاسو یې پخپله کولای شو باید وې کړو زمونږ اکثره هېواد وال خارجي مؤسیساتو بد اموخته کړي دي تل په دې تمه وي چې جومات،مکتب،او آن دکور مخکې سرک او ویاله به راته مؤسسه جوړه وي چې دا زموږ او ستاسو دپرمحتګ مخه نیسي راځئ دافرهنګ نورختم کړو اوپخپله لاس په کار شو که وه ګورو مونږ او تاسو په خپل کور لکونه افغانۍ مصرف کوو ولي د کور مخکې سرک، جومات، مکتب اویالې لپاره نورو ته په تمه کېږو که مونږ او تاسو په جومات، مکتب او هغه سرک اویاله، چې زما اوستا کور مخکې دي خپله برخه جوړه کړو او داکارونه ولسي کړو نو څه فکر کوئ،چې په هېواد کې به مو کوم جومات،مکتب،سرک یا نور هغه کارونه چې ولس یې کولای شي نیمګړې به پاتي شي؟
‎نو زما په اند ځواب به مو مثبت وي یعنی ( نه)نو راځئ مؤسیسو او خارجیانو ته انتظار ونه کړو ځکه پردي چاته کور او هېواد نه جوړه وي که جوړولی اوس به مو هېواد ګلې ګل زار وای دوی هغه کارونه کوي چې خپله ګټه یې پکې وي نور باید دا فرهنګ مات کړو
‎دمثال په ډول په یوه کوڅه کې پنځوس کورونه وي او هر کور خاوند څخه سل افغانۍ په میاشت کې راټولې کړو نو پنځه زره افغانې کېږي او دا پنځه زره افغانې یوکس ته دوام داره ورکړو چې زمونږ او ستاسو دکور مخکې ویالې اوکثافات پاک کړي نو دلته ته په همدې سل افغانیو درې کاره وه شي د کوڅو او ویالو پاکوالي، د کورنو او ماشومانو ساتنه او هم به مو یو افغان ورور ته کار زمینه برابره شي نو راځئ خپله لاس په کار شو او هغه کارونه چې موږ او تاسو یې کولای شو .پخپله یې وکړو ترڅو یو اباد او سوکاله افغانستان ولرو

دا هم ولولئ:   يو انسان ژر مه قضاوت کوئ/ جلا سلطان

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*